سيد انتظار خادم

كله سلګۍ وي كله بيا د ژړا غږ اورمه
كه ميين نه وي  نو د چا د ژړا غږ  اورمه

ټول كلى ګرڅي د مجنون لپار ه كاڼي ګوري
د بې وسۍ نه د ليلا د ژړا غږ اورمه

د بل لپاره شنه خالونه ږدي د يار په جبين
د هغې پېغلې په خندا د ژړا غږ اورمه

په مخ مې لارې تړمو اوښكو تر ګرېوانه كړلې
د پښتا نه دوده پيدا د ژړا غږ اورمه

زمونږه كلي ته دا ښكلي د كوم لوري راغى
چپ شه بيا ونكړې ګناه د ژړا غږ اورمه

ولې زمونږ كلي ته نه راځې خادمه اشنا
په اسويلو مې اوځي ساه د ژړا غږ اورمه