د ژبو او ادب د تاريخ پوهان په دې عقيده دي چې په انساني ټولنه کې اول ولسي (فولکلور) شاعري مېنځ ته راغلې ده او بيا د ادب نور توکي په تدريج سره ايجاد شوي دي چې بيا د وخت او نظرياتو د بدلونونو سره د پرمختگونو په لړۍ کې د ادب موضوع د کاينات هومره پراخوالى موندلى او د همدې پرمختگ په تسلسل کې يو کايناتي حېثيت ترلاسه کړى دى. په دې حواله چې د نړيوال معاصر ادب په پراختيا نظر واچولى شي نو ناممکنه ده که څوک د سلگونو ژبو، قامونو، نظرياتو او عقيدو په مېنځ کې د خور وور ادب احاطه په يو کتاب يا څو کتابونو کې وکړى شي.

د ادب په دې پراخ مېدان او د انساني ژوند د تاريخ په تاو راتاو پړاوونو کې د فکرونو، انقلابونو، بدلونونو او پرمختگونو يو بهير دى چې د تېرو اثراتو يې هيچا څېړنه پاى ته نۀ ده رسولې او د راتلونکو يې څوک په اندازو لگولو نۀ دي ستړي شوي. يقيناً، تر څو چې ژوند وي دا بهير او تسلسل به هم وي.
 
دا هر څه بېلابېل اړخونه او هر اړخ د خپل تعريف او وضاحت لپاره ځانله بيل اصطلاحات لري. دا اصطلاحات نۀ چا جوړ کړي دي او نۀ بې ضرورته منځ ته راغلي دي. د هرې اصطلاح په شا خامخا يو تاريخ پروت دى چې د انساني فکر او ژوند ضرورتونه يې محسوس کړي او د دغه احساس له مخې يې وجود موندلى دى.
 
د مثال په توگه به واخلو چې ډېر کله د ځينو انسانانو ترمنځ څه داسې قدرونه مشترک وي چې د خلکو د پام وړ گرځي. داسې اشتراک يا مماثلت کله کله په خيالاتو کې هم پېدا کېږي. لکه کله د چا د ژبې يا قلم نه داسې خبره واورو يا ولولو چې زمونږ په لاشعور کې هم پرته وي نو بې ارادې مو د خولې نه وځي چې "دا سوچ خو ما هم کاوه" يا "دا خيال خو زما هم و."

زما د دې ليکنې موضوع هم دغه ده چې د مختلفو وختونو او يو وخت يا بېلابېلو ټولنو او ژبو د لکونو شاعرانو او شعرونو په بهير کې کله کله د خيالاتو د يو شان والي پېښې زمونږ مخې ته راشي نو دا پوښتنه راولاړېږي چې داسې ولې کېږي او په ادب کې د دې مقام څه دى.

د خيالاتو دې ډول يوشان والي ته په ادبي اصطلاح کې "توارد" يا "تلازمه خيالات" يا Association of Ideas وايي کوم چې د انسان د لاشعور د قانون له مخې په هره زمانه او هر چاپېريال کې امکان لري. په لغت کې د توارد تعريف داسې شوى دى:

 Occurrence of the same idea to two persons; Unintentionally inserting the sense of another’s verses in one’s own poems.

(ژباړه: د دوو تنو ذهن ته يو خيال راتلل؛ په غېر ارادي توگه د بل چا د شعر خيال په خپل شعر کې راوړل).

دا تعريف توارد په اصل کې په دوو ډولونو ويشي: اول دا چې دوو ذهنونو ته يو خيال ورشي. که هغه په مختلفو وختونو او ماحولونو او که په يوه زمانه او ماحول کې وي خو چې د يو بل د خيال نه خبر نۀ وي. د پښتو ژبې يو نامتو نقاد ارواښاد اياز داودزي په خپله يوه مرکه کې، چې په اوه ورځني "روشن پاکستان" کراچۍ کې خپره شوې وه، د توارد هم دا تعريف کړى دى. دا ډول توارد د شاعرانو په خيالاتو کې ډېر عام دى په دې وجه د نور وضاحت په ځاى د يو څو بېلگو په وړاندې کولو کفايت کوم. لومړى هغه شعرونه چې د يوې ټولنې، يوې ژبې او يو وخت مختلفو شاعرانو ويلي دي او توارد پکې شوى دى:

خوشحال خان خټک:
ستا د سپيو سره گرځم ستا کوڅه کې
گوندې ما ورسره گډ کړې په حساب

رحمان بابا:
هر چې ځان د يار په سپيو کې داخل کړي
نو هله به ورته وايم چې سړى دى

***

خوشحال خان خټک:
درست جهان دې درپسې تورې راواخلي
يو ويښتۀ به دې کوږ نۀ کا بې له خدايه

