د hairan hairan لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل
امجد علي خادم د دردونو مېږتون دى که يې ګورې زړه مې ځاى د ځيګرخون دى که يې ګورې پښې دې مۀ رپه ډاډه راځه قاتله خيال اوفکر مې پښتون دى که يې ګورې دامتل دى چې پښتۍ پکې ماتېږيد پښتو داسې قانون دى که يې ګورې دا چې نن د معاشي زندان قيدي دىارسطودى افلاطون دى که يې ګورې اورکيغوندې خادم تيارو کې ګرځيفکرمنده د بدلون دى که يې ګورې
په بدلېدونکې دنيا کښې د ادب کردار
په بدلېدونکې دنيا کښې د ادب کردار پروفېسر ډاکټر ايم اقبال نسيم خټک ادب څۀ دى؟ د ادب بنيادي مقصد څۀ پکار دى؟ د ادب د ژوند سره څۀ تړون دى؟ د دغه نوعيت د سوالونو جوابونه پخوا هم حل طلبه وو اؤ اوس هم د دغه سوالونو پرېکړي اؤ واضح جوابونه ممکن نۀ دي ځکه چې د موسمونو په شان د حالاتو په بدلېدو کښې هم ځنډ کېږي نه. بله دا چې په هر تېر شوي دور پسې راتلونکى دور نوى ګڼلى شي. نوى دور د اولس د امېدونو مرکز اؤ محور وي. ا
غزل
سعيد اورکزى زړګيه لږ په فکر د دوران سندرې وايهپه فن کې د وختونو د ارمان سندرې وايه په طمع د سپرلي زما د سوي ژوند ترمخهامېد او په ډاډه زړه د جانان سندرې وايه لمن د سپرلي پرېږده اوس خزان ته غاړه ورکړهبلبله په خزان د ګلستان سندرې وايه فضا کله خوره چې د وږمو د محبت شيپه هر لوري ارمانه د رومان سندرې وايه انسان ته د انسان د محبت نه اى سعيدهپه مان سندرې وايه په ښه شان سندرې وايه
غزل
بلېنډه بدرۍ د پلو خرپا يې له ما خوب وتښتوي تر سهردا يوڅوک ولې په کوڅه کې ځي راځي تر سهر؟ يوبل ته مسک شي غلي غلي خدايزده څه ووايي؟راسره سترګې چې ټول ستوري جنګوي تر سهر د زړه په بام مې د تڼاکو سپينې پېغلې ناستېچمبې د څړيکو ښه په درز سره وهي تر سهر په ترنم ترنم راشي د غزل ښاپېرۍما د سندرو په ټالونو زنګوي تر سهر چا د
ابتداء
د بښونکي او مهربان څښتن په نامهانور شاهين خانخېل (پېښور) ملګــــــــرو راشئ چــې لـــــه صفـــره ابتـــداء وکـــــړواول ځـــــــان ســـــــم کړو هله نورو تـــه تابيا وکــــــړوحـــــق وينو پېژنو د حــــــق پـــــــه لاره تګ نـــــه کووڅنګه بـــــــــه تمه مــــــــونږ له حقه د بريـــــا وکــــــړوبــــې لـــــه کــــــرداره ګفتــــار هيڅکلـــــه اثر نه کويپس لـــــه کــــــــرداره ښايي خــلکــو ته وېنـــــا
ننداره
ننداره ډاکټر تکل عبدالرحيمزىپه سترګو مې توره تياره وه،ټول بدن مې سخت درد کاوه او لړزې نيولی ووم،روح مې نا ارامه و چې په توره تياره کې مې د زنځيرونو شرنګار ترغوږو شو. ټول وجود مې غوږ غوږ شو او سترګې مې دهغې تيارې په لور ځيرشولې، تياره ورو ورو زما په لور رانژدې کېدله، تياره زما ترڅنګ راورسېده او لږ وروسته زه هم پدغه تورتم کې داخل شوم. دزنځيرونو شرنګار نور هم زياتېده او له دې سره مې اوس دخلکو شورماشور ه
غزل
