د hairan hairan لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل
عبدالروف زاهد نۀ چې اوربل، نۀ دې نظر ته کښېنيپه دې موسم کې سړى چرته کښېني داسې دې مخ ته ګورم نۀ مړېږملکه چې ژمي کې څوک لمر ته کښېني که د مقصد شيرين ورځي په ګوتولکه فرهاد به سړى غر ته کښېني د نظر تږي په ولاړه مړۀ شود اوبو تږي سمندر ته کښېني تۀ اوس هم شک کړې د هغۀ په مينهزاهد چې ستړى شي ستا در ته کښېني
خوشحال او رحمان؛ بايد څنګه يې ولمانځو؟
پښتانه بې شکه چې پخپل پراخه تاريخ کې ډېر نوميالي اتلان، مشران، عالمان، ليکوالان او شاعران لري خو د خوشحال خان خټک او رحمان بابا محبوبيت او وياړ تر هر چا زيات نه يواځې منل شوى بلکې پښتنو ته چې دغو دواړو شخصيتونو کومه علمي او ادبي شتمني پريښې ده د هغې په لحاظ يې حق هم دى. کله کله د پښتنو ليکوالانو ترمنځ دا خبره راوچته شوې چې خوشحال خان خټک ستر شاعر دى که رحمان بابا؟ خو پايله يې هر ځل همدا راوتلې چې "د دواړو مثال په يو مخ د دوو سترګو دى، يوه د بلې نه زياته خوږه، ښکلې، مهمه او درنه
سپينه پاڼه
عبدالهادي "حېران" خبره ما په ښکاره د لافې په توګه خو په حقيقت کې د ضرورت ترمخه کړې وه. داسې وه چې زما يو د سلام ترحده پېژندګلو سړي خپرندويه ټولنه جوړه کړې وه او زه ترې په همدغه ورځ خبر شوى وم. نو د خپل وزګار وخت د تېرولو لپاره ورغلم. او د ورتلو سره پوهه شوم چې سړى پرېشان دى. د پوښتنې کولو ضرورت نۀ و. هغه په خپله راته لګيا شو. - " ته خو هم ليکوال يې کنه؟"- " ؤ ولا، کله کله خو يو څه نا څه ليکم نو"- "يره ما خو و
هايکو
لال زاده ساګر ګرانې ګرانۍ راپکې سپږې وکړېزما طاقت د يو ببوزي نشتهجانان زما نه ايرکنډېشن غواړي تاوان د ګاډي ترې ضرور واخلئددې ماشوم خو و اجل راغلىزمونږه خان له يې موشن خراب کړو غريب چې مړ شي څلور چڼي راشيچې جاګيردار، سرمايه دار مړ شيهر خوا پټکي برګ رومالونه
غزل
حماد حسن يو کچه خوب نرۍ سرخي د کجل نښې ښکاريد هغۀ سترګو کې زما د غزل نښې ښکاري يوه خاموشي ده، يو وقار، يو مرمري بدن دىستا په پېکر کې په ايمان د محل نښې ښکاري ما به سرګړى دې کنډو کې په غرمه کې رېبۀهلته اوس هر خوا د دېوال او بورجل نښې ښکاري ما غرڅني چې ددې ښار نه لمن خلاصه نه کړهپه دې کوڅو کې ستا د زلفو د وَ
غزل
((لیکوال بختیارځدران)) پراننــــــــګو یې داوربــــــــل ســــــــــایه راوغوړیــــــــــــــــــــــدهښـــــکاري چې شپه راځي پر ګل سایه راوغوړیــــــــــــــــــــدهزمــــــا به ورکـــــــه شي ستړتیـــــــــــــــاورته ارمــــه به شــــــــمکــــه یې له زلــــــــفو د ول ول سایــــــــــه راوغوړیــــــــــــــــــــدهیقین مې نه شي چې به راسي تر محراب او جومـــــــــــــــــاتپه تللــــــــي پل
قيصه خوانۍ دې راله هم ورانه کړه
