سبحان الله "نصرت يار"
کله اور ته په سجده يم کله سر ږدمه شيـطان ته
کله کله ناگهـانه ستـــــا ثناء راشي زبـــان ته
کله مړى راژوندى کــړم کله ړوند سړى بنـــــا کړم
کله لاړ شمه پناه شــــــــــــم کله بيا راځم جــــهان ته
کله سرو شګو کې سوزم ټول بدن مې شي تــڼاکې
کله شپه نه ســــــبا کېږي وي ماتل زما آذان ته
کله زه دومره محـــبوب يم هر عمل زما سنت وي
کله يم د خـــــــــــــــاورو لاندې کله ځمه لا مکان ته
کله زه د خاورو جوړ شم فرشتې راته سجده کړي
کله اوســـــــــــــــــــمه جنت کې کله راشم بــيابان ته
کله کلــــه لېونى شم گډې وډې په خــــــوله راشــي
کلـــه وايمه خداى يو دى کله خداى وايمــه ځان ته
کله وايم " نصرت ياره " چې زه څرنـــګه انسان يم
کلــــــــــه کاڼو ته سجده کــــــړم کله کېنمه قرآن ته
19.10.2006
- hairan
ننګيال يوسفزى
چې راغلى يمه، پروت يمه پرکالهستا د کلي خيال مې نه وځي له خياله
عجيبه د درد خبر په دېوال ليک دىخلک وژني خپل بچي به ټول سبا له
ملا نورې څه خبرې دې هم زده دي؟؟؟که بس قاله، قاله، قاله، قاله، قاله
بل د هيڅ يوې بلا مې وېره نه شيخو وېرېږمه د زړونو د دېواله
د يو والي نارې ټولې بې معنې ديچې تقسيم يُو په...
20.10.2006
- hairan
سعدالله جان برق
هسې خو خداى شته دى چې بدې ورځې په ما هر کار وکړو. د مزاح نه ترمرثيې پورې مې شاعري هم وکړه د ريډيو نه تر ټيلي ويژن پورې ډرامې بلکې رنګارنګ بګتې مې هم وکړې. د پښتو نه ورپسې اردو ته هم ورووتم. افسانې تکلونه الا بلا هرڅۀ خو يوه سفرنامه مې ونۀ ليکلاى شوه او نۀ دې حکومت نېک بخت چرته جېل ته ولېږلم چې يوه هفته مې هم پکې تېره کړې واى نو د خپلو تمامو شعرونو او نظمونو د لاندې به مې بې غمه سنټرل جېل پېښورليکلو خو .د چا دومره حوصلې د...