غزل

 

عبدالهادي حېران

 

تورې  دي که سکڼې که پى مخې دي

بس خو جينکۍ مې ټولې خوښې دي

 

دي د پېښور که د کابل ښکلې

يو شان مې په زړه باندې راخښې دي

 

داسې لکه غېږه د محبوب، تودې

داسې لکه شونډې د يار، يخې دي

 

اودرېږي، مسکۍ شي، بيا روانه شي

دا يې د اقرار څرګندې نښې دي

 

ځار يې د کابل له ښکلاګانو کړې

ډېرې د حېران په زړګي خښې دي