-----------------------------------------------------------------------------------------------------------
دا مرکه راسره د ١٩٩٤ کال په وروستي پار کې ښاغلي پير محمد کاروان کړې ده. هغه غوښته چې په ډيوه کې يې خپره کړي. خو زما د ناغېړۍ له کبله هغه مهال له چاپه پاتې شوه.
-----------------------------------------------------------------------------------------------------------

پوښتنه:
شعر ستاسو له نظره څه مفهوم لري؟ تاسې ولې شعر ليکئ؟

ځواب:
د شعر مفهوم د انسان د ژوندانه ښکلي کول دي. د انسان د ژوندانه ښکلا د انسان د نوغې په احساساتو کې له پيوستون سره تړلې ده. په دې برخه کې لوی نقش ادب لوبولی شي او شعر د ادب يو لويه برخه ده. له دې کبله چې شعر راته د اظهار اغېزمنه لار ښکاري نو ځکه يې ليکم.
خوږه وروره، کاروانه؛ خبره دا ده چې زه هم ستا په شان د ښکلا د پيرانوپير مريد يم. څوک چې راته سبا بېګا د هغه حسن ستايي هومره زيات مې خوښېږي چې له ډېرې مينې يې شاعر بولم. د دې له پاره چې زه هم د چا خوښ شم او شاعر راته ووايي نو د همدغه پيرانوپير په باره کې، چې اصلي نوم يې عشق دی، څه ماتې ګوډې خبرې لرم او کله کله يې ليکم.

پوښتنه:
په کوم شکل (فورم) کې مو شعر ليکل خوښېږي او ولې؟

ځواب:
زما شعر خوښ دی؛ که هغه په هر شکل او فورم کې وي. زه خپله خو غزل ليکم. خو د دې خبرې معنا دا نه ده چې ګنې غزل مې خوښ دی او د شعر نور ټولګي نه! البته، د شعر نور ډولونه په يښتو کې لا څه چې په عربي او اردو کې هم تر اوسه له غزل سره سيالي نه شي کولی. پر غزل سربېره مې يوه نيمه څلوريزه، قطعه، آزاد شعر، او مقيد شعر هم ليکلی دی. شکل يا فارم زموږ د محسوساتو او مکنوناتو د اظهار په مزاج پورې اړه لري. زه داسې ګڼم چې زما د محسوساتو او مکنوناتو د اظهار مزاج راځنې د غزل په فورم کې د هغو خوندي کول غواړي.

پوښتنه:
د پښتو د آزاد شعر په باره کې څه نظر لرئ؟

ځواب:
له مخه مې وويل چې زما شعر خوښ دی؛ که هغه په هر فورم کې وي. خو چې خيال په کې نازک وي؛ مضمون يې نوی او اوچت وي؛ ژبه يې شاعرانه او ځانګړې وي او ورسره ورسره لفظي او معنايي آهنګ ولري. خو که دغه ښېګڼې ونه لري نو بيا ورڅخه د اخون صاحب (دروېزه) نثر په مراتبو شرف لري؛ که نور څه نه وي نو لرغونی خو دی کنه. او د محتوا له پلوه له دې امله چې زياتره فقهي مسألې دي، سپېڅلی هم دی.

پوښتنه:
ځينې کسان وايي چې شعرونه ډېرو شاعرانو ويلي دي؛ شعرونه بس کړئ او نثر ته مخه کړئ. په دې باب څه نظر لرئ؟

د ځينې کسانو به د شعر په پرتله له نثر سره مينه زياته وي چې زه ورته په درنه سترګه ګورم. خو دا خبره راته- چې شعرونه بس دی- هسې بوس بادول ښکاري او له بوسو بادولو چا ته دانه لاس ته نه ورځي.
کاروان صاحب، ځينې کسان به هرڅه وايي خو پر موږ څۀ ټکه نه ده راپرېوتې چې خامخا به يې ورسره منو. دا د ذوق خبره ده. څوک به شعر ليکي- څوک به نثر. څوک چې کوم کار ښه کولی شي هغه دې کوي.
هغه ښاغلي چې وايي شعرونه بس دی- او د نثر ليکلو توصيه کوي، ښايي رشيد بيان او بېلګې يې هم شعر ګڼي. خو که دغه وړ موزونې او منظومې ويناګانې له شاعرۍ نه نفي کړو- بخښنه غواړم- که شاعري ځنې نفي کړو نو بيا خو له امير کروړ رحمت الله عليه څخه نيولې تر بازمحمد عابد پورې درست شاعران مو د پښتو شعر عشره مبشره نه شي پوره کولی او يا يې په ګرانه پوره کوي.
هيله لرم چې دغه ښاغلي په يښتو کې د نثر د کمي تر خوا خوا د شعر کمی هم احساس کړي!

پوښتنه:
پښتو شعري بهير د دنيا د شعر په څنګ کې څه ډول ارزيابي کوئ؟

که د شکل او فورم په حساب يې سره ګز و ګام کړو نو که خير وي ورپسې جوخت روان يو. سپين شعر، آزاد شعر، هايکوګانې، ... او داسې نور هرڅه لګيا يو ليکو. خو که د خيال او فکر د آفاقيت له مخې خبره کوو نو بيا خو چې څومره د ژوند په نورو اړخونو کې د نيا له بهيره شاته پاته يو، دغه شان مو شاعري هم درواخلئ. البته، د خوشحال بابا، کاظم خان شيدا، حمزه بابا، غني خان، عبد الرحيم مجذوب، محمد صديق پسرلی او احتمالا کوم يوه بل ځينې شعرونه شته چې لوړ آفاقي پيغامونه لري. خو درېغه چې د ګوتو په شمار نه وی!

پوښتنه:
د ((ډيوه)) مجلې په باب څه نظرونه او وړانديزونه لرئ؟

ډيوه ښکلې مجله ده. پرله پسې مې ګوتو ته نه ده راغلې. خو ايمل پسرلی پېژنم؛ د ښه ذوق خاوند دی. ښايستوکی قلم لري. هيله لرم چې ډيوه به د هغه په مديريت کې د پښتو او پښتنو د ژوند د تپو تيارو په روڼولو کې پوره ونډه واخلي.
په آخر کې دومره عرض کوم چې لاندې بيت دومره زور خدای ږو که لري چې د دغې مجلې د هر ې ګڼې پر پښتۍ دې پرله پسې چاپ شي:
تورتمونه دي هر خوا ته، سترګور هم شو بې سترګو
خو که لاس و پښې وهي څوک، ډيوه لرې پرته نه ده.
دغه راز، د ډيوې په تېره يوه ګڼه کې راغلي چې ((آريانا چېرته وه؟)) زه وايم چې چېرته وه، وه به. اوس د افغانستان د کيسې سر تاوول په کار دي چې پلاټ يې درګرده شلمېږي پسې او انجام يې طلبه کرامو ته هم نه دی معلوم. خو بس هسې په هسې په اتڼ ورګډ شوي دي!