دا مُرداري ده؟

(لنډه کيسه)

ليکوال: خداى بخښلى بابو فضل خالق


"دا ډاکټر خو عجيبه سړى دى دا څرنګه مجلس يې روان کړى دى. د دوى خبرې د خلاصېدو نوم نۀ اخلي. ما بيا بيا سګرېټ لګولو او د انتظار تراخۀ مې برداشت کول او زړۀ کښې مې رنګ رنګ خيالات راتلل چې دا په ځانله کوټه کښې يوې جينۍ او يؤ سړي اخر دومره ډېر وخت ولې تېر کړو. چې څومره وخت تېرېدو د دغه جينۍ متعلق زما رايې ډېره خرابېده او ماته داسې ښکارېدل لکه چې مونږ ته يا ماته دلته ناسته نۀ وي پکار.
سليمه زۀ دې مخامخ قهوه خانه کښې کښېنم کۀ بيا دې ما سره کار ؤ نو راته اواز وکړه".
سليم زما نه عمر کښې کم زما نزدې رشته دار ؤ او ما سره يې تعلق داسې ؤ لکه چې د يؤ دوه همزولو دوستانو څنګه کېدى شي او زۀ چې به کله کراچۍ ته راغلم نو سليم سره به مې زيات وخت تېرولو.
قهوه خانه يؤ لوى هال ؤ چې په ښکلي فرنيچر باندې ښايسته کړاى شوى ؤ. يؤ ګوټ کښې د قهوه خانې مالک په کونټر ناست د اردو ريکارډونه يې غږول. زۀ د يؤ خالى مېز مخې ته په کرسۍ کښېناستم او د قهوه خانې يؤ ورکوټي ملازم زما وړاندې د چايو کپ کېښود.
باران ښۀ په زور سره ورېدو او ګرمې چايې په دغه باران کښې خپل خوند نور زياتولو خو زۀ په دې فکر کښې ډوب ووم چې څنګه زۀ او سليم دې باران کښې د خپل ځاى نه رکشه کښې دغه دوايي خانې ته راغلو چرته چې سليم يوې پېغلې جينۍ سره ګړه بړه وکړل او خپلو کښې په خندا خندا خبرو کښې بوخت شول. ما هغې جينۍ ته کتل تقريباً شل کلنه غنم رنګې مناسب خدوخال درميانه قد د نرسانو درېشي يې په غاړه وه. هغه سليم سره خندېده خو د هغې خندا کښې د اصل خندا خوږوالى نۀ ښکارېدو. ما فکر کولو چې پاکستان کښې کراچۍ يؤ صنعتي ښار دى او د خپل طبقاتي حيثيت په حواله دلته سرمايه دارانه قدرونه په خړپوسو دي نو دا کېداى شي دوى دواړه خپلو کښې دوستان وي هغه چې بواى فرينډ يا ګرل فرينډ ورته وايي. ځکه دې نه بغېر نور څۀ په دې نشى کېدى چې د رشته دارۍ په حواله زۀ د دې کورنۍ نزدې لرې ټول افراد پېژنم. بله دا چې سليم هم زلمى دى د څۀ خانداني وجوهاتو له کبله لا اوسه پورې وادۀ نۀ لري.
دغه دوران کښې د دې دواخانې مخې ته د موټر ودرېدو اواز هغه خوا ته متوجه کړم چې دغه موټر نه يؤ پوخ عمر سړى راکوز شو او د دواخانې د ټولو نه بهترې کمرې ته ورننوتو. د هغه راتلو سره دا جينۍ هم لکه د غشي په هغه کمره ورننوته.
سليمه دا سړى څوک دى؟
دا د دې کلينک مالک دى. سليم ماله ځواب راکړو.
دا جينۍ دلته څۀ کوي؟
دا دې دواخانه کښې درې ګېنټو دپاره ملازمت کوي.
