عبدالله شاه ژوندون

بس ته له ختو سره سم مې د پای په سيټ کې ناستې د تورې بورکې لرو نکې جينۍ په دوو سترګو چې له ښکلا او خماره ډکې خند نۍ ځلېدې نظر شو. زما  فکر يې ټول د ځا ن لور  ته وګرزاوه.  زړ ه مې غوښتل چې همدلته ولاړ اوسم او د هغې د سترګو په طبعي مسکا کې د خپل تږي زړ ه تند ه ماته کړ م. ما لا هسې کتلو چې د شا لخو ا کلينر  رابا ندې  ږغ کړ ه : ځوانه هغه وړاندې سيټ خالي دى. له دې سره سم ټولو سورليو  وخندل.  کله چې متوجه شوم او ومې کتل د ټولو زما لور ته نظر و. او خپلو کې يې پس پسګ  کاوه.
ما هم له شرمه په هغه سيټ چې خالي و ځان واچاوه او سر مې کښته ونيوه. د څو شېبو لپاره په هغه نشه کې چې د هغې له لېو ني کتو څخه مې زړه  جذب کړې وه غر ق وم.. په ډېر جر ئت مې سر پورته کړ  اخوا  دېخوا مې وکتل ټولې سور لۍ په خپلو  چورتونو کې ډوبې تللې وې.
ما يو ځل  بيا شاته  په ډېر  وېريدلي حالت وکتل. د هغې ځلېدونکو  سترګو لا هسې  په خمار کتو د خلکو زړونو ته لار پيدا کوله. دا ځل يې هم  ز ما لور ته کتلو خو لکه چې پښتني حيا يې په سترګو خوره شوه ځکه يې سر کښته کړ. خو په ځوړند سر يې بيا هم د سترګو له چُولو نه څارلم  .زما شا ته  دوو سورليو غوښتل چې کښته شي، د شا خوا دروازې په لور   چې ورته نږدې وه پورته شول ما هم له موقعې  څخه په استفاد ه يو ځل  بيا شاته وکتل.  هغې هم زه څارلم خو دا ځل يې په سترګو کې يو ډول دردونکې موسکا  وکړه، زه يې تر بل هر ځل ډېر د مينې تر تاثير لاندې  راوستلم  . ځکه هغې ما ته په ډېره مينه وکتل خو کلينر مو يو ځل بيا لکه دېوال تر منځ راشین  شو . ما هم په مخامخ سيټ سر  ولګاوه او د هغې وروستي ځل کتو دومره متاثره کړى وم چې  زړه مې ياغي حرکات پېل کړي وه، ذهن مې ګډوډ راته ښکاره شو، د سترګو کسي  او باڼه مې هم لانده شوي وه، په زړه مې د مينې  خوږ  درد احساس کړ .
چې فکر مې وکړ هغه راته ډېره اشنا ښکاره کېده، هغې مې په زړه هغه اور بل کړی و چې ما يې لا پخوا د بلېدو هڅه کوله . زه يې د بېهوره ژوند له پرا خ سمندره د مينې ښکلې جزيرې ته چې زه په لټه کې وم رسولی وم . ما ناڅاپه له هغې سره  د وصال قسم ياد کړ ما هغه ملامته کړه  او ترېنه مې و پو ښتل  چې ولې دې راته په مينه مينه کتل؟  
ولې دې زما زړه ته د مينې زولنې  په مينه واچولې؟   ولې دې زما حواس خپل کړل؟ ولې دې زه دې ته مجبور کړم چې  بې   شرمانه دې لمن  ونيسم.  پښو ته دې ولوېږ م  او خواست درته وکړم  چې  ما دې د ژوند ملګری کړه  .
  هو!  دا هر څه مې  وکړل. دا ټولې  خبرې مې ورته نېغ په نېغه وکړې او د ځواب ټينګار مې ترېنه وکړ  . لکه چې د ا هم  د ورکې میني په لټون کې وه او د خيال او خوبونو  شهزاده يې وروسته له ډېره وخته موندلی وي، بې له ځنډه يې   راته په  خوږو کتو د مينې لاس اوږد کړ.  ما ته يې په سترګو کې وويل  ( تا سره مينه  کوم )   ما او هغې د وفا  وعده  وکړه او يو بل ته مو د وصال تمه ورکړه .  ما د هغې په سترګو کې د خوښۍ او ښکي وليدلې.  هو د هغې په  ښکلو سترګو کې  . ما هم بې له ځنډه  خپل مور او پلار ته د هغې د ميني کيسه وکړه  . لکه چې د بخت  ستوری مې روڼ ختلى وي  هغو هم راسره ومنل  او تکل يې  وکړ چې زما لپاره يې  و غوا ړي.  
هغه وو چې دوهمه ور ځ   مرکه د هغې کاله ته ورغله . دا چې  هغې هم  د مينې کيسه  مور ته کړې وه  نو ځکه يې مرکه ژر قبوله کړه  او دا يې زما په نامه کړه. دا ورځ مې د ژوند سمسوره ورځ وه  ډېر خو شحاله وم. زموږ د واده نېټه هم وټاکل شوه.  او س مو د هغې ورځې راتلو ته  شېبې شمارلې .  د واده لپاره مې  ټول نږدې ملګري  خبر کړي  وه، د واده  ورځ هم راورسېده  او دايې  په ډولۍ کې زموږ کو ر ته راوړه.  واده  ډېر په خوښۍ او  ډنګ  و  ډونګ تېر شو. د کلي ملا يې د نکا ‌ح  تړلو په نيت را وغو ښت . موږ يو بل په حلا له نکا‌ح قبول کړو او د ژوند دوهم   پړاو ته مو  دروازه پرانستله .
هغه په سره پالنګ کې زما په  انتظار ناسته وه، هغه د واده په جوړه کې ډېره ښکلې  ښکارېده.  زه يې په څنګ کې کښېنستم.  غو ښتل مې چې  شال يې  له مخه پورته کړم  تر څو سترګې او  شونډې يې  ښکل کړم  چې چا راباندې ږغ کړو  : ځوانه پورته شه اخري سټاپ راورسېد.  ټکان مې وخوړ  او په وارخطايي مې سر پورته کړ.  شا او خوا چې  مې وکتل  په بس کې يوا ځې ناست  وم  .
          
۱۹/۴/  ۱۳۸۴