طاهر بونېرى شمعې مړه شه، بيا که مرې چې خداى رڼا کړيخو بلېږه تر هغې چې خداى رڼا کړي ته پرچار د تورو شپو تورو تيارو کړهزه باور لرم په دې چې خداى رڼا کړي وارخطا يم ډاډګيرنه درنه غواړمياره! اوس به رانه ځې چې خداى رڼا کړي ضمير څه چې د فطرت خلاف روان يوڅه امکان دى بيا د دې چې خداى رڼا کړي زه که نۀ وم په دې کلي کې م
په شعر کې د عيني او ذهني انځور جوړونې انډول
په شعر کې د عيني او ذهني انځور جوړونې انډول عبدالغفور لېوال هرکله چې په شعر کې د انځور توکي سره راغونډېږي او يو هنري انځور جوړوي همدا جوړښت د پېښېدو يو ځانګړى مکان لري. د دې مکان له مخې انځورونه دوه ډوله دي:١_ عيني انځور جوړونه٢_ ذهني انځور جوړونه١_ که د يوه شعري انځور ټول توکي او د دغو توکيو ترمنځ اړيکې عيني وي او خپل منطقي عينيت ولري د داسې انځور هنري هستونه عيني بلل
ګيله
ستا نامه چې شوه رقم زما په زړهروغ دې کېښودۀ ملهم زما په زړه ګدائي مې په شاهۍ شوله بدله تا چې وکړلو کرم زما په زړه چې دې سترګو ته رپ ورکړو دلربايه نېغ دې غشي کړه راسم زما په زړه چې پناه شې يوه لحظه زما له سترګوطوفان جوړ شي د ماتم زما په زړه کۀ شکي شولې زما په پاکه مينهشي ګوزار دې نيپام بم زما په زړه دا په څه دې تش ديدن په ما حرام کړوولې کاندې دا ستم زما په زړه زه"يعقوب"چې د زړګي په رنځ رنځوريم شه راتوي لکه
اُسلوب پوهنه
اُسلوب پوهنه پروفېسر محمود اياز لۀ دې تريخ حقيقت نه د ادب لوستونکي انکار نۀ شي کولى چې د انګرېزۍ ژبې لفظ “Style” په انګرېزي ادب کښې لۀ سوونو کلونو راسې مروج دى. ګوا لفظ “Style” د ادب د قاري لپاره ځکه يؤ نا اشنا تورى نۀ دى چې دا لفظ اديبانو، نقادانو اؤ دانشورانو پخپلو مضامينو کښې په وار وار استعمال کړى دى. اؤ زمونږ تر نظره تېر شوى دى. خو دا صداقت په خپل ځاى د منلو وړ دى چې په اردو ادب کښې د لفظ "اُسلوب" استعمال
رحمان بابا څوک ؤ؟
رحمان بابا څوک ؤ؟ سعدالله جان برق خواجه محمدسايل صېب سره دې خداى نو رهم ډېر ښۀ وکړي او خداى دې يې ددې نه نورهم ښايسته کړي زمايوه ډېره لويه ګرانه يې ماته اسانه کړه. زما دډېرې مودې نه په رحمان بابا شک ؤ چې دى اصل نه عرب دى خو دومره زړۀ مې نه شوکولى چې دا خبره مې په ډاګه کړې وى. الله دې خواجه صيب له اتۀ واړه جنتونه ورکړي چې هغه د خوشحال خان په باره کې ډېر زبردست تح
غزل
عبدالغفور لېوال مه وايه چې سترګو کې مې تش د خمار سره اوسيدلته خو زما هم يو وړوکی غوندې زړه اوسي څه په درز چمبه وهي او ګډې شي ګېډۍګېډۍدنګې چټې پېغلې چې سر خېلې د واده اوسي لمره دعا نشم کړای چې کلي ته دې وبولمدومره اور خو راکړه چې لاسونه مې تاوده اوسي سم به وي ، خو کم به وي، زړه ستا د قد دربار نه دىستا د بڼو کور دى دلت
غزل
د قلزم پۀ څېر لمنه ملغلرېمونږ لرو لېمو دننه ملغلرې ځلمى کُهول مې لۀ هېواده ځنې وځيکه نه وځي لۀ وطنه ملغلرې د اوبو پۀ بيه نن درومي آبدارېاى د جونو انجمنه!، ملغلرې لکه هار يې خوَلې غاړه کې يو ځاى شوېڅاڅکي څاڅکي يې پۀ زنه ملغلرې لمرپرستو مې دى لمر نه چل زده کړىټولوي مې لۀ ګلشنه ملغلرې جوهري پۀ بازار نقل اخلي ګرځيګرځوه اوس
اشرف مفتون وستايل شو.
