دا خبره چې د شعر ژبه له عادي هغې سره توپير لري، نوې نه ده. زموږ د پخواني شعر ژبه هم د هغه وخت د عادي ژبې غوندې نه ده. د بايزيد روښان د خير البيان ژبه او د ارزاني د کليات يا مرزا د ديوان ژبه د دې خبرې جوته بېلګه ده.

د شعر نوښت يوازې د شکل نوښت لره نه وايي. دې برخه کې بنسټي او ټاکونکی نقش د مضمون دی. مضمون چې زوړ وي، يوازې د قافيې له قيده وتنه د ذوق تنده نه شي ماتولی.

له نوښت او بدلون سره حساسيت يا مخالفت د بنيادم خاصيت دی. خصوصا، وروسته پاتې ټولنې د نوښت او بدلون مننې ته په ګرانه تيارېږي.

شعر باندې د پوهېدا برخه کې ستونزه کېدی شي هم د شاعر ژبه کې وي او هم د لوستونکي د پوهاوي کچه کې. خو زياتره د شاعر ژبه ستونزمنه وي. دی غواړي خپل محسوسات او عاطفي کيفيتونه راته بيان کړي. د تخييل عمليه چټکه وي او د تفکير سسته. د تخيل د بيان له پاره زموږ ژبه معمولا محدوده ده. په محدوده او زړه ژبه نوي مضامين او مفاهيم بيانول د ارائې انداز کړکېچنوي. د ژبې زړښت دې لار کې لوی خنډ دی. مجبور يو ژبه نوې کړو. دا خبره چې څنګه يې نوې کړو- کړاوجنه ده. که د ژبې نوي کولو کې قواعد او مناسبتونه له پامه ونه غورځوو، کلام کې غوټه او پېچلتيا نه پيدا کېږي.

له زړو فکرونو سره پرېکون طبعا معارکة الآراء وي-  مهارت غواړي. مهارت يې دا دی چې نوې پديده به له زړې سره ضرور څه رابطه خوندي ساتي.

له کلاسک ادب او زړې ژبې سره مقاطعه ناشونې ده. يوازې د ژبې د کارولو لوری بدلولی شو. همدغه زاړه ژبني عناصر او همدغه زړې ژبنۍ افادې به کاروو. د دوی د کارولو په وخت کې به د دوی تر منځ د نويو اړيکيو وجود او ايجاد باندې فکر او غور کوو. دغه اړيکي کېدی شي ژورې وي- کېدی شي برسېرنې وي. خو نوې به خامخا وي. ضروري نه ده چې هر مجاز دې خرافات وي. دغه اسطورې او اساطير چې موږ يې نن خرافات ګڼو، زموږ د اناوو او نيکونو پوهه او معرفت دی. زموږ اوسنی معرفت چې دا وخت ورباندې وياړو، زموږ راتلونکي نسلونه يې ښايي همدغه وړ خرافات او توهمات وبولي. د خرافاتو مهمه ځانګړنه يوازې بې منطقيتوب نه دی- بې بنسټيتوب هم دی.

که شعر او ادب فقط او فقط له خرافاتو او توهماتو رغېدلی شی وګڼو، د بشريت له روح او وجدان سره به زياتی کوو. د حمزه بابا په وينا، ښه يمه که بد يمه پر تا باندې تاوان يمه. له دغو اساطيري او په اصطلاح خرافاتي تجربو څخه د خوښۍ او اسانه پوهاوي له پاره شعر کې استفاده کوو.

د عرب معاصر کره کتونکي ادونيس دا وينا چې نوې شعري تجربې له زړو هغو سره په امتداد کې نه- بلکې له هغو سره د پرېکون نتيجه کې رامنځ ته کېږي، د تأمل خبره ده. زما په فکر، له زړو هغو سره مقاطعه ناشونې ده. مګر بدلون په کې طبيعي دی. له نوښت او ابداع سره د پېچلتيا له کبله نه-  د نابلدتيا له کبله مخالفت کېږي چې دا کار زموږ د عادت له کبله کېږي. د عادت بدلون د سلوک له بدلون سره تړاو لري او د سلوک بدلون احساسي، نفسياتي، او فکري بدلون غواړي.