باران لږ غوندې کم شوى ؤ. د قهوه خانې مالک ماته داسې کتل لکه چې په خاموشه ژبه راته واي چاى دې وڅکلې بس پاڅه او ځه. دغې خيال سره ما يوه بله پياله چاى هم راوغوښتې او دغه پياله مې لا ختمه کړې نۀ وه چې سليم سره د هغې جينۍ د هوټل مخې له راغى. اشاره يې راته وکړه نو زۀ هم ورغلم او د دوى دواړو نه لږ چپ ودرېدم. دغه وخت کښې يوه خالي ټيکسي راغله او مونږ ټول ټيکسي کښې کښېناستو. سليم ډرايور ته خپل منزل وښود. ټيکسي په نامعلوم طرف روانه وه او باران يؤ ځل بيا په زور و شور سره ورېدو. چې څۀ قدرې مزل مو وکړو نو ما سليم ته مخ واړولو. دغه وخت سليم او هغه جينۍ د يؤ بل نه لرې چپ ناست وه.
دا مې پوه کړه چې چرته روان يُو؟ دا جينۍ دې څۀ ده؟ دا چرته بوځې؟ او زۀ به درسره کوم ځاى پورې ځم؟. ما په يوه ساه دا تپوسونه په خپله ژبه کښې وکړل په کومه چې دا جينۍ او ډرايور نۀ پوهېدل.
ټول به خپل خپل ځاى ته ځُو خو زۀ دې جينۍ سره د دې د کور پورې ځم. بيا به هلته نه خپل کور ته لاړ شم.
په دغه ځواب زۀ داسې خفه غوندې شوم. ما ويل سليمه زۀ حيران يم چې تا زۀ څۀ دپاره ځان سره راوستم؟ دا خو داسې خبره ده لکه چې څوک ځان سره يؤ څوکيدار ګرځوي. سليم زما په دې خبره شرمنده غوندې شو. ويل چې نا داسې خبره نۀ ده او تۀ زړۀ کښې څۀ مۀ راوله. خو زما مُوډ بس هسې خراب شوى ؤ. په يؤ ځاى کښې مې ټيکسي ودروله او ترې کوز شوم. کۀ هر څو سليم راته ويل چې تۀ مۀ کوزېږه بس د دې جينۍ ځاى راورسېدو او زۀ به تا سره يؤ ځاى لاړ شم خو ما د سليم خبرې ته غوږ نۀ ايښوده. دغه دوران کښې دا جينۍ ډېره وارخطا ښکارېده او داسې معلومېده لکه چې مانه ويرېدلې وي.
دغه شپه ما ډېره بېقراره تېره کړه. دغه جينۍ؟ سليم سره يې څۀ تعلق؟ دغه کلينک؟ ځان له کمره کښې د ډاکټر سره ډېر وخت تېرول؟ خو اخر مې ځان له په دې تسلي ورکړه چې زۀ لا تر اوسه پورې د جاګيردارانه قدرونو نماينده يم او دغه ښار د سرمايه دارانه قدرونو په مخ روان دى. دا ټولې هيڅ خبرې نۀ وې کومې چې ما پرون وليدې. سبا چې سليم راغى نو ما هيڅ قسم خبره هغۀ سره کول مناسب نۀ ګڼل او نۀ هغۀ څۀ وويل.
زۀ به پېښور نه کراچۍ ته د خپل کاروبار په غرض راتلم او زما غرض به د کراچۍ په پورټ ټرسټ کښې ؤ. يوه ورځ زۀ کېماړۍ کښې د يؤ کليرنګ ايجنټ دفتر ته ننوتم نو حيران شوم چې هغه جينۍ کومه چې ما سليم سره دواخانې کښې ليدلې وه او بيا يې مونږ سره په ټيکسي کښې مزل کړى ؤ، سليم به ورته نسيم نوم اغستو، دغه دفتر کښې د ټايپ مخکښې ناسته وه او يؤ کاغذ يې ټائپ کولو. زۀ لږ پښه نيولى شوم. هغې جينۍ هم ماته وکتل خو بيا په ټايپ کولو بوخته شوه. زۀ نېغ د کليرنګ ايجنټ انچارج کمرې ته ننوتم. هغۀ سره مې خبرې کولې چې څۀ وخت پس هماغې نسيم په لاس کښې نيولي کاغذونه د انچارج په وړاندې کېښودل. انچارج هغو کاغذونو باندې نظر اچولو او څۀ غلطۍ ليدو سره يې هغې جينۍ ته ډېرې بدې ردې وويلې او وارننګ يې ورکړو چې کۀ بيا داسې غلطي ولرې نو کور ته به واپس ځې.
