غني خان

غني وخوړ داسې غم
نۀ دارو لري نۀ دم
کُل جهان دى سترګې سترګې
نشته سترګې د صنم
خلک وئي اختر اختر دى
ماته ښکاري محرم
چارچاپېره ساز او شرنګ دى
ما له سوز، ژړا او غم
چې جمدون په کمېدو شو
شو هر څيز ورسره کم
د شهوت نه وحشت لاړو
د نېکۍ سرور شو کم
د ګناه نه مزه لاړه
پيکه خوله شوه د صنم
نۀ په بام د ليلا مست شوم
نۀ سايه کې د حرم
خلک وئي اختر اختر دى
ماته ښکاري محرم