ادب که له حد نه زيات شي بې ادبي ده!!!

انجينير ستانه مير زهير

د دانش خپرندويه ټولنې په دفتر کې ناست وم ،په پښتو ژباړل شوی پخوانی مشهور اثر چې د بيا چاپ په ګاڼه سينګار شوی و ، لاس ته راغی . د تعامل سره سم مې لومړی تر هر څه دمخه د کتاب په عنوان سترګې ښخې کړې . ليکل شوي و : ګيتا نجلۍ ، ليکوال ټاګور ، ژباړن _ فاضل استاذ عبدالروف بينوا

سمد لاسه مې په ذهن کې وګرځيدل ، څومره بې انصافي شوې . اصلي ليکوال يوازې ټاګور ليکل شوی او ژباړن سره هغومره القاب کتار شوي دي . زه په پوره ډاډ ويلی شم که ارواښاد بينوا صيب ژوندی وای نو د خوشالۍ په ځای به له غوصې تک سور اوښتی وای . ځکه کله چې هغوي دا کتاب ژباړلی و نو په خپل لاس يې ورسره ليکلي و . مترجم _ عبدالروف بينوا اوس پوښتنه داده : ايا يو څو ک دا حق لري چې د بيا چاپ په وخت کې د اصل نسخې په خلاف دغه ډول زياتونې يا کمونې وکړي ؟ ايا دا په امانت دارۍ کې بې امانتي نه ده ؟ د کتاب په لومړي پوښ چې هر څه ليکل کيږي هغه د ليکوال په خپل لاس او د خپلې خوښې سره سم ليکل کيږي ، زما په نظر هيڅوک دا حق نه لري چې د کتاب د بيا چاپ په وخت کې د ليکوال د اصلي ليکنې کمونه يا زياتونه وکړي . بيا چاپ کوونکی يوازې په سريزه کې د ياداښت حق لري چې هر څه يې يې زړه غواړي ، په خلاص مټ يې وليکي ،خو په اصل کې لاس وهنه زما په اند هيڅ وخت جايز نه ده . . ځکه لوستونکی په هغه څه قضاوت کوي چې د کتاب پر مخ ليکل شوي دي او چې کله ګوري ليکوال دخپل نامه سره دومره القاب تړلي نو طبعي خبره ده چې هغه به د ځان ښوونې په ناروغی تورن کوي ، خو له بده مرغه ، له دې به نا خبره وي چې دا کار ليکوال نه بلکې ناشر کړی دی

(د افغان ادبي بهير د وېبپاڼې څخه په ډېره مننه)