پاڼه


        وږمه سبا عامر


پاڼې د ګلاب غوندې ښايسته يې ته
بس د خدای کتاب غوندې ښايسته يې ته
ورځ کې ته خوږه لکه د ژمي لمر
شپه کې دمهتاب غوندې ښايسته يې ته
څنګه به تا ځان نه لرې وساتم
داسې چې ثواب غوندې ښايسته يې ته
ودې نه خور م دومره راته ګرانه يې
وږې يم کباب غوندې ښايسته يې ته
شپې چې په سبا باندې بدلې کړي
هغه انقلاب غوندې ښايسته يې ته


            پاڼه


            نجيب عامر


 بدرنګې زمانې ته يې ښکلا راوړې ده
داپاڼه د ګلاب راته سبا راوړې ده
سوما ده که رڼا ده که يو زېری د ژوندون
جنت نه په ورغوي کې هما راوړې ده
پاچا د کايناتو په موسکا يې مني سوال
ملنګې په ليمو کې مدعا راوړې ده
بلقيس ده ښاپيريو ورله سترګې تورې کړي
هو تخت د سليمان غوندې هوا راوړې ده
عامره په وږمو به يې رنګينه ستا دنيا شي
ګېډۍ د سرو ګلونو درته ما راوړې ده