په ١٩٩٠ کال کې مې په پېښور کې د افغانستان د مجاهدينو د عبوري حکومت د پوهنې وزارت په مطبعه کې د خطاط په توګه کار کاوه. يو ځل د نوموړي حکومت د سترې محکمې مجله چې ((قضاء)) نومېده، د چاپ له پاره مطبعې ته راوړل شوه. مشهور مطبوعاتي شفيق وجدان يې د چاپ چارې سنبالولې. د مجلې په يوه مخ کې د يوه تش ځای د تورولو يا ډکولو راته وويل شول. ما د خپل غزل يو بيت په کې وليکه. مجله چاپ شوه. خو ډېر ژر په دې دليل چې ګنې د ډاکټر نجيب الله په رژيم کې د قومونو او قبايلو د چارو د وزير سليمان لايق شعر په کې چاپ شوی، مصادره کړی شوه. زما هغه بيت چې ښاغلي لايق ته يې نسبت شوی وو، دا وو:
دا ټکڼۍ غــرمه به هم ملـګرو
لکه د نورو په زوال تېره شي.
د سترې محکمې د چارواکيو په ګومان، دا چې په بيت کې د ((ملګرو)) کلمه راغلې ده، نو بويه چې د لايق دی!
څه به مو سر خوږوم، خو مجله د بيا چاپ له پاره بېرته مطبعې ته راغله او دا ځل يې بيا هم ما ته وويل چې د هغه بيت ير ځای دې څه بل شی په کې وليکم. ما ورته کړه چې له ما نه، خدای مه کړه، خبره بيا چېرته خرابه نه شي! خو هغوی راته وويل چې کوښښ دې وکړم چې را څخه خرابه نه شي. دغه وخت د رحمان بابا دا لاندې بيت را په ياد شو او له واره مې په کې وليکه:
دلتـه دم او قـدم دواړه په حساب دي
پل غلط له لارې مه ږده بې حسـابه.
لنډه دا چې د مجلې هغه ګڼه بېرته له سره چاپ شوه. دا ښايي د قضاء مجلې دوه يمه ګڼه وه.
د مجاهدينو د عبوري حکومت سترې محکمې په خپل شا و خوا درې کلن عمر کې د دغې مجلې يوازې دوه ګڼې کړې دي. د يادونې وړ ده چې د سترې محکمې رئيس يا قاضی القضات پير سيد احمد ګيلاني وو. د ځينو خلکو په ګومان پير صاحب په هېواد کې د ډيموکراسۍ د داعيې يو زبردست حامي دی!