لاندې ليکنه په جانان وېبلاګ کې د طرحه شويو پوښتنو په ځواب کې شوې ده؛ ډېر کم تغيير البته په کې راغلی دی. پوښتنې دا دي:

 دا سمه ده چې شعر ليكل يو څو كسانو ته پرېږدو او نور نثر ليكنې ته مخه كړو؟
 ايا دا دوه درې كسان به وكولی شي د ټولنې د هرې كټګورۍ ذوق خړوب كړي؟
 ايا هغه كسان چې اوس ښه شعر نه شي ليكي داسې امكان نه شته چې د سبا ورځې نوموتي  شاعران شي؟
 ايا د دغو وتليو شاعرانو شعرونه له اول نه همدومره پاخه وو؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اعوذ بالله من الشيطن الرجيم. بسم الله الرحمن الرحيم. پر يو څو کسانو خو څه وحيې نه ده راغلې چې شاعري دې هغوی ته پرېږدو او موږ دې ورته بس يوازې لاسونه پړکوو. شمسزی صاحب، شعر د هيچا ځانګړی ملکيت نه دی. په منلو او نه منلو کې يې تر شاعر زياته د موسيقار او لوستونکي/اورېدونکي برخه ده. د ښاغلي عبدالباري جهاني دا شعر چې وايي:

دا د کومې پيالې بنګ دي چې نشې په کې مستېږي
دا د کومې نغمې شرنګ دی چې شهباز په کې نڅېږي.

که ښاغلی ناشناس يې درباندې د موسيقۍ په زور وا نه وري نو د يو ښه شاعر په توګه د ښاغلي جهاني نقش په کې بېخی کم بلکې د نشت برابر دی. نه په کې څه شاعرانه خيال شته- نه څه فکر او نه څه وجداني او عاطفي کيفيت. په لومړۍ مسره کې د ((بنګو)) په پرتله ((پیالې)) ته اهميت ورکول فقط يو ډول برسېرن ليد او لنډپاری دی- نه نوښت يا کومه عرفاني تجربه. او د نشې مستېدل يې لا يوه بله ګوښې ناشولته. او په دويمه مسره کې مو مګر پخپله ناشناس د رباب په هغه يوه نغمه وپوهوي چې بې شهبازه غږول کېږي! شهباز خو په هره نغمه ناڅي- او چې په هره نغمه ناڅي نو بيا يې په پوښتنه کې خوند څه خبرې دی؟! د جهاني صاحب دغه نظم درست سره له دغه وړ پيراډاګس نه مالامال دی.

لوستونکی/اورېدونکی چې د شاعر کلام ته مخه ور نه کا نو بويه چې هېڅ دی. يو ځل را څخه د کاروان صاحب د دا لاندې شعر په اړه چې وايي:
 

مګر تېر يې پر سر باندې سپين د ذوق سرکش بازان شي
د کاروان د غزل غرونه تر آسمانه پورې دنګ دي.

چا پوښتنه وکړه. ما ورته وويل چې شاعر غوښتي د خپلې وينا قوت، صلابت او رفعت راوښيي. هغه راته کړه چې د ذوق باز څه ته وايي؟ د ذوق سپين باز څه شی دی؟ او د ذوق سپين سرکش باز يې لا کوم ډول باز وي؟ ما ورته وویل چې درې واړه يوه خبره ده ـ يعنې يو سپين باز. نو هغه راته وويل چې ((سپين باز)) خو يو ثقافتي مفهوم او ارزښت دی چې دلته يې څه تناسب او تلازم نشته. او که د شاعر مراد يوازې د باز بڼه وي چې سپينه ده نو بيا تور، خړ يا کوم بل رنګ ولې نه يادوي؟! زه پوه شوم چې د سړي سر په خبره نه خلاصېږي نو غلی شوم. هغه دا هم وويل: د کاروان صاحب د غزل غرونه چې تر آسمانه پورې دنګ دي نو بيا خو د دغو غرونو او آسمان ترمنځ واټن ختم دی- او چې ختم دی نو د دوی په وينا دغه ((سپين د ذوق سرکش بازان)) به د دوی د غزل پر غرونو څنګه وراوړي؟! ما ورته وويل داسې به وراوړي لکه د جهاني صاحب شعر چې د ډاکټر اکبر اکبر پر شعر پښه ورواړوله- د ملي سرود د ارزونې کمېټې ورته به غټو غټو کتل او کرزي صاحب هغه د ملي سرود په توګه ومانه. هغه به خدای زده چې نور څه څه ويل. خو زه ورته تېری بد ورګی شوم او ورته ومې ويل چې هر څه کوې، کوه يې ـ خو په شعر کې به لغتې نه وهې! هغه راته په نرمه ژبه وويل چې د کاروان صاحب د شعر لوستونکی دی- څاروی نه دی. هغه زياته کړه چې زما او د کاروان صاحب ذاتي نوکر نه دی چې خپله رايه به نه لري او تش تور زموږ خولې ته به ګوري. دې ښاغلي دا هم وويل چې د شعر د لوستونکي/اورېدونکي په توګه د شاعر په پنځونو کې ونډه لري. د خپلې خبرې د دليل په توګه يې د شاه سعود د يوه غزل دا لاندې بيت ولوست:

زه هم شريک يم په کې، ورسره برخه لرم
پر زنه شنه خالونه، تش د جانان خو نه دي.

يوازې يو څو کسان د ټول ولس ذوق هېڅکله نه شي خړوبولی. که داسې کېدلای شوای نو خبره تر موږ نه رارسېده. ځوانان دې وار و پار نه خطا کوي. استاد شپون، غضنفر، نجيب منلی او يا کوم يو بل ښاغلی چې وايي شعر پرېږدۍ- نثر وليکۍ- دا خبره تر دوی ډېر پخوا رښتين صاحب رحمت الله عليه کړې ده. هغوی ويلي چې شاعري په خوشحال، رحمان او حميد رحمت الله عليهم ختمه ده- نثر وليکۍ نثر!! نو که ځوانان دغه سپارښتنه مني نو له رښتين صاحب سره يې دې ومني چې د ټولو استاد دی. او چې د رشتين صاحب خبره ومني نو بيا د هغو دوو يا درېوو کسانو شاعري هم ابته کېږي چې استاد شپون، غضنفر او منلی اوسنۍ شاعري يوازې د هغوی حق ګڼي.

مشهور مستشرق مارګيستيرن ويلي: پښتانه چې لنډۍ او خوشحال لري نو د خپلې ژبې او ادب د ميراتېدا وېره دې نه کوي. په دې حساب د شعر نهايي هدف تر لاسه شوی- خوشحال بابا او لندۍ کافي شافي دي او تر خوشحال بابا راوروسته دغه ټول شاعران فالتو!

فقط مشق او ممارست او د دروېش دراني په وينا يو څه شديد انتظار ځنې غواړي چې يو څوک دې ښه شاعري وکړي. خوشحال بابا فرمايي:

چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي
چا ويل چې په درياب کې ګوهر نشته.

دغو ټولو شاعرانو چې نوموتي/ نوميالي درته ښکاري له خاړپوڅو بلکې د شعر له غېږې پيل کړی او اوسني قد و قامت ته رسېدلي دي. او له دا ټول قد وقامت سره سره يې داسې شعرونه ويلي/ليکلي چې دوه ټکې نه ارزي. مثالونه يې د ښاغلي جهاني او کاروان هغه بيتونه دي چې بر يې په اړه لږ څه خبرې وشوې. هېره دې نه کړو چې کاروان او جهاني دواړه د پښتو ژبې ښاغلي او منلي شاعران دي. مګر چې ځينې شعرونه يې منلي نه دي دا يوه فطرتي خبره ده. الفت صاحب رحمت الله عليه فرمايي:

ميندې راوړي ډېر زامن، ډېر اولادونه
يو يا دوه يې افلاتون يا سکندر شي.

ما ته په جانان وېبلاګ کې د ښاغلي شمسزي د طرحه کړيو پوښتنو هغه اصلي ماجرا درسته معلومه ده. دا د استاد شپون، غضنفر او منلي ګډ ميشن دی چې خلک پر نثر ورګرم کړي. ما ورسره څومره چې له ما پوره ده خپل مخالفت ښکاره ناره د بهير په غونډو کې کړی دی. د دغو ښاغليو د نومونو له ليکلو مې هدف دا وو چې د نظر خاوندان يې د سپارښتنې په اړه په احتياط قلمونه وچلوي او ځوانان مو د مشرانو په وړاندې له جايز جرات او جسارت نه کار واخلي. او د شپون صاحب توصيه هم موږ ته مدام همدغه ده چې زړور دې وو. نو خفه کېږۍ به نه. زړونه مو که ډېر راسره تنګ شوي وي، درځۍ چېرته يوه بله جانانه ډله جوړه کړۍ. اختلاف د امت رحمت دی. وطن شکر دی پراخ دی ـ چې زغم ولرو ټول په کې ځايېږو!