اقبال مومند، پېښور مونږ لا ګلونه د فردوس راپورته کړي نه وومونږ شهيدان د باجوړ لا پورته کړي نه وومونږه لا څلي په سينو کې د ارمان جوړولمونږه لا سترګو کې عکسونه د ګومان جوړولمونږ لا د وينو د څادر پيڅکه وينځلې نه وهمونږه لا زنه د شهيد ارمان تړلې نه وهزمونږ په سترګو کې لا پرخه پرخه ناؤ پروت وزمونږ په زړونو کې د سرو وينو تالاو پروت ومونږه په ماته ملا کوشش د پاڅېدو کړى وايله مو نيت په اډاڼه د ودرېدو کړى وچ
غزل
ناصر مومند، شمالي کېليفورنيا ګورئ ظلمونو ته زما لۀ تن نه ساه وباسي زما لۀ زړۀ نه محبت وباسي تا وباسي زما د زړۀ کور کې زما د مينې قتل کوياو جنازه ترېنه د مينې پۀ خندا وباسي ډېوه يې مړه کړه او تېارو غېږه کې کلک ونېومکرکه پۀ زور باندې لۀ زړونو نه رڼا وباسي دا د مشرق او د مغرب ښکلي دي ټول ظالمانيو پۀ مستۍ رانه زړګى بل پۀ حيا وباسي ېوازې صبر دى چې اوښکو سره ولې ورکړيد مينې مړى به د زړۀ کور نه همدا وباسي تور قسمتونه د ناصر پسې پۀ ډ
غزل
ډاکټر اسرار د روح سندرې اورېدل پکار ديد زړه طبلې ته ګډېدل پکار دي د ګل ښکلا ته خوشالېږي هر څوکد ګل په ژبه پوهېدل پکار دي هر سړى تښتي د يو بل نه لرېچغې وهي چې يو کېدل پکار دي سوز مې په شعر کې څه کم غوندې دىچرته کې سم ميينېدل پکار دي چې مو اغاز و
د برېښنا په نوم پرانستى شعر
الياس حېران، پېښور راشه مه کوه ستم برېښناتوره تياره ده چم په چم برېښنا مالدار خو کار د جنراتور نه واخليپه غريبانو وي تورتم برېښنا په اشارو کې راته هسې وايېچې انتظار کوه درځم، برېښنا کله ناکله خېر دى ځه په چکرهر وخت خو مه وايه چې ځم برېښنا دا تله راتله دې بيماري ده ګورىددې علاج وکړه ته سم برېښنا
له څېړنې تخليق او له مقفى ازاد شعر ګټور دى
باز محمد "پکتين" په اوسمهال کې څېړنې او پښتو مقفى شعر دومره پرمختيا او پراختيا موندلې ده، چې د هنري تاريخ پېژندونکي ورته ګوته په غاښ شوي. د څېړنې او شعر په دې بېړني حرکت کې پښتو ژبې ته ډېر څه تر ګوتو شوي هم دي؛ خو د پښتو ژبې د سوچه والي او کره والي لپاره يې ډېرې ستونځې هم زېږولې دي. هغه دا چې د اند او نظر څښتنانو له يوه پلوه د تحقيق او غزل ليکلو لمن نيولې او د لا ريښتيني (تخليقي نثر) بله سپکه ده. دوهم دا چې مقفى شعر د عربي ژبې زېږنده ده او په پښتو يې ليک
څلورم نړيوال پښتو ادبي کنونشن په دوه زره اتم کې کېږي
د ټل پښتو ادبي چمن د پرېکړې له مخې د پښتو څلورم نړيوال ادبي کنونشن به په دوه زره اتم کال کې کېږي. د ټل پښتو ادبي چمن او نړيوال کنونشن اداره کوونکو اسير منګل او سليم بنګښ ويلي دي چې د دريېم کامياب کنونشن څخه وروسته اوس دوى پرېکړه کړې ده چې څلورم نړيوال ادبي کنونشن د دوه زره اتم کال په لومړيو مياشتو کې وکړي. دوى اعلان کړى چې د اوس نه به ددغه کنونشن د تياريو کار پېل کړي تر څو د کنونشن لپاره پراخه تماسونه ونيول شي او بشپړه انتظامات وشي. ددې ترڅنګ په هغو غلطيو او خاميو به هم غ
هايکو
خوب او خندا خو مو حرام دي ترېنهتشناب ته هم ترېنه ورتللى نه شود مِس کاليانو دې خداى بېخ وباسي (عبدالهادي حېران)
غزل
