غزل

حېران مومند

چې د غربت خېټه مړه ساتمه
بيا د اظهار ژبه وړه ساتمه

ستا بې رُخۍ سره بلها لويه شى
ګيله په زړۀ کښې که وړه ساتمه

کوؤم چې غېرو سره جنګ د تهذيب
زۀ به پښتون وجود تکړه ساتمه

دا خو بس ته يې ياران نوى نيسې
زه زړۀ کښې ستا مينه زړَه ساتمه

د خلکو زړونه رغوؤم مومنده
کۀ خپل زړګى ټکړه ټکړه ساتمه

٢٧/ ١/ ٢٠٠٣ء