د ماشوم ادبيات عمدتاً دوه ډوله دي- يو هغه چې پخپله ماشوم يې ايجادوي او بل هغه چې نور يې د ماشوم له پاره ايجادوي.

لومړی- هغه ادبيات چې ماشوم يې پخپله ايجادوي

د ماشوم د ادبياتو اصلي او اساسي ډول چې د هغه په پېژندګلوۍ کې له موږ سره مرسته کوي، همدغه دی.

دغه ادبيات د يوې عمليې په نتيجه کې چې د باندې غورځول ( بيرون افګني ) یې بولي ايجادېږي. د باندې غورځول يا بيرون افګني هغه وړتيا ده چې ماشوم يې د خپلو تخيلاتو د ودې په نتيجه کې پيدا کوي. ماشوم په دغه وخت کې خپلو محسوساتو او مکنوناتو ته له نورو شيانو سره نسبت ورکوي او په دې توګه د بهرني چاپېريال په وړاندې خپل عکس العملونه څرګندوي- وګورئ، کله چې لوبې کوي نو عجيبه کارونه کوي؛ مثلاً: موټر چلوي، نانځکې لوبوي،.... په حقيقت کې خپل محسوسات او مکنونات بيانوي.

هغه ادبيات چې ماشومان يې پخپله ايجادوي، هغه هم دوې برخې لري- يوه يې د فوکلور او بله يې د لوبو ده. چې دواړه ډېر نژدې ټراو سره لري. د ماشومانو لوبې ممکن مجردې او منزوي وي. خو د ماشومانو فوکلور زياتره د يوې ټولنيزې پديدې په توګه تشريح کېږي چې د ګڼو ماشومانو عکس العملونه په کې شامل دي.

دوه يم- هغه ادبيات چې نور يې د ماشوم له پاره ايجادوي:

دغه وړ ادبيات د ماشوم په فزيکي او ذهني وده او پرمختيا کې لوی لاس لري. د دغی ادبياتو هدف د ماشومانو فکري  بنسټونه ږدول او روزل دي. همدغه ادبيات دي چې د ماشوم د خودخواهۍ حس مهارولی او د حقارت احساس يې کږلی شي. د هغه اهميت له پلوه چې د ماشوم له پاره ايجاد شوي ادبيات يې لري، د ماشومانو د تعليمي نصاب متمم مواد يې بللی شو . دغه ادبيات يا د میندو، خويندو، حتی داييګانو له لوري ايجادېږي او يا هم د ليکوال او شاعر له لوري.

هغه ادبيات چې نور يې د ماشومانو له پاره ايجادوي، هغه هم دوه ډوله دي- نصابي او غير نصابي يا تقويتي ادبيات.

د ماشومانو له پاره زموږ د ادبياتو څرنګوالی:

د ماشومانو له پاره زموږ ادبيات زياتره مجرد او ذهني مفاهيم تشريح کوي او هغه هم په ډېر غير فعال او جامد ډول. همدغه ربړه زموږ د ښوونځيو په تعليمي نصاب کې هم پوره پوره جوته ده. موږ د دې پرځای چې ماشومانو ته د هغوی له ذوق، ضرورت او وړتيا سره سم ادبيات ايجاد کړو او کتابونه ورته وليکو، د لويانو د کچې مسألې او فکرونه ورته تلقينوو. د ماشومانو له پاره د ادبياتو د ساحې کارپوهان تأکيد کوي چې ماشومان بايد حتی د خدای پاک به اړه په خپلو برداشتونو او تصوراتو کې آزاد پرېښودل شي- کټ مټ د هغه شپانه غوندې چې وايي د خدای ذکر يې په داسې طريقه کاوه چې د خدای له شان سره نه ښاييده او حضرت موسی عليه السلام ځنې ايسار کړ. خو کله چې موسی عليه السلام طور ته ولاړ نو خدای پاک ورته وويل چې هغه شپون دې زما له ذکر څخه هسې ايسار کړ؛ ځينې خو لا وايي چې مخ يې ځنې واړاوه.

د روزنيزې ارواپوهنې/ سلوکپوهنې ماهران وايې چې د انسان د شخصيت بنسټونه د هغه د عمر په لومړيو څلور پنځو کلونو ( له تولد څخه ښوونځي ته تر شموليت ) پورې موده کې اېښودل کېږي. خو موږ بيا له بده مرغه په همدغه عمر کې هم له ماشومانو سره معقول او مناسب چلند نه لرو. يوه خاطره مې را ياده شوه.

