خاطرې


مجله مصادره شوه

په ١٩٩٠ کال کې مې په پېښور کې د افغانستان د مجاهدينو د عبوري حکومت د پوهنې وزارت په مطبعه کې د خطاط په توګه کار کاوه. يو ځل د نوموړي حکومت د سترې محکمې مجله چې ((قضاء)) نومېده، د چاپ له پاره مطبعې ته راوړل شوه. مشهور مطبوعاتي شفيق وجدان يې د چاپ چارې سنبالولې. د مجلې په يوه مخ کې د يوه تش ځای د تورولو يا ډکولو راته وويل شول. ما د خپل غزل يو بيت په کې وليکه. مجله چاپ شوه. خو ډېر ژر په دې دليل چې ګنې د ډاکټر نجيب الله په رژيم کې د قومونو او قبايلو د چارو د وزير سليمان لايق شعر په کې چاپ شوی

28.08.2006 – arghawan

‍
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more