طاهر بونېرى، بونېر پښتونخوا

د دې وطن په طبقاتي نظام کې
زمونږ او ستاسې دومره فرق نۀ ؤ
خو ستا چې دوه وروڼه يورپ ته لاړل
نو بيا د ژوند ټوله نقشه بدل شوه
او پخواني تلي راغلي کم شو
خو دې کې ستا دومره قصور هم نۀ ؤ
ما هم بې شماره منصوبې جوړې کړې
خو زما مور به زما پلار ته ويل
زما بچي به ما سره اوسېږي
په کومه ورځ چې ډېر باران ورېده
نو ما له دې غمه بړستن واغوسته
چې خلک څه کوي او مونږ څه کوو!
چې ته زمونږ په کور راننوتې
تا ويل په سېل تلم خو باران ګېره کړم
نرو جامو کې هسې هم ښکارېدې
لکه بلبله چې له ډنډ نه ووځي
مور مې له تانه لوپټه کوزه کړه
خپل سرپيچک يې ستا په سر کېښوده
او بيا يې زر زر درته اور هم بل کړو
زه د وړومبي نه هسې هم خفه ووم
ستا په ليدو مې زړه لمبه لمبه شو
خو خداى زده ولې مې بيا هم په خيال کې
ته په بړستن کې ځان سره پټه کړې
بيا مې د زړه لمبو کې ونغښتلې
چې ته راټوله شوې خوره وره شوې
چې مې ټکور شو زړه نو خوب راغى
خو چې راويښ شوم نو ته تللې وې بيا