شېر ولي سبا

مينه څه دى زړه چاودون دى
سوی رنګ غم کې ژوندون دى

چې کامياب شي زړه يې صبر
چې ناکام شي بيا مجنون دى

يا غږېږي له اسمانه
يا يې خاؤرو کې سکون دى

په يوه خندا يو ځای شي
په يوه سهوه بېلتون دى

خپل عادت ورته ښه ښکاري
بل چې ښه کړي وايي جنون دى

ښه پوهېږي ښه عاقل دى
فلسفه کې افلاطون دى

خپل قسمت دى رارسېږي
سبا ولې ځيګر خون دى

شېرولي سبا