غزل


سليم قرار


نظر مې حسن پسې داسې له لېمو ووځي
لکه رمو پسې شپونکى چې له بانډو ووځي

د څو يارانو له محفل نه داسې ووتمه
لکه ختلى تار د پېغلې له کمڅو ووځي

څو چې نارې د زنده باد مو د فطرت برخه وي
د بنګلو خلک به نو څنګه له بنګلو ووځي

موږ بزدلان خو د ښايست د کور په شا تېرېږو
څله؟ ښېرې کوو چې "بېخ دې د تمبو ووځي"

چې د ملالې د ټپې پت يې ساتلى نۀ وي
هغه زلمي دې ټيټې سترګې له زلمو ووځي

اوس خو که خېر وي ماړه شوي به وي نۀ به ژاړي
دغه کوچنيان دې د ډالرو له زانګو ووځي

د پېښور په غزلبڼ کې به نغمې اودې شي
که شنه طوطيان ورته قراره له پنجرو ووځي