غني خان
د سګرېټو بېخ مې وښکۀ
سر مې خُوږ کۀ په ګرولو
ډېر سُرونه مې راياد کړل
يو هم نۀ دى د يادولو
نۀ ټپه شوه نۀ چاربېته
نۀ غزل نۀ نيمکۍ شوه
نۀ قيصه شوه نۀ بدله
نۀ ساقي شو نۀ کوکۍ شوه
شاعري هم يارانه ده
نۀ په زور نۀ په زارۍ شي
نۀ په چل نۀ په هنر شي
نۀ په مال نۀ په خوارۍ شي
شاعري لکه باران دى
کله تندر ګړزهار شي
ناګهانه داسې شړق شي
چې صحرا هم سمندر شي
کله نرم نرم پشم
پوست نازک نازک ريښمين
د نسيم په شان مستانه
د بخمل هسې مهين
کله ښه درنه شېبه شي
په اوږده صحرا ورېږي
کله تور باران د ژمي
نۀ کمېږي نۀ ودرېږي
کله شړ د پشکال شي
چرته نمر چرته باران
عجيبه لکه د ژوند
څه خفه او څه خندان
کله داسې سوکړه راشي
باغ چمن شي کربلا
لا د خاورو وتې نۀ وي
چې بيا خاورې شي لالا
کاش چې وى زما په لاس کې
د وريځو پرښتې
ما به هر وخت ښکلې ښکلې
سپينې لړې راوستى
هر ماښام به مې جوړولو
په قبله د بوډۍ ټال
هره ورځ به مې ستائيلو
د اشنا د زنې خال
ولې څه وکړم جانانه
واک د بل اختيار د بل دى
دا په تا مئينې سترګې
د دوى نور خُمار د بل دى
دا چې تۀ پرې راته خاندې
د دې سرو شونډو دې ځار شم
د دوئ ښېست مستي د بل ده
د دوئ سر سينګار د بل دى
او بس:
دا دومره واک هم بس دى
چې زۀ وېم درته غزلې
تۀ ښېسته په پستو سترګو
راته ګورې غلې غلې
چې ساعت ګړۍ مشغول شو
بيا به ځو زما بلبلې!
مونږ له توره اوږده شپه ده
دي د بل دا ډيوې بَلې