يه د رنځور حسن مېرمنې، سپېلنی دې شمه
مه کېنه داسې لاس تر زنې، سپېلنی دې شمه
ستا د ښايست د لېوني خمار په تمه- تمه
شوم سودايي د بنګو ونې، سپېلنی دې شمه
څومره بېباکه يې دا ستا پاکه لمن نيولې
ځواني مې ګورې غنې- غنې! سپېلنی دې شمه
راځه د عشق په جزيره کې له دا هر څه لرې
خپلې کېږدۍ کړو چېرته پلنې، سپېلنی دې شمه
پرېږده چې اور واخلم، لمبه شمه، لوخړه شمه
سترګې راواړوه خوږلنې، سپېلنی دې شمه
نثاره ورشه، ورته ووايه صفا ټکيو کې
اندېښنه مه کوه د بنې، سپېلنی دې شمه.