ما لکه ايمان د زړۀ په دشته کې منلې يې
تۀ لکه د گل پکې رنگ رنگ راټوکېدلې يې

زۀ لکه باران دې هرې غاړې ته رسېږمه
تۀ لکه خوشبو مې هر احساس ته رسېدلې يې

ما لکه دنيا درته زړۀ پښو کې غوړولى دى
تۀ لکه د مينې په ادا ورته راغلې يې

زۀ لکه د ژوند هره لمحه ستا په نامۀ يمه
تۀ لکه د ساه مې په هر رگ کې گرځېدلې يې

ما لکه د عقل دليلونه ثبوتونه کړې
تۀ لکه د عشق خمار خمار يې ځنگېدلې يې

زۀ لکه غزل درته خوږلت شومه سرُور شومه
تۀ لکه خوږه سندره ښکلې نازولې يې

ما لکه حېران په صداقت درته کتلي دي
تۀ لکه د پېغلې د حيا لمبې نيولې يې