يوه ورځ مې له يو ه دوست سره چېرته تللم. له هغه سره يې اته يا نه کلن زوی هم وو. ځای لرې وو- موټر ته وختو. چې لږ وړاندې ولاړو، په يوه بل تمځای کې يو پوخ ځوان چې غټه وزيرۍ پګه يې پر سر وه، موټر ته را وخوت. له راختو سره سم يې د موټر سيټونه يو يو له نظره تېر کړل. زما د دوست پر ماشوم چې يې سترګې ولګېدې- راغی- له مټه يې ونيوه- نېغ يې ودراوه او خپله کرار د هغه پر ځای کېناست. ما ورته وويل چې موږ د دې ماشوم د سيټ کرايه ورکړې ده. خو هغه مې په خبره غوږ ونه ګراوه. دا ځل مې ورته وويل چې په اروپا يا امريکا کې څوک داسې نه کوي. هغه دا ځل مخ راواړاوه او په فاتحانه انداز يې راته وويل چې هغوی خو کوپار (کفار) دي کنه!
      
دا له ماشوم سره زموږ د نا مناسب يا نا معقول چلند يوه وړه بېلګه وه. حقيقت دا دی چې موږ ماشومانو ته په ډېره کمه سترګه ګورو- فقط د هغوی د فزيکي وجود هومره. موږ د خپلو ماشومانو په اړه د نړيوالتوب
( آفاقيت ) فکر له سره نه دی کړی. موږ د نړيوال ماشوم او نړيوال ماشومتوب (Universal Childhood) له تصور او مفهوم څخه بېخي ناخبره يو.

په ٢٠٠١ کال کې د ماشومانو د ادب له پاره "د نړيوال ادب نننۍ مجله" (World Literature Today Magazine) کې يوه نوې بين المللي جايزه چې نيوزټيډ (Newstadt) نومېږي، د يوه مضمون په ترڅ کې اعلان شوه. په هغه مضمون کې راغلي دي چې نننی ماشوم حتی له هغو تصویرونو څخه هم درک کولی شي چې له بهرنۍ فضا/ خلا څخه اخیستل شوي دي. مضمون زياتوي چې ماشومان د وچې او اوبو پرمفاهيمو باندې بې له دې چې ملي پولې او بريدونه په پام کې ونيسي، پوهيږي. ځکه چې دغه پولې او بريدونه چې د هوا او اوبو/ سمندر جريان نه شي محدودولی.

د ماشومانو په فکر، په نړۍ کې پولې او بريدونه، رښتيا هم، نشته. د دوی کتابونه بايد تر ټولو ژبنيو او سياسي پولو ور ها خوا او آزاد وي. يو پښتون شاعر وايي:
 
ماشومان که د مشرق، که د مغرب دي
د ژړا او د خنـــــــدا انداز یيې يـو دی.

د ماشومانو د ادبياتو تر ټولو زيات فصيح معرف او شارح، فرانسوی عالم، پال هزرډ ( ١٩٤٤) دی. ده د ماشومانو د ادب په اړه په اروپا او امريکا کې يوه اغېزمنه سروې کړې ده. ده د دغې سروې په ترڅ کې "د ماشومتوب نړيوال جمهوريت" په نامه د ماشومتوب يو داسې تصور وړاندې کړی چې ماشوم په کې بې له کومې ژبنۍ، فرهنګي، مذهبي او نژادي ستونزې يا تړاو څخه په ټوله نړۍ کې په ساحرانه توګه له خپلو همځوليو او سيالانو سره د زړه خواله کوي.
 
د ماشومانو ادبيات، رښتيا هم، هغه يوه مهمه ساحه ده چې د نړيوالولۍ/ بين الملليتوب مثالي مملکت يا مدينه فاضله په کې بريالۍ شوې ده. خو له بده مرغه چې افغان، په تېره بيا، پښتون ماشوم لا دغې [ مدينه فاضله ] ته لاره نه پيدا کړې!

دا ولې؟

دا ځکه چې د ماشومانو له پاره زموږ ادبيات او کتابونه يوازې يو وچ- کلک اخلاقي اړخ لري او بس. هنري او ادبي ماهيت يې کمزوری دی. د ماشوم او د ماشوم د چاپېريال او نړۍ په اړه په کې څه نشته. همدغه وجه ده چې زموږ ماشومان د پال په وينا د مثالي مملکت يا مدينه فاضله غړيتوب نه لري.