رحمان بابا:
چې الله درسره مل نۀ وي رحمانه
که لښکرې درسره وي يک تنها يې

***

رحمان بابا:
دا جهان دى خداى له عشقه پېدا کړى
د جمله و مخلوقاتو پلار دى دا

 

مصري خان گگياڼى:
پېدايش واړه له عشقه دى اى مصره!
په معنٰى دى عشق د کُل عالم ابا


او يوه بېلگه د معاصرو شاعرانو د شعرونو:

ميا محمد اسلام نگار:
خلک سپوږمۍ ته شو اوچت په ارادو کې د مريخ
فکر د صحن تر بلۍ، نۀ تا وکړو نۀ ما

باچا زاده حېران:
نور قامونه لاړل وختل سپوږمۍ ته
لا تراوسه پورې وران دى د افغان کور

سيد اغا مياخېل:
خلق لگيا دي په سپوږمۍ ابادوي ملکونه
زمونږ مشرانو لا په ارگ باندې نمبر ايښى دى


او يو څو بېلگې د هغو شعرونو چې په مختلو زمانو، ژبو، ماحولونو او کلتورونو کې مختلفو شاعرانو ويلي دي:

خوشحال خان خټک:
د ښۀ مخ په ننداره کې خېريت دى
که زما له لوري چار نۀ شي خرابه

طاهر کلاچوي:
چې په زړۀ کې دې څۀ عېب نۀ وي ناصحه
ښکلي مخ ته په کتو کې گناه نشته

***

خوشحال خان خټک:
معجزه چې د احياء ده، په دوه لب يې
لاس په لاس د مسيحا له لاسه يوړۀ

مرزا غالب:
مرگيا صدمۀ يک جنبش لب سى غالب
ناتوانى سى حريف دم عيسٰى نه هوا

***

خوشحال خان خټک:
د تقوٰى په کاروبار ښۀ خبردار يم
ولې څۀ کړم چې نصيب مې گمراهي شو

مرزا غالب:
جانتا هون ثواب، طاعت و زهد
پر طبيعت ادهر نهين آتى

***

د توارد د تعريف دويمه برخه (په غېر ارادي توگه د بل چا د شعر خيال په خپل شعر کې راوړل) داسې راښيي چې که بالفرض مونږ يو خيال يا د يو چا احساسات چرته پخوا لوستي وي او د لاشعور په گودام کې خوندي شوي وي او څه موده وروسته يې په خپل تخليق کې داسې راوړو چې د دغه خيال وړاندينى تخليق مو په ياد نۀ وي او په خپل تخليق کې د بل چا خيالات راوړل يا دغه مخصوص خيال ځاى کولو ته مو اراده هم نۀ وي نو دا دويم ډول توارد گڼل کېږي. د دې مطلب دا نۀ دى چې مونږ اولنى خيال غلا کړى دى بلکې د هغه خيال اثر په مونږ دومره زيات دى چې زمونږ په لاشعور کې يې ځانله پوخ ځاى جوړ کړى دى او که هر څو زمونږ ذهن هېر کړى دى خو د هغې اغېز دومره پياوړى دى چې لاشعور يې يو ځل بيا زمونږ د خپل تخليق برخه جوړول غواړي. د بېلگې په توگه خوشحال خان خټک وايي:
تخم شته، هم زمکه هم قلبه لرې تياره
هر اسباب دې جوړ دى ولې نۀ کړې د کار ذکر


علامه اقبال، چې د خوشحال خان خټک نه ډېر زيات متاثر و او د هغۀ ژوره مطالعه يې کړې وه، همدا خبره په خپل يو شعر کې داسې راوړې ده:
موسم اچها، پانى وافر، مټى بهى زرخيز
جس نى اپنا کهيت نه سينچا وه کيسا دهقان


د دې ډول توارد د نورو مثالونو د بيانولو نه وړاندې غواړم چې د تلازمۀ خيالات د اصطلاح لږه تشريح هم وکړم.

د "تلازمۀ خيالات" دا اصطلاح په لومړي ځل مشهور انگرېز اديب کالرج (Samuel Taylor Coleridge) (١٧٧٢-١٨٣٤ء) د ارسطو په حواله استعمال کړې ده. هغه د ارسطو په حواله د دې تشريح داسې کوي چې کله خيالات يا تاثرات په ذهن کې جمع کېږي نو په دوى کې د يو بل د يادولو يا د يو شي د جزؤ په يادېدو سره د هغۀ د کُلي تصور د راتلو يو قوت پېدا کېږي. نو د يو خيال سره د بل خيال د رايادېدو په لړ کې ارسطو د پينځو حالتونو يادونه کوي، چې دا دي:

لومړى د زمانې تړون، که هغه مخکې وي که وروسته (لکه په يو وخت ډېر شيان په پرله پسې توگه په يو بل پسې ليدل).

