سعدالله جان برق

هسې خو خداى  شته دى چې بدې ورځې  په ما هر کار وکړو. د مزاح نه ترمرثيې پورې مې شاعري هم وکړه د ريډيو نه تر ټيلي ويژن پورې ډرامې بلکې رنګارنګ بګتې مې هم وکړې. د پښتو نه ورپسې اردو ته هم ورووتم. افسانې تکلونه الا بلا هرڅۀ  خو يوه سفرنامه مې ونۀ ليکلاى شوه او نۀ دې حکومت نېک بخت چرته جېل ته ولېږلم چې يوه هفته مې هم پکې تېره کړې واى نو د خپلو تمامو شعرونو او نظمونو د لاندې به مې بې غمه سنټرل جېل پېښورليکلو خو .
د چا دومره حوصلې دي د چا دومره نصيبونه
هغه د جېل معامله خو ځه بيا هم لږ غټ زړۀ غواړي او زما زړۀ څه  ډېر بجاجي غوندې دى. خو دا سفرنامه خو مې ليکلى شوه خو که چرته د سفر سعادت مې حاصل کړى واى. خو د خوارو هم خواره برخه وي خلک ترکومې کومې لاړل او .
 
نورو لکه باز د شين اسمان سيلونه وکړل
ته کورنى چرګ يې په ډېران کوې ګزران
 
داسې پټ پټ مې يوبل ته اوهم ويل چې هلکه مونږه  هم چرته ددې کوهي نه بهر کړه.  خو هغوى راسره  هغه ټوکه وکړه  کومه چې بډا خان خپل نوکر  بوتل غريب سره  کړې وه. بوتل  غريب چرته ځان له يوه جينۍ  خوښه کړه نو د بده نصيبه بلکې بده مرغه  يې بډاخان غوښتنې  له ولېږلو او هغه د نر بچي جينۍ غوښته ضرور وکړه خوصرف ځان له . چې بوتل غريب ورته ګيله وکړه  چې لېږلى ما وې کار دې ځان له وويستو  نوخان  ورته غوصه  شو ويل يې خوار شې  هغه يې ماله څه په خوارو راکړه پاتې  لا ته.  نو هغه خلکو ما سره هم داسې وکړل زما په ځاى  پخپله لاړل اوس د څو ورځو راسې  خو مې دا شوق ډېر زيات شوى دى. خو څه وکړم وايي تشه لاسه تۀ مې دښمن يې ګنې تر دې کابله  يا امرتسره پورې خو به تلى وم. اصل کې زما عقل  هم لږ داسې لېټ لطيف غوندې دى زۀ پخوادغه دواړو ځايونو ته تلى وم  خو د سفرنامې خيال مې نۀ ؤ نو څه مې ونۀ ليکل او اوس يې که ليکل غواړم  نو هر څه رانه هېر شوي دي او فرضي نۀ ليکم  چې هسې نۀ کابل په دهلي کې ياد کړم او بمبۍ مزارشريف  ته ورسوم. داسې زمونږ کلي کې پخوا يو زوړ فوځي ؤ چې د جرمن  په لام کې جنګيدلى ؤ حالانکې  يو بل ملګري يې ويل  چې دى د لنګر  نه علاوه نورهيچرته  هم نۀ دى جنګېدلى خو هغه  به د خپلو جنګېدو قيصې ډېرې  په تفصيل سره کولې. هغه به اکثر مکه مدينه يو ښار يادولو او دا ښار به يې د مصر ښار بللو.  خو يره  يوه خبره يې ماته رښتيا ښکارېده ويل يې ما د يو جرمني نه روغه  پښه  پرېکړې ده او چا ورته ووې  سر دې ترې ولې نه پريکولو؟ نو ويل هغه د وړاندې نه چا پريکړى ؤ.
د هغه  په بې شماره قيصو کې يوه قيصه دا هم وه چې ويل يو زخمي  سپاهي په تياره کې  ماته ووې چې زما پښې ماتې دي ما راپۀ شا کړو بمونه او ګولې وريدې څه په پرېوتو پاڅېدو مې هغه خپلې علاقې ته راورسولو خو چې په رڼا مې ورته وکتل نو د هغه سر نۀ ؤ  او ماته يې دروغ ويلي وو چې زماپښې  ماتې دي .
خېر نو ددې وېرې نه اوس زۀ هغه زړې سفرنامې هم نه شم ليکلى ګنې تاريخونه بدلول څه دومره ګران کارنۀ دى  زمونږ يوشاعر اشنا ؤ خداى دې اوس وبخښي که خامخا يې بخښي  نو هغه باچا دى هر څوک بخښلى شي ګنې هغه پخپله خو څه داسې کار چرته نۀ ؤ کړى چې د بخښلو وي نو دغه شاعر يو مرثيه نما نظم ليکلى ؤ او د هر مرحوم شاعر په قبر يا څلوېښتۍ يا کال کې به يې اورولو. يوځل يې چې دغه نظم د يو تازه مرحوم په قبر واورولو او د هغه نوم يې پکې واچولو نو ما ورته ووې چې نېک بخته ستا دا نظم  خو دغه مرحوم پخپله هم لس اتۀ ځل اورېدلى ؤ .
خو اوس مې دا خيال دى چې هر رنګه چې وي يوه سفرنامه ليکل غواړي ځکه چې لکه د رحمان بابا رانه بې سفره  ټول سفر تمامېږي .
نه د ځايه  چرته ځمه نه سفر کړم
بې سفره  مې غوڅېږي لار د عمر
په دې سلسله کې به صابر شاه صابر سره لاس نيوه کول غواړي ځکه چې په سفرونو کې اوپه سفرناموکې د هغه تجربه ډېره زياته ده او بل ورله  خداى داسې کمال ورکړى دى چې د تاکال نه تر پېښوره پورې هم يوه غټه سفرنامه  ليکلى شي بلکې زما خو پرې دا هم باور دى چې هغه د خپل کور نه تر دې خپل دوکانه پورې هم يوه بلکې ډيرې سفرنامې ليکلى شي ځکه چې دا سفر هغه روزانه کوي بس په ځان لږه مسافري راخورول غواړي هغه يو سړي ښځې سره جنګ وکړو نه رښتيا ښځې  ورسره جنګ وکړو نودۀ کټ او بالښت واخستو او خپلې دروازې ته مخامخ يې په يوه ډبه واچولو پکې څملاستو او خپلې دروازې ته يې کتل  چې داسې د ماښام  علامه شوه نو ښځې ورپسې ماشوم راواستولو چې ورته وايه کورته راشه څه له مو شرموې. دۀ ته پته وه چې ښځه يې د تمبې په شا ولاړه ده نو په زوره يې هغه ماشوم ته وويل نۀ درځم پرېږده چې دې مسافرۍ کې مړ شم .
د ورځپاڼه وحدت څخه په مننه