نسيم خوفزده ښکته سترګې نيولې ولاړه وه. انچارج ورله کاغذونه واپس کړل چې برابر يې کړه. او ګوره مونږ له يؤ دوه پيالې چاى هم راوړه. لږ وخت پس نسيم چاى هم راوړې او کاغذونه هم. هغې چې د چايو پياله زما وړاندې ايښوده نو د هغې لاس رپېدل. زۀ پوه شوم چې نسيم شايد زړۀ کښې دا وايي چې دى به د تېرو ورځو خبره کليرنګ ايجنټ ته وکړي.
نسيم د کليرنګ ايجنټ نه اجازه وغوښته. هغۀ ورله اجازه ورکړه خو بيا يې هم ډېرې خبرې ورته وکړې چې په کار کښې به دې غلطي نشي معاف کېدى.
د هغې په تللو ما د هغه انچارج نه تپوس وکړو: دا دفتر کښې ټوله ورځ کار نۀ کوي څۀ؟
ويل نه صرف ټايپ کولو دپاره ګېنټې دوه دپاره راځي. درې سوه روپۍ مياشت ورکوم.
يار دې کراچۍ کښې په درې سوه روپۍ څنګه ژوند کېدى شي؟ ما وويل.
دوى نورې "مُرداريانې" هم کوي. هغه جواب راکړو. خو دا خبره په ما ځکه ښه ونۀ لګېده چې دا نورې مُرداريانې کوي نو هره ورځ درې سوه روپۍ مياشت دپاره بيا څۀ کوي چې ستا سپورې ستغې اوري؟. خو ما نور څۀ خبره د سره ونکړه. ولې زړۀ کښې مې عجيبه غوندې سوالات پيدا شول. تېر ملاقات يؤ شان ؤ دا ځل ملاقات بالکل بدل شان ؤ. او دواړه ځل صورتحال د يؤ بل نه ډېر مختلف. دلته د هغې په بدن د نرسنګ وردي نۀ وه بلکې عامې ښکلې دفتري غوندې جامې کومې چې عموماً ښځې په دفترونو کښې اغوندي. يؤ ځل خو مې په زړۀ کښې راغلل چې ورځم او سليم نه د دې جينۍ پوره معلومات اخلم او کۀ سليم تيار شو نو د دې جينۍ کور ته ورځو خو بيا مې زړۀ کښې راغلل چې سليم به راباندې ډېر بدګمان شي. او ما اراده بدله کړه. خو ولې نسيم به اکثر راته په خيال کښې راتله. هغه نسيم چې په وړومبي ملاقات کښې مې ښه نۀ ګڼله اوس راته ډېره مختلفه ښکارېده. خصوصاً د کليرنګ ايجنټ هغه بدې ردې خو راته ډېر ظلم ښکارېدو او نسيم به راته خيال کښې مظلومه مظلومه راوړاندې کېده.
يوه ورځ مازيګر وخت ؤ زۀ يوازې تنګ شوى ؤم کلفټن ته لاړم. هلته يؤ جديد غوندې مختصر خوراک دپاره يؤ نفيس هوټل ته چې د دېوالونو په خوا کښې يې ډېر په مهارت سره په ښکلي انداز په ولاړه باندې خوراک دپاره انتظامات شوي وو، ضرورتمند به د هوټل د هال په مينځ کښې اراسته کاونټر ته تلل، هلته نه به يې ټوکن حاصلولو او بيا به يې ټوکن باندې کچن نه د خوراک څيزونه راغستل او د خوراک لپاره به يې د دېوال په خوا کښې ودرېدل. په هال کښې د مغربي موسيقۍ دُهن خوږوالي او په مناسب انداز کښې کمې رڼا د هوټل ماحول روماني کړى ؤ. د دغه هوټل د کاونټر او کچن نه علاوه نوره عمله نۀ وه. هر سړي او ښځې به خپل خوراک څښاک په خپله حاصلولو. دغه د دې هوټل مخصوص خاصيت ؤ.