دويم د ځاى تړون (لکه په يوه ثانيه کې د  ډېرو شيانو په يو ځاى يا خوا تر خوا ليدل).

درېم د علت او معلول د يو بل سره تړون (لکه د علت په ليدلو د معلول يادېدل يا د معلول په ليدلو د علت رايادېدل).

څلورم د ډېرو شيانو د يو بل سره مشابهت راتلل.

پينځم تضاد (يعنې د ډېرو شيانو ترمېنځه د ظاهري مشابهت سره سره تضاد پېدا کېدل).

د تلازمۀ خيالات د پورتني وضاحت او حالتونو نه رامعلومېږي چې دا هم توارد ته ورته اصطلاح ده. په عام ژوند کې د دې مثال داسې راتلى شي چې مونږ يو څوک ووينو او د هغۀ د شکل شباهت سره راته سمدست څوک دوست يا خپلوان راياد شي. يا لکه د فرعون په ذکر د موسٰى (ع) او اور سره د اوبو رايادېدل. په شاعرۍ کې هم د دې ډول مثالونه څۀ کم نۀ دي. کله چې مونږ يو شعر ولولو يا واورو نو هغې ته د ورته خيال يا انداز شعر فوراً ذهن ته راشي. د مثال په توگه کله چې د قلندر مومند دا شعر لولو:
ياره قلندر ته دعاگانې کړه
اوس گنې پښتو کښې غزل چرته دى


نو د حمزه بابا دا شعر راته خامخا رايادېږي چې:
لا خو تخيل د حمزه تت نۀ دى
چا وى چې پښتو کې غزل چرته دى


او ورسره د عبدالرحيم مجذوب دا شعر هم چې:
وايي قلندر چې غزل چرته ده
ښۀ وايي مجذوب ته غزل پاته ده


نور مثالونه يې په دې ډول دي:

حافظ شيرازي:
به نظم حافظ شيرازى گويند و مى رقصند
سيه چشمان کشميرى و ترکان ثمرقند

رحمان بابا:
هم نغمې کاندي هم رقص کا هم خاندي
د رحمان په شعر ترکې د باگرام

***

رحمان بابا:
هر چې ځان د يار په سپيو کې داخل کړي
نو هله به ورته وايم چې سړى دى

حمزه بابا:
خدايگو تر هغې به سړى نۀ شم
تر څو چې ستا د کوڅې سپى نۀ شم
***

خو داسې هم نۀ ده چې هر خيال څوک په دويم ځل په خپل تخليق کې وړاندې کړي نو هغه به توارد يا تلازمه وي. هغه پردى خيال چې يو څوک ترې خبر وي او په خپل تخليق کې يې راوړي، خپل لفظونه ورکړي او حواله يې هم وښيي هغه تاثر بلل کېږي. که يو څوک د بل خيال په هماغو لفظونو کې راوړي خو صرف ژبه يې بدله کړي نو هغه ترجمه ده او چې څوک يو پردى خيال راوړي او په دې خبر وي چې دا خيال پردى دى خو هيڅ حواله يې ور نۀ کړي نو دا غلا ده.

د تاثر تشريح داسې ده چې يو شاعر يو خيال، تاثر، احساس او يا بل څۀ ولولي او د هغې نه دومره متاثر شي چې پخپل انداز کې يې بيا بيان کړي او د اصلي ماخذ حواله هم ښکاره کړي. د مشهور انگرېز شاعر ټيني سن (Alfred Tennyson) (١٨٠٩-١٨٩٢ء) د يو نظم The Beggar Maid  ("سوالگره") يو بند دى:

As shines the moon in a clouded sky
She in her poor attire was seen

جوش مليح ابادي همدغه منظر د دغه نظم په تاثر کښې پخپل نظم "فتنه خانقاه" کښې داسې بيان کړى دى:
چيتهړون مين ديدنى هى روئى غمگينِ شباب
ابر کى آواره ټکړون مين هو جيسى ماهتاب


گڼ شمېر پښتانۀ شاعران هم د دغې انځورگرۍ نه متاثر شوي دي او د خپلو نظمونو ښايست يې گرځولى دى، چې يو څو مثالونه يې په دې ډول دي:

سيد رسول رسا: (نظم "ښکلې فقيره")
خيرن خچن پلؤ کې د مخ نُور يې پړقېدلو
که نمر په پلوشو خړه وريځ کې ځلېدلو

پرېشان خټک: (نظم "پښتنه کوچۍ")
خيرن پړونى د وريځ غوندې چاپېره ورنه
خو- دا په دې کې هم د څوارلسو سپوږمۍ لگېده

