د ډيموکراسۍ له برکته چې د څه شي پرېماني ده، هغه خبري رسنۍ دي ـ د پرمختيا د حجم پر پرتله مو د اخبارونه، مجلې، راډيوګانې او ټلويزيونونه  ډېر دي او درګرده ډېرېږي پسې. خو که رښتينې ارزونه يې وشي، نو جوته به شي چې تر خير يې شر زيات دی. 

له ډېره وخته دې ته فکر وړی وم چې زموږ پر خبري رسنيو خدای زده څه چل شوی چې دنيا ورباندې ټرت قيامت شوې او د ويلو څه نه لري. تر څه فکر او غور وروسته دې نتيجې ته ورسېدم چې يا خو موږ بې مسلکه يو ـ يا له مسلک سره تعهد نه لرو ـ او يا خپل ملي ارزښتونه او ګټې وټې نه پېژنو ـ د چا خبره، تر وېش په تالا خوښ يو.

خپله يوه تجربه مې را ياده شوه. ما يو وخت په يوه راډيو کې کار کاوه. د دري برخې له همکارې سره يوځای د يوې پېښې په ثبتولو پسې د کورنيو چارو وزارت ته ولاړم. پېښه څه وه، خو د انسان يو لاش يې  رسنيو ته ښوده چې د لرغونی وو او د هېواد په شمال، بدخشان يا تخار، کې يې له قاچاقچيانو څخه چې بهر ته يې لېږداوه، نيولی وو. د موضوع په اړه معلومات جنرال جميل جنبش ورکول. ښاغلی جنبش هغه مهال د کورنيو چارو په وزارت کې د ترهګرۍ او مخدرو موادو پر ضد د مبارزې رييس وو. موږ چې کله راډيو ته ولاړو، نو خپل خپل رپورتونه مو ورباندې وليکل. زما د دري برخې همکارې په خپل رپورټ کې ليکلي وو چې قاچاقچيانو هغه لاش پاکستان ته لېږداوه. پوښتنه مې ځنې وکړه چې جنرال جنبش خو د پاکستان نوم نه دی اخيستی ـ تاسو څنګه وپوهېدۍ چې هغه يې د پېښې ځای ته ورڅېرمه تاجکستان ته نه، بلکې پاکستان ته ووړ؟! زما همکارې ما ته وويل چې زه لا په ژورناليزم کې هغه بريد ته نه يم رسېدلی چې د چارواکيو په رموز دې داسې په اسانه وپوهېږم!

له دې سره سره چې د ملي امنيت د عمومي رياست د وياند ښاغلي سعيد انصاري په وينا، هغوی هېڅ  يوې رسنۍ ته نه دي ويلي چې د دولت د چارو د ادارې وياند او د امن جرګې د مجلې مسؤول مدير ښاغلی آصف ننګ ګنې د پاکستان له څارګرې ادارې آی ايس آی سره د تړاو په تور نيول شوى. خو زموږ رسنيو په دې ورځو کې په ډېر ظالمانه ډول د هېواد د یوه وتلي ليکوال شخصيت او تماميت ته د زيان اړولو هڅه کړې ده.

د ښاغلي انصاري په وينا، د ملي امنيت عمومي رياست لا د ښاغلي ننګ په اړه خپلې څېړنې نه دي بشپړې کړې. د حيرانتيا خبره ده چې زموږ دغه لنډ پارې رسنۍ د ملي امنيت په راز او رموز وار له مخکې څنګه پوهېدلې دي چې ښاغلی ننګ ګواګې د پاکستان د څارګرې ادرې ځری دی؟ دا چې د دولت د چارو د ادرې مشر ډاکټر فاروق وردګ د ښاغلي ننګ ننګه کوي، باور دی چې د ملي امنيت عمومي رياست به د ښاغلي ننګ قضيه ډېر ژر روښانه کړي.

عجبه خبره ده؛ مقاله يې د ايراني ليکوال او ژباړونکي پويا جعفري خپره کړې او تور ورباندې د پاکستان له آی ايس آی سره د اړيکيو لرلو لګېدلی دی!

هيله ده چې زموږ رسنۍ لږ تر لږه مسلکي غوښتنو ته پام وکړي او پر هېوادوالو، په تېره بيا پر منورو ځوانانو او فرهنګيانو له تورونو لګولو ډډه وکړي. له دې کار سره د وطن معنوي پانګې ته سخت زيان رسېږي او زموږ وران ويجاړ وطن نور د دغه وړ زيانونو زغم نه لري.

د هېواد د فرهنګيانو او منورو خلکو له نظره آصف ننګ يوازې يو ليکوال دی او بس!