ننګيال يوسفزى

چې راغلى يمه، پروت يمه پرکاله
ستا د کلي خيال مې نه وځي له خياله

عجيبه د درد خبر په دېوال ليک دى
خلک وژني خپل بچي به ټول سبا له

ملا نورې څه خبرې دې هم زده دي؟؟؟
که بس قاله، قاله، قاله، قاله، قاله

بل د هيڅ يوې بلا مې وېره نه شي
خو وېرېږمه د زړونو د دېواله

د يو والي نارې ټولې بې معنې دي
چې تقسيم يُو په قدم قدم ننګياله