ناصر مومند
شمالي کلېفورنيا
ځورېدلى زما ژوند دى کړېدلى زما ژوند دى
کله څوک ترېنه خبر دي چا ليدلى زما ژوند دى؟
زۀ به اوس هم څنګه خلکه د ژوندون تمه پيدا کړم
تورې خولې د بدبختۍ ته ور لويدلى زما ژوند دى
ما د ژوند پۀ هره لاره ځان تللى پۀ خپل بخت دى
هره تله د قسمت کې کم ختلى زما ژوند دى
بس پۀ پچه مې ختلي بدې ورځې تورې شپې دي
هر يو در د مسرت نه چا شړلى زما ژوند دى
پرېږدئ پرېږدئ چې ما وخوري او غم موړ شي
د ازل نه دغه وږي تل خوړلى زما ژوند دى
22.10.2006
- hairan
غني خان
غني وخوړ داسې غمنۀ دارو لري نۀ دمکُل جهان دى سترګې سترګېنشته سترګې د صنمخلک وئي اختر اختر دىماته ښکاري محرمچارچاپېره ساز او شرنګ دىما له سوز، ژړا او غمچې جمدون په کمېدو شوشو هر څيز ورسره کمد شهوت نه وحشت لاړود نېکۍ سرور شو کمد ګناه نه مزه لاړهپيکه خوله شوه د صنمنۀ په بام د ليلا مست شومنۀ سايه کې د حرمخلک وئي اختر اختر دىماته ښکاري محرم...
11.11.2006
- hairan
خيالونه لېوني مې مشغولا راڅخه غواړيپه توره نيمه شپه کې خپل اشنا راڅخه غواړي
په دې نېسته نېستۍ اوقيمتۍ کې د خوبانوشنې سترګې خو لا څه چې قد رسا راڅخه غواړي
سپين مخې او پۍ مخې چې يې لمر نه وي ليدلیوفا خو پکښې شرط ده با حيا راڅخه غواړي
دا ټولې خو منم خو سخته داده يه ملګرو!په خټه پښتنه ښکلې لېلا راڅخه غواړي
په دې فکر کې نه دی چې دا چېرې پيدا کېږيبس نا ست سونګټ وهي خضر امسا راڅخه غواړي
پا څون مې لېونو او پښتنو خيالونو کړیګرېوان مې...