هنري فعاليت له فرد سره کومک کوي چې خپله ټولنه او فزيکي چاپېريال و پیژني او په دې توګه ورته د رضايت او تسکين احساس وشي. د هنر د تاريخ د استادانو او پوهانو په عقيده، بدوي انسان باور درلود چې د يوه ځناور په انځورولو سره پرهغه برلاسی کېږي او ښکارولی يې شي. خو له بده مرغه، د هنرمفهوم زموږ په ښوونځيو کې يوازې په حسن خط پورې محدود دی چې هغه هم اوس سر خوړلی دی. په داسې حال کې چې په نننۍ نړۍ کې په ټولنيزو او اقتصادي اړيکو کې د رضايت او موفقيت ترلاسه کول د بېلابېلو هنرونو لکه موسقۍ، فلم، تياټر، ډيکوریشن، تبليغاتو او نورو له لارې کېږي. لنډه دا چې د ژوند په ټولو اړخونو کې نظم، ترتيب، همآهنګي، او خوښي درست سره د هنر په وسيله رامنځ کېږي.

د يادونې وړ ده چې په تېره يوه- يوه نيمه لسيزه کې د بي بي سي د "نوي کور- نوي ژوند" تعليمي ډرامې کارټوني مجلو او کتابګوټو، د تنکيو ځوانانو له پاره د اريک د ګرځنده کتابتونونو له لوري خپرو شويو کتابونو، د پېښور پوهنتون د پښتو اکيډيمۍ له لوري ماشومانو ته خپرو شويو کتابګوټيو د ماشوم د ادبياتو په وده او پرمختيا کې د پام وړ ونډه اخيستې ده. خو کفايت نه  کوي.
د ماشوم د ادبياتو په وده او پرمختيا کې د خبري رسنيو ونډه:

خبري رسنۍ، په تېره بيا، ټلويزيون په دې برخه کې ښه نقش لوبولی شي. خو کوم فلمونه، ډرامې او سپاټونه چې زموږ ټلويزونونه يې خپروي، له بده مرغه زموږ ماشومان له يوې ورځې نه بلې ته له ځانه پردي کوي.

د ماشومانو له پاره د ادبياتو د ايجاد او ودې په وړاندې چيلنجونه زيات دي. تر ټولو مهم يې د ماشوم معرفت دی.

د ماشوم پېژندګلوي:

که غواړو چې خپلو ماشومانو ته د هغوی له ‌ذوق، ضرورت او وړتيا سره سم ادبيات ايجاد کړو او کتابونه ورته وليکو، نو تر هرڅه له مخه بايد ماشوم وپېژنو- هم له بيولوژيکي لحاظه او هم د سايکالوژۍ له مخې.
د ماشوم د بيولوژيکي او رواني پېژندګلوۍ له پاره د ماشومتوب او زلميتوب يا تنکۍ ځوانۍ پر ځانګړتياوو پوهېدل په کار دي. د افغانستان په شرايطو کې ماشومتوب له زېږېدا څخه زلميتوب/ تنکۍ ځوانۍ پورې د يوه ماشوم عمر ته وايې چې ١٣ يا ١٤ کاله وخت نيسي. او د زلميتوب يا تنکۍ ځواني موده له ١٣ يا ١٤ کلنۍ څخه تر ١٨ کلنۍ پورې ده. د روس او امريکا په شرايطو کې، البته، دغه  موده له ١١ يا ١٢ کلنۍ څخه شروع کېږي. له دې امله چې دغه له ١٣/١٤کلنۍ څخه ١٨ کلنۍ پورې عمر يا موده پخې ځوانۍ ته د ورتېرېدا/ ورلېږدېدا مرحله ده، نو ځينې ارواپوهان/ سلوکپوهان يې په زلميتوب يا تنکۍ ځوانۍ کې شمېري.

د ماشومتوب مرحله ډېره زياته اوړېدونکې يا متحوله مرحله ده- ژر ژر بدلېږي؛ مثلاً: له تولد څخه تر دوو مياشتو پورې يو ماشوم يوازې بيولوژيکي ژوند لري- رواني ژوند يې يوازې د مورپه غېږې پورې محدود وي؛ عکس العملونه يې ډېر بطي وي؛ د مور په وړاندې احساسات ښيي؛ رنګونه پېژني او له رنګونو سره په تماس کې يې معرفتي عمليې وده کوي. د امريکا متحد ايالتونه د امريکا داسې ټلويزيوني چينلونه لري چې ماشومانو ته له متحرکو رنګونو سره پروګرامونه ښيي- متحرک رنګونه تر ساکنو هغو ښه وي.

ارواپوهان/ سلوکپوهان د ماشومتوب عمر پر بېلابېلو مرحلو وېشي؛ مثلاً: له تولد څخه تر يو کلنۍ، له يو کلنۍ څخه تر درې کلنۍ او له درې کلنۍ څخه تر پنځه يا شپږکلنۍ ( ښوونځي ته د شموليت تر مودې ) پورې مرحلو باندې. ماشوم په دغه هر يوه مرحله کې بېلابېلې ځانګړنې لري.

