استاد پژواک د شعر نقد ګنا ګڼلې
د شعر په باره کې د استاد د خبرې مثبت تأثر پر خپل ځای. خو زه يې منفي هغه هم د پوره تأمل وړ ګڼـم. د انګرېز اديب، کالريج، په قول شعر يوه آفاقي او الهامي تجربه ده. که په دې هنداره کې ورته وګورو نو وينو چې موږ ډېر لږ داسې شاعران لرو چې هغوی دې د خپل انفسي معرفت او کيفيت پر بنسټ آفاقي يا لږ تر لږه بين الافغاني شاعري کړې وي.
د شعر په اړه د ادبپوهانو او نقادانو له څرګندونو څخه جوتېږي چې هغه د يوې آفاقي او الهامي تجربې په توګه له شاعر څخه لوړ تخيل، سندريزه ژبه او د کائناتو، په تېره بيا د انساني فطرت، ژوره مطالعه او مشاهده غواړي. او چې په دې تناظر کې ورته ګورو، ښاغلی حيات الله ستومان شاعرانه ژبه او خيال دواړه لري. لا خو تنکی زلمی دی. څومره چې دی پخېږي، هومره به يې ورسره په خيال او ژبه کې هم قوت او رفعت پيدا کېږي. پاتې شوه د کائناتو، په تېره بيا د انساني فطرت، ژوره مطالعه او مشاهده- دا نو د خوشحال بابا په وينا له بنيادم څخه د زړه توجه يا په بله ژبه په ټولو حواسو او ادراکاتو کې توحيد او تمرکز غواړي چې زه يې اول ځان او بيا درست جهان ته په زړه کې هيله لرم.
په پای کې ښاغلي حيات الله ته د هغه د شعر په باره کې د هغه د محبوب خبره د خپل عمومي تأثر په توګه وريادوم چې ورته کړې يې ده:
سـتومانه، دا دې پر ما پـور وګـڼـه
نن مې د لنډې زنې خال مه غواړه.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يادونه: دا ليکنه مې په ٢٠٠٤ کال کې د ښاغلي حيات الله ستومان د شعرونو د مسودې تر لوستلو وروسته کړې وه. دغه مسوده په ٢٠٠٥ کال کې زما له دغې ليکنې سره چاپ شوې ده. نوم يې دی: ((چې د سالو پيڅکه يې باد يووړله)). د ليکنې عنوان او په متن کې يو ه نيمه کلمه، البته، بدله شوې ده.