خيالونه لېوني مې مشغولا راڅخه غواړي
په توره نيمه شپه کې خپل اشنا راڅخه غواړي

په دې نېسته نېستۍ اوقيمتۍ کې د خوبانو
شنې سترګې خو لا څه چې قد رسا راڅخه غواړي

سپين مخې او پۍ مخې چې يې لمر نه وي ليدلی
وفا خو پکښې شرط ده با حيا راڅخه غواړي

دا ټولې خو منم خو سخته داده يه ملګرو!
په خټه پښتنه ښکلې لېلا راڅخه غواړي

په دې فکر کې نه دی چې دا چېرې پيدا کېږي
بس نا ست سونګټ وهي خضر امسا راڅخه غواړي

پا څون مې لېونو او پښتنو خيالونو کړی
ګرېوان مې يې کړو څيرې مدعا راڅخه غواړي

ډاکټر ثواب الدین مخکښ