اور

عنايت ساپى


د کندهار په زړه کې بيا بمونو اور اخيستى
انډيوالۍ کې مې جانانه وينو اور اخيستى

يوهلمندي ماشوم سهار په چيغو چيغو ژړل
ښوونځى مو سوى، معلم مړ، کورونو اور اخيستى

ناترسه ياره لکه ستوري شان ياران مې وژنې
شين سترګي نه مري خو زمونږه پلونو اور اخيستى

ظالمه اوس به دې په سيمه کې غښتلى مټ وای
خو له بدنيت نه دی زمونږ  فکرونو اور اخيستى

د بم والا له پولې تېر شو کاندي ميندې بورې
کافرخطا شو خو زمونږ سرونو اور اخيستى

نور نو د خدای لپاره مه سېزه دا هسکې شملې
ظالمه نور مو ستا له لاسه زړونو اور اخيستى

د ((هينداره) څخه انتخاب
http://www.worbal.com/hindara/index.php?mode=viewid&post_id=44#comment