امان اپريدى: (نظم "ردي کاغذ")
د بدن پړک يې د شلېدلو جامو داسې ښکاري
لکه سپوږمۍ چې له وريځو پټ پټوني کوي


د يو خيال ژباړه کول داسې وي لکه مولانائى روم په خپله مثنوي کې يوه کيسه بيان کړې چې يوه ورځ حضرت محمد (ص) د صحابه کرامو سره ناست و چې ابو جهل راغى او د راتلو سره سم يې حضرت محمد (ص) ته وويل چې نن خو دې څېره ډېره بدرنگه ښکاري. حضرت (ص) ورته ځواب ورکړ چې تۀ صحيح وايې. ابوجهل چې لاړو نو ورپسې ابوبکر صديق (رض) راغى او د راتلو سره يې نبي عليه السلام ته وويل چې نن خو دې مخ لکه د سپوږمۍ پړقېږي. نو نبي عليه السلام ورته ځواب ورکړ چې تۀ صحيح وايې. هلته ناست صحابه کرام حېران شول، يو بل ته يې وکاته او بيا يې پوښتنه وکړه چې د دې خبرې څۀ مطلب دى. نبي عليه السلام ورته ووئيل: "زۀ خو ائينه يم، څوک چې په خپله څنگه وي په ما کښې به هم هغسې ښکاري." رحمان بابا د مثنوي د دې کيسې مرکزي پېغام په دې ټکو کې ژباړلى دى چې:
و هر چا ته په خپل شکل څرگندېږم
ائينې غوندې بې رويه بې ريا يم


يا لکه د مرزا غالب شعر دى چې:
پانى سى سگ گزيده ډرى جس طرح اسد
ډرتا هون ائينى سى که مدام گزيده هون


عبدالعلي کاکړ د دې ژباړه داسې کړې:
لکه سپى خوړلى بد وړي له اوبو چې
زۀ سړي خوړلى بد له ائينې وړم


تر کومه حده چې په ادب کې د توارد، تلازمۀ خيالات، تاثر او ترجمې د مقام خبره ده نو، لکه چې د مثالونو نه څرگنده ده، توارد او تلازمه د يو خيال د تقويت او پياوړتيا دليل دى ځکه يواځې هغه خيال به په زياتو خلکو ځان تخليق کوي چې زور او اثر پکې وي نو ځکه يې د زياتو تخليقکارانو لخوا تاييد وشي.

تاثر او ترجمه هم د بل چا د پياوړي خيال او سوچ د تاييد يوه لار ده ځکه چې تاثر يواځې د هغه ليک نه اخيستل کېداى شي او ترجمې هم د هغو خيالاتو کېږي چې د خلکو په ذهنونو کې ځاى وکړي. يواځينۍ هڅه چې په ادب کې څۀ مقام نۀ لري د نورو خيالات په هماغه انداز او ټکو کې په خپل نوم بې له کومې حوالې راوړل دي چې دې ته ادبي غلا ويل کېږي او هر چا له ترې ځان ساتل پکار دي.

ماخذونه

(١)  درې مياشتنۍ "جرس" کراچۍ [ نظم نمبر او نورې گڼې ].
(٢)  دوه مياشتنۍ "پښتو"، ستمبر – اکتوبر ٢٠٠١ء [د محمد رازق وصال ليک: په پښتو شاعرۍ کې توارد].
(٣)  د رحمان بابا ديوان، د علومو اکاډمي کابل.
(٤)  ارمغان خوشحال، پښتو اکېډيمي، پېښور.
(٥)  ماهنامه صرير خامه، تنقيدي ادب نمبر، ١٩٦٢ء.
(٦)  مياشتنۍ "الفت"، دويم کال درېمه گڼه، دانش خپرندويه ټولنه پېښور [د پوهندوي احمد شاه زغم ليک: د خوشحال او رحمان بابا د فکر سبکي نږدېوالى].
(٧)  هفت روزه "روشن پاکستان" کراچۍ [د پروفېسر سيد جهان عالم ليکنه].
(٨)  پروفېسر ممتاز حسېن، حالى کى شعرى نظريات: ايک تنقيدى مطالعه (کراچۍ، فبروري ١٩٨٨ء).
(٩)  ورځپاڼه "وحدت" پېښور.
(١٠)  ميا محمد اسلام نگار، د سندهـ په سازونو کې نغمې د پښتو، کراچۍ.
 (١١)  ډاکټر جميل جالبي، تاريخِ ادب اردو، جلد ١، کراچۍ.
(١٢)  د جرس او اتفاق ادبي جرگو (کراچۍ) ناچاپ رودادونه.

(((٢٥ دسمبر ٢٠٠٨ء)))