کله چې د چا غرور ماتوې،

کله چې د چا د هيلو ماڼۍ ويجاړوې،

کله چې د چا د اميدونو ډيوه وژنې،

کله چې يوه چا باندې ځان ناجاڼه کوې،

کله چې حتی غوږونو کې د دې له پاره ګوتې ږدې چې د غرور د ماتېدا غږ يې وانه ورې،

او کله چې خدای وينې، مګر  د بنده پر وجود يې سترګې پټوې،

نو ووايه چې دغه وخت کې د خپلې نېکمرغۍ په مخه د دعا لاسونه کوم آسمان ته ورغزوې؟!