ما د لسو روپو نوټ کاونټر باندې ناستې جينۍ ته وړاندې کړو خو حيران شوم چې دا خو هغه نسيم وه کومه چې ما سليم سره او بيا مې د کليرنګ ايجنټ په دفتر کښې ليدلې وه. زما د خولې نه ناڅاپه وختل چې تۀ دلته هم؟؟ ولې هغې ماته هيڅ جواب رانکړو. سترګې يې ښکته کړې او خاموشۍ سره يې ټوکن راکړو. ما د خوراک سامان راواغستو او داسې خوا ته ودرېدوم چې نسيم راته مخامخ ښکارېده. نن ماته نسيم د وړاندې دواړو ملاقاتونو نه مختلفه ښکارېده. نن د هغې په غاړه نۀ خو دفتري جامې وې او نۀ د نرسنګ درېشي بلکې هغې بادامي رنګ ساړهي د ځان نه تاؤ کړې وه. دغې ساړهي کښې هغه د خپل عمر نه لږه زياته يعنې جينۍ نۀ بلکې ښځه ښکارېده. د ساړهي اغوستو له کبله هغه ډېره سنجيده او محترمه مېرمن لګېده. د تېرو دواړو ملاقاتونو پشان نن هم د هغې مخ شونډې د لِپ سټک نه بې نيازه وې.
ما خوراک څۀ کولو خو څۀ وخت مې تېر کړو او په دې دوران کښې مې دا فيصله وکړه چې نن به زۀ دې سره ضرور خبرې کوم. زۀ چې هوټل نه بهر وتم نو کاونټر ته ورغلم ورته مې وويل چې زۀ به بهر  ستا انتظار کوم. د هوټل په بورډ باندې د هوټل د نورو تفصيلاتو نه علاوه دا هم معلومه شوې وه چې دلته هر درې ګېنټې پس عمله بدلېږي او شپږ بجې د دې ډيوټي ختمېدو کښې لږ وخت پاتې ؤ.
چې دا د هوټل نه بهر راوُوته او د بس سټاپ خوا ته روانه شوه نو زۀ هم ورپسې روان شوم. ما پرې اواز وکړو نسيم. خو هغې خپل قدمونه نور هم تُند کړل. زۀ نور ورلنډ شوم "نسيم" بيا مې ورته اواز وکړو خو دا ځل يې هم جواب رانکړو. او بس سټاپ ته رسېدو سره نورو ښځو سره ودرېده. خو ډېره وارخطا ښکارېده. زۀ هم زړۀ کښې وېرېدم چې چرته څۀ مسئله پيدا نشي. خلک به ترې نورې نورې خبرې جوړې کړي. دغه دوران کښې بس راورسېدو او دا بس ته وخته. زۀ هم په دغه بس کښې سور شوم. او په يؤ سټاپ باندې چې دا د بس نه راکوزه شوه نو زۀ هم ورسره راکوز شوم. دغه ځاى کښې ګڼ شمېر بلډنګونه زير تعمير وو. مزدورانو د کارونو نه چُوټي کړې وه نو په دې وجه څۀ ګڼه ګوڼه نۀ وه. د خلکو تګ راتګ بالکل د نيشت برابر ؤ. دې ساړهي د ځان نه تاؤ کړې وه او وارخطا وه خو ډېر په وقار سره يې قدمونه اوچتول چې ما پرې اواز وکړو: نسيم تۀ لږه زما خبره واوره. د سليم په وجه يا هغې کليرنګ ايجنسۍ کښې زما د کاروباري تعلق په وجه د هغې جواب سخت خو نۀ ؤ ولې د هغې په الفاظو کښې ډېره بېزاري بلکې کرکه غوندې وه. ويل افسوس چې تاسو په دې بد نه ښکارئ چې په يوه جينۍ پسې راتګ کوئ. شريف خلک داسې نۀ کوي. ما ځان ټينګ کړو، ورته مې وويل نسيم ما غلط مۀ ګڼه. زۀ په پېښور کښې خپل کور او په هغه کور کښې ډېره ښکلې مېرمن لرم. او د مېرمن نه علاوه يوه د ګلونو پشان ګوډاګۍ لور هم لرم چې راته ډېره زياته ګرانه ده او چې څنګه راته خپله لور عزيزه ده دغه شان د نورو حيا ته هم احترام لرم.
