عبد الاحد پېغام

چې مې د خيال لمبې د حسن تراسمانه رسي
اوس مې دردونه په نغمو كې تر جانانه رسي

نن مې د غم په ښاركې اوښكو اعتكاف كړى دى
چې هر يو څاڅكى يې د ښكلو تر ګرېوانه رسي

كاشكې شبنمه! زه هم ستا په شان د ځان قاتل واى
چې جنازه دې د ګلاب تر زنخدانه رسي

ستا د ښايست د رڼا داسې توپان واخيستمه
چې مې لاسونه اوس د نور تركهكشانه رسي

ستړى كاروان، خونړۍ لاره،  قتل شوى مزل
زړګيه وايه ! دا به څنګه تر آرمانه رسي

پېغامه ! ګل غوندې خاموشه شه د زړه په كوركې
چې فريادونه دې د عشق ترلامكانه رسي