د پښتو ژبې د يو ياد او خوږژبي شاعر اشرف مفتون د کليزې په مناسبت يوه غونډه د پاکستان د ادبياتو اکادمي پېښور څانګې لخوا د جمعې په ورځ د سپتمبر په دوه ويشتمه نېټه په اردو ساينس بورډ خېبر بازار کې جوړه شوه چې مشري يې د اردو او پښتو ژبو ليکوال خاطر غزنوي وکړه او په ستيژ ورسره ډاکټر محمد اعظم اعظم، مختار علي نئير او ډاکټر فضل دين خټک ناست وه. په غونډه کې د پښتو زيات شمېر شاعرانو، ليکوالانو، ژورنالستانو او عامو خلکو ګډون درلود چې مجيد الله خليل، سردار خان فنا، مفلس دراني، خاطر غزنوي، فضل دين خټک
پښتو او پښتانه
پښتو او پښتانه د جمعه خان صوفي ليکنه پوره مې ياد نه دي ، خو ١٩٨١ يا ١٩٨٢ ؤ ، باچا خان د کابل په وزير اکبر خان نومې کارته کې د کارمل د دولت د مېلمه په حېث دېره و. يوه ورځ يې خداى بښلي علامه عبدالحي حبيبي ليدو ته راغى. باچا خان ورته بې واره ووې : يا هلکه حبيبي ! زه خو دا ستاسو په خبرو نه پوهېږم.حبيبي په خندا شو ورته يې ځواب ورکړو. باچا خانه ! والله که زه هم پرې
انځور
انځور نصرت الله الهام د انځور له مړاوو سترګو نه لوګى شمته نو پېغله شه چې زه درته منګى شمخيال مې وايي چې ملګرى دې ضرور يميا دې يار يمه او يا خو يې انځور يمشوه د غم توره شيشکه مې ملګرېخيال مې پرانستې د يار په لور وزرېد څپو تته هنداره کې ځان وينمد اوبو په څېر سپېڅلى جانان وينممړ تصوير چې يې سلام د مينې واخيستله انځوره مې الهام د مينې واخيست
پښتو کې د ماشومانو دپاره ادب
پښتو کې د ماشومانو دپاره ادب روښان يوسفزىپښتو ژبه کې د ماشومانو د ادب په اهميت اؤ ضرورت باندې د څۀ وئيلو يا ليکلو نه وړاندې بائد چې د پښتو ژبې اؤ کلتور په حقله اول خبره وشي. ځکه چې ژبه د يؤ قام د کلتور په اهمو اؤ بنيادي وسائلو کې هغه د چا خبره چې د بنياد د کاڼي حيثيت لري. اؤ په قول د حمزه بابا چې:اول خپله ژبه پسته نورې ژبېبې بنياده عمارت خو سمون نۀ کاولې سوال دا راپيدا کېږي چې دغه "بني
خواخوږى
(لنډه کيسه) نصر الله ژوند \"يا هلکه دېخوا راشه.... د نوو حالاتو نه مې خبرکړه چې څه شويدي... اوڅه کېږي.\" چناري ماما اخبار زما په وړاندې کېښودو. چناري مامابېخي سبق وئيلى نۀ دى. بې تعليمه دى خو د دنيا د حالاتو نه ځان خبروي. د خبرونو اورېدو شوق يې دومره دى چې هره ورځ تازه اخبار اخلي. او د دوکان په وړاندې چې څوک په تېرېدو وويني نواخـبار ورته د دوکان په شوکيس ويړ کړي. او د دنيا جهان د حالاتو نه ځان
غزل
غزل سليم قرار نظر مې حسن پسې داسې له لېمو ووځيلکه رمو پسې شپونکى چې له بانډو ووځي د څو يارانو له محفل نه داسې ووتمهلکه ختلى تار د پېغلې له کمڅو ووځي څو چې نارې د زنده باد مو د فطرت برخه ويد بنګلو خلک به نو څنګه له بنګلو ووځي موږ بزدلان خو د ښايست د کور په شا تېرېږوڅله؟ ښېرې کوو چې "بېخ دې د تمبو ووځي" چې د ملالې د ټپې پت يې س
دا مُرداري ده؟
دا مُرداري ده؟ (لنډه کيسه) ليکوال: خداى بخښلى بابو فضل خالق "دا ډاکټر خو عجيبه سړى دى دا څرنګه مجلس يې روان کړى دى. د دوى خبرې د خلاصېدو نوم نۀ اخلي. ما بيا بيا سګرېټ لګولو او د انتظار تراخۀ مې برداشت کول او زړۀ کښې مې رنګ رنګ خيالات راتلل چې دا په ځانله کوټه کښې يوې جينۍ او يؤ سړي اخر دومره ډېر وخت ولې تېر کړو. چې څومره وخت تېرېدو د دغه جينۍ