زما دې خبرې اورېدو سره هغه پښه نيولې شوه. ويل يې "بهائي جان" خبره دا ده چې ماته سليم صېب ويلى وو چې هغه ستاسو رشته دار دى خو زۀ په خپل ځان او خپله حيا باندې ډېره وېرېدم ځکه چې زۀ ډېره بې اسرې او د مشر سړي د سيوري نه محرومه يم. نو کۀ ستاسو زما متعلق څۀ غلط خيال وي نو د خداى په خاطر شريفانه طريقه باندې دغه ځاى نه واپس لاړ شئ.
نسيم ما تۀ نن په درېم ځل دغه هوټل کښې وکتې او خداى ګواه دى چې دا درې واړه ملاقاتونه بالکل اتفاقاً وو. البته اوس مې دا تلوسه ده چې دا معلومات واخلم چې تۀ په درې ځايونو کښې ملازمت کوې؟
نسيم زر په جواب کښې راته وويل چې کور کښې جامې هم په مزدورۍ ګنډم.
نسيم هغه کوم جبر دى چې تۀ يې دې ځان ستړي مشقت ته مجبوره کړې يې؟
بهائي جان دا جبر راباندې حالات کوي او اوس ما سره راځئ يوه پياله چاى به ما سره وڅکئ. زۀ د نسيم سره روان شوم. د هغې په رفتار کښې اوس ډېر فرق راغلى ؤ. د هغې وارخطايي ختمه وه. اوس هغې د ساړهي پلو په لاس کښې نيولى، په بل لاس کښې يې پرس ؤ او په ډېر اعتماد او پُروقار انداز يې قدمونه اوچتول. د څۀ لږ مزل نه پس مونږ په يوه مختصر کوڅه کښې داخل شو او نسيم د کور په ګينټي باندې ګوته کېښوده. ښۀ کافي وخت پس د کور دروازه بېرته شوه. نسيم کور ته داخله شوه زۀ بهر ولاړ وم. ښه ډېره شېبه پس نسيم دروازې ته راغله. دا وخت بيا دې ساړهي د ځان نه لرې کړې وه او عامې کورنۍ جامې يې اغوستې وې. زۀ په کور کښې داخل شوم او چې جايزه مې واغسته نو په دوه کمرو، يؤ کچن، غسل خانه او يؤ ورکوټي غوندې سټور باندې مشتمل دې کور د خپلې کورنۍ د صفايي او هر څيز په خپل خپل ځاى د سليقې د کور د استوګنو د ذوق پوره پوره اظهار کولو.
نسيم اول زۀ يوې کمرې ته بوتلم ويل دا زما د مور د طرفه نيا ده شپږشلې کاله عمر لري. د ژوند ټول ضروريات په دغه کټ کښې پوره کوي. باوجود د دې چې هغې بوډۍ د ژوند ټول ضرورتونه په هغې کمره بلکې کټ کښې پوره کول ولې د هغې دپاره پوره پوره انتظام ؤ. او په هغه کمره کښې هيڅ قسم بدبوئي وغيره نۀ محسوسېده. بيا يې بلې کمرې ته بوتلم هغې کمرې کښې په درې کټونو باندې ډېر په نفاست سره بسترې لګېدلې وې او يؤ طرف ته په زمکه باندې هم ځاى جوړ ؤ. په يوه تخته باندې د جامو ګنډلو دوه مشينان پراتۀ وو. په يؤ کټ يوه د پوخ عمر ښځه ناسته وه چې تورې چشمې يې په سترګو وې. نسيم وويل چې دا زما مور ده او د څلورو کالو نه ړنده ده. زما د راتګ نه وړاندې شايد نسيم خپلې مور ته زما متعلق څۀ ويلى وو ځکه زما د سلام په جواب کښې هغې ماته ډېرې دعاګانې وکړې. او زما په راتګ يې څۀ حېراني ښکاره نۀ کړه. په زمکه چې کوم ځاى برابر کړاى شوى ؤ هغه بالکل د يؤ درزي د دوکان حصه ښکارېده. هلته يوه ښځه هم ناسته وه چې زما په راتګ يې ماته په روڼ تندي ستړي مشي کړي وو. نسيم راته وويل چې بهائي جان دا زما مشره خور ده او په ورکوټوالي کښې يې ريل ګاډي باندې دواړه پښې ګونډو سره کټ شوې دي. نسيم وويل چې زما پلار دلته په محکمه ډاک کښې پوسټ ماسټر ؤ او شپږ کاله وړاندې مړ شوى دى. يوه مانه کشره بله خور ده چې په اتم جماعت کښې سبق وايي. يؤ ماشوم ورور مې په پنځم جماعت کښې سبق وايي. ماشوم ورور مې په ماښام کښې ماښامي اخبارونه هم خرڅوي. دغه مشره معذوره خور مې او زۀ جامې ګنډو خو زۀ ورسره لږ کار کوم. باقي وخت چې کور کښې يم نو وړه خور مې او زۀ د ټولو دپاره خوراک تياروو او جامې وغېره وينځو.  نيا مې، مور مې، د پښو نه محرومه مشره خور مې او پخپله زۀ هم مونږ پخپل ځان هم يؤ خاص قسم بوج يُو. زۀ چې په درېو ځايونو کښې نوکري کوم او بيا دغې مشرې خور سره جامې ګنډم نو په دې د شپږو ګېډو دوزخ هم ډکوو، تن هم پټوو، جامې هم پيدا کوو، دغو مريضانو ته دوايانې هم پيدا کوو او د هر څۀ نه زيات زما کشره خور کومه چې اتم جماعت کښې سبق وايي د هغې دپاره داج (جهيز) هم د اوس نه جمع کوم چې کم از کم زمونږ دا يوه خور خو د خپل کور مېرمن شي. دغه شان زمونږ کشر ورور هم چې مونږ پخپلو پښو ودروو. دغو دوؤ نه علاوه مونږ باقي دا څلو ر تنان خو ژوندي مړي يُو. په اخر کښې صرف د يؤ کفن او دوه ګزه زمکې طمع لرلو نه سېوا نور زمونږ په زړونو کښې هيڅ فکر نشته.
نسيم تفصيل سره لګيا وه دغه خبرې يې کولې. ولې زما خو سر چورلېدلى ؤ. او زما په مازغو باندې د کليرنګ ايجنټ دا خبره لکه د څټک د ګوزار لګېده چې درې سوه باندې څۀ کېږي دوى نورې "مُرداريانې" هم کوي.
ماته بيا بيا دا خيال راتلو چې بوډۍ نيا، ړنده مور، معذوره خور، او ورکوټي ورور خور ساتل او په هغوى د تعليم کولو دپاره درېو ځايونو کښې نوکري کول "نوره مُرداري کول" دي!!!.
که په دې نسيم څۀ چل وشي، ايکسيډنټ کښې مړه شي نو دا "مرداري" به بيا څوک کوي؟ ورکوټې ماشومه خور به يې دغه مرداري ته تيارېږي کۀ هر څۀ به تقدير ته سپارلى کېږي. چې هر څوک پرې بيا هر څۀ کوي.
اوس د دې هر څۀ ذمه وار څوک دى؟ تقدير کۀ نظام؟ چې د يؤ انسان مزدورۍ ته خو مرداري ويلاى کېږي او بل انسان يې په دواړو لاسو لکه د خاؤرو راغونډوي او بينکونه ترې ډکوي. دغه هغه ظالمانه نظام دى چې د نسيم په شان څومره بې وسه خلک د ظلم او جبر ژوند تېرولو باندې مجبور دي بلکې د ژوند هغه ډېر لوى اهميت لرونکى عمل وادۀ هم د کورنۍ مجبورو نه قربان کړي. دغه فکر سره مې د نسيم کړو وړو ته سر د ډېر احترام نه ښکته کړو او ومې ويل "نسيم ستا محنت کوونکي ژوند ته سلام".