ډاکټر ثواب الدين مخکښ چې پايزيب او پېمانه داوړه ټکر شوما وې پو شوله شپېلۍ لاړو محشر شو بې نوبته ډکېدل وه د جامونو دسا قي په مېخانه کې جوړاختر شو زړه په مخه کړم چې ترنګ درباب واورمڅه قسمت دی په په شباب وربرابر شو ددوشنو سترګو په جنګ باندې مشغول شوشېخ خمار شو هر يو جام ورته کوثر شو وي دورځې فرښتې او دشپې څه کړي دامخکښ خو له شېخانو درپه درشو
اختر شي
اسير منګل سپوږمۍ چې په سکڼي ماښام کې نيمه رابهر شييوه چغه شي اختر شيشپه وکړي غزونې نوى رنګ نوى سحر شييوه چغه شي اختر شيموسم که د خزان وي کېفيت د سپرلي راوړيهر چاته مستي راوړيد مينې غوټۍ ګل چې شي وطن رنګيني راوړيد زړه خوشحالي راوړينفرت په مخه زغلي محبت ورته سنګر شييوه چغه شي اختر شينکريزې دي چې نن پرې د هر چا لاسونه سره ديرنګونه راخواره ديد چا په دنياګۍ کې پټ يادونه مېلمانه ديهيڅوک ترې خب
له دې برزخه
ویر ځپلیو کندهاریانو ته! عبدالغفور لېوال کندارۍ ملالې دا به مو قسمت وي په اوږو چې جنازې وړو ډولۍ نشته سر په غلا ګرځوو خدای نه امان غواړو په هیندارو پټه شوې خولۍ نشته کندارۍ ملالې تا چې خامک کړی هغه شین څادر په کټ د شهید خور دی د لالا غاړه دې مه ګنډه په سنډو د هغه ځلمي بدن په لوګي تور دی کندارۍ ملالې! ګل
زه د تورو غرونو زاڼه
بلېنډه بدرۍ زه د تورو غرونو زاڼهد یوې لوړېې څوکې سر کېد یو دنګ نښتر په زړه کېد زړې له درګو جوړې په ها ځاله کې پیدا شوم !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!لا ماشومه وم خو ما تشد ټول غره له نورو زاڼودقران تر زړه لار وکړه××××××××××××××××××زه د تورو غرونو زاڼهلا مې شوي پوره نه وود خیالونو وزٍرونهخو ما تل به هان د ستوروتر مسکنه لار څارلههر سهر به مې له ځالېلرې لرې وطنونهټول له یو
رڼا
د مهربان بخښونکی خداى په نامه((دا شعرونه مې په دې وروستيو ورځو کښې د خپلې خوږې لور رڼا فاطمې د زېږېدنې په موقع ويلی دی چې هم هغې وړې بچۍ ته يې ډالۍ کووم ______ انور شاهين خانخېل))تيــــــارې بــــــه تښتی چـــــې رڼــــا راغلهچـــــې فـــــاطمـــــه مې په دنيـــــا راغــلـههيـــلــه ده لاړ بــــه ټول غمونه مـــې شیچـــــې مــې د خـــــوږ زړګی دوا راغـــلـــهدا د اســــــــــلام او د پښتــــــو اثـــــر دے
سترګې
عبدالله شاه ژوندون بس ته له ختو سره سم مې د پای په سيټ کې ناستې د تورې بورکې لرو نکې جينۍ په دوو سترګو چې له ښکلا او خماره ډکې خند نۍ ځلېدې نظر شو. زما فکر يې ټول د ځا ن لور ته وګرزاوه. زړ ه مې غوښتل چې همدلته ولاړ اوسم او د هغې د سترګو په طبعي مسکا کې د خپل تږي زړ ه تند ه ماته کړ م. ما لا هسې کتلو چې د شا لخو ا کلينر رابا ندې ږغ کړ ه : ځوانه هغه وړاندې سيټ خالي دى. له دې سره سم ټولو سورليو وخندل.
غزل
ډاکټر ثواب الدين مخکښ خوبونو کې نن خوب مې ناکرار لیدلی دید یار په سینه پروت مې اژدهار لیدلی دی د کلي پوخ مارګیر به یې چې بېخ ته کېناستلوپه ملا باندې رامات مې دنګ چنار لیدلی دی سپین سرې بسوګۍ نه مې د خوب تعبیر پوښتلیوې دښمن په سینه پروت مې افغان خوار لیدلی دی دا مات چنار انځور د افغاني غرور دی زویه!نېغ شوی داچنار ما څو څووار لیدلی دی وې ځۍ لاړشۍ کوه طور ته دموسی امسا پیدا کړۍفرعون دزمانې