وړاندې مو د معرفتي عمليو خبره وکړه چې له رنګونو سره د ماشوم په تماس کې وده کوي. له معرفتي عمليو څخه مراد: ١. احساس ٢. ادراک  ٣. تفکر  ٤. حافظه او ٥. توجه ده.
 
١. احساس: دا هغه معرفتي عمليه ده چې د يوه شي يوازې يو اړخ ګوري؛ مثلاً: لېدل، کتل،....
٢. ادراک: هغه معرفتي عمليه ده چې د يوه شي په اړه څو اړخيز معلومات ترلاسه کوي.
٣. تفکر: دا يوه پرمختللې معرفتي عمليه ده. ځکه چې هم حسي ده او هم انتزاعي يا مجرده.
٤. حافظه: دا د فکر له پاره يو انبار دی.
٥. توجه: او دا يوه کړکۍ ده چې دغه انبار ته پرانيستې ده.

لومړنۍ درې سره معرفتي عمليې (احساس، ادراک، تفکر) اساسي حيثيت لري او وروستۍ دواړه  (حافظه او توجه) متمم. تخيل او عاطفه، البته، رواني عمليې دي- نه معرفتي.

زلميتوب/ تنکۍ ځواني:

زلمي/ تنکي ځوانان د احساس، ادراک، عاطفې او تخيل په مرحله کې ژوند کوي. ګډې لوبې ورته ډېره ګته رسوي. انفرادي يا منزوي لوبې يې کېدی شي ودې او پرمختيا ته تاوان ور واړوي. دا چې د لوبو سامان يې په وړاندې عکس العمل نه شي ښودلی نو له ځناورو سره لوبو ته سخت لېوال وي. ځکه خو د حاجي کامران او اسماعيل شاهد يا عالزېب مجاهد د ټوکو ټکالو او ملنډو په پرتله ورته د کوټي او ګيدړ ټوپکې او ترپکې ډېر خوند ورکوي.

د ماشوم د درک او پېژندنې طريقه:

د ماشوم د درک او پېژندنې يوه اغېزمنه طريقه دا ده چې طبيعي فضا او چاپېريال ورته جوړ شي. مثلاً: د لوبو سامان يې په واک کې ورکړی شي او له لرې يې ننداره وشي او وکتل شي چې څه وړ معامله ورسره کوي.

هيګل وايي چې لوبې د ماشوم په ژوند کې ډېر زيات اغېز لري. دی د ماشوم له پاره د لوبو تر ټولو ښه سامان هغه ګڼي چې ځنې مات شي. دی وايي چې که ماشوم د لوبو سامان ساتي نو د فکر کولو او خبرو کولو مهارتونه يې وده کوي. او که ځنې مات شي يا يې مات کړي نو د تدبير او احتياط تصور يې په ذهن کې راټوکېږي- پوښتنه ورته پيدا کېږي چې د لوبو سامان يې ولې مات شو؟

لنډه دا چې د ماشوم له ذوق، ضرورت او وړتيا سره سم ادبيات او کتابونه هغه مهال برابرولی شو چې ماشوم وپېږنو.

د کارپوهانو په عقيده يوازې غښتلي ادبيات کولی شي چې د ماشومانو او تنکيو ځوانانو په وړاندې د شته چيلنجونو او خطرونو مخه ونيسي .

يوه سپارښتنه:

د ماشومانو د ادبياتو د ودې او پرمختيا له پاره دې تر هر څه له مخه هغه ادبيات ترتيب، تدوين او تشريح کړی شي چې ماشومانو پخپله پنځولي دي. دا به د ماشومانو له پاره د ايجاد شويو ادبياتو د تاريخ مقدمه شي. تر دې وروسته دې بيا دغه تاريخ وليکل شي. زما په فکر دغه کار د ښاغلي اسد الله غضنفر له وسې پوره دی. زه هيله لرم چې هغوی به د دغسې يوه تاريخ په ليکلو سره د ماشومانو د ادبياتو قلمرو ته د ودې او پرمختيا په مخه يوه لويه کړکۍ خلاصه کړي.
 
يادونه:
برنۍ ليکنه په هغه سيمينار کې اورول شوې ده چې په کابل کې د جرمني فرهنګي مرکز، ميډيوټيک، د ٢٠٠٦ کال د می پر ٢٥مه نېټه د ماشومانو د ادبياتو په اړه جوړ کړی وو.