د hairan hairan لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل
غزلپروفېسر رحمت الله "درد" له تانه زيات که بل عذاب نشتهاے محبته! ستا ځواب نشته نوى نظام د مېخانې عجب دىپېمانې ډېرې دي شراب نشته زما د خان په کشاده مکان کېهر څه بسيار دي خو کتاب نشته دا کوم پړاؤ د محبت دى ياره؟سکون هم نشته، اضطراب نشته مشکل به نۀ وي امتحان د مينېچې يې مکتب نشته، نص
غزل
غزلنېک زمينه، مردان، کوزه پښتونخوا لکه شبنم چې ترمې ترمې شي د لمر مخې تهداسې ملګرو ويلې کېږم د دلبر مخې ته کمزورى زړه مې د اشنا د حسن تاب نه لريچې مخامخ شي زه لاسونه ږدم اکثر مخې ته نن ټوله شپه مې ستا د يادو وظيفه کړې دهدا ستا تصوير به مې راوړه په تصور مخې ته همځولو
كمپيوټري نومونې
كمپيوټري نومونېد پښتو نيولوجېزم يوه اړينه برخه محمد اصف صميم د انسان د ژبنيو اړتياوو د لرې كولو لپاره د ژبې ماشين له لومړي سره چالان راغلى، تر ننه چالان دى او تر څو چې ژوند وي او انسان وي، دا ماشين به د وييونو او كلمو په توليد او پنځونه لګيا وي.په نړۍ كې هيڅ يوه داسې كلتوري ژبه نشته، چې له بشري پرمختګونو سره د منځ ته راتلونكو جاجونو (مفهومونو) لپاره مخكې له مخ
صاحب
صاحبغني خان زوى مې راغى د يورپ د تربيتهجوړ سنبال لکه د ناوې پورته ښکته تريو تندى، پوډري مخ يې ؤ نيولىتا به وې ؤ د لاټانو د محلته د ډوډۍ او د فېشن سره يې شوق ؤډېر نفرت ورله ورته د جماعته لګولو د پېسو کې افلاطون ؤخو ګټلو کې غريب ؤ بې همته نن چې ما ورته په فکر نظر وکړوخر هم هغه ؤ بس نوې يې وه کته
کراچۍ کې پښتو ادب
کراچۍ کې پښتو ادبمختصره جايزهمحب وزير کراچۍ کې د ليکلي شوي پښتو ادب جاج چې اخلم نو بې ځايه ده چې د افرادو ذکر وکړم، ښه به دا وي چې د اصنافو پحقله بحث وکړم. خو د دې نه به هم ښه دا وي چې اول يو څو خبرې کراچۍ کې د پښتو ادب د پس منظر په هکله هم وکړم.سره ددې چې پښتون يو قام دى، خو د سمې او غر، د کندهار او جلال اباد، د تيراه او مردان، د وزيرستان او د پېښور د ژوند ژواک پ
خدايــــــــه زه نه پوهېږم
خدايــــــــه زه نه پوهېږم چې دا زه حق او که باطل وګڼم چې يې پر ضد که يې ترڅنګ شمه زهايمـــــــان مې نيم او که کامل وګڼم----زه خو په دې باندې باور لرمهڅوک چې پر خوا د حق ولاړ وي همېشهغه منلي او ښاغلي وي تلهغه ژونـدي وي همېـش وياړ وي همېش----زمونږ هېواد کې ګـــــــډوډي راغلېتميز د سپـين او تور کېدلاى نشي
اند د شعر په هنداره کې
اند د شعر په هنداره کېوږمه سبا عامرکه د ژوند انځور راواخلو ورته پام وکړو په دې انځور کې به بېلابېل رنګونه وګورو. پيکه رنګونه، شوخ زړه وړونکي، ارامه، خشن او زړه ځوروونکي او داسې نور....شعروادب هم د ژوند يو رنګ دى، چې له ځان سره ډول ډول انځورونه لري، لوستونکي له ځان سره بيايي او د رنګونو، ښکلاګانو نړۍ ته يې ورمخامخ کوي، په لوستونکي يوه تماشه کوي، خو دا تماشې او نندارې کله ډېرې
غزل
غزلسعدالله مېوندخور وور يو خوږ عذاب راباندې تېر شوژوند يو ستړى اضطراب راباندې تېر شو په سرونو کې يې هوش راته حلال کړڅه کوډګر ظالم قصاب راباندې تېر شو ژوند څپې د سمندر وې زما عمرلکه عمر د حباب راباندې تېر شو نيمه شپه په رڼو سترګو ياد د يار مېلکه ستورى د شهاب راباندې تېر شو حقيقت هماغه آش هاغه کاسه دههسې نوم د انقلاب راباندې تېر شو
زما په دواړو اوږو....
زما په دواړو اوږو.... زما په دواړو اوږو ناستو پرښتو وليکئزما په سر که څه ليکئ نو په پښتو وليکئ د پاکې مينې ګناه کارو چې منکر پرې نشئد رقيبانو الزامونه په تندو وليـــــــــــــکئ په ښايستونو پسې ورکو لېونو ملګروزما په زړه کې د ګل مينه په اغـزو وليکئ زما په لاسو کې په پښو کې دېوتاګانو د وختد زندګۍ نوم د اجل په زولنو ولـــيکئ د ځنځيرونو خالقانو ـــ د وحشت زامنوما په کتار کې د ژوندون د لېونو وليکئ ای شاعرانو ـــ د قلم په آزادۍ مئ
څلوريځه
څلوريځهشيرين يار يوسفزى د تا حُسن د تا مينه مې موضوع دهکوم عنوان، کومې کيسې نه خبر نۀ يم هر يو غږ مې ستا د وصل د حصول دىبلې چغې او نارې نه خبر نۀ يم
زېرى
زېرىپېغله ناهيد سحر ستا د راتلو زېرى چېما باندې وشو اشنا!شوې اندېښنې مې ختمېچې فاصلې شوې لنډېاحساس مې ګُل ګُل شوخيال مې وږمه وږمه شوسمسور سپرلى شومه زهپه هر ډګر خوره شومپه سم و غر خوره شوم
ايا پښتو هايکو بريالۍ ده؟
ايا پښتو هايکو بريالۍ ده؟ هايکو د جاپانۍ ژبې د شعري توکو يو په زړه پورې ژانر دى چې په دغه ژبه کې خورا مقبوليت لري. وروسته بيا هايکو يواځې جاپانۍ پاتې نۀ شوه بلکې يو نړيوال حيثيت يې غوره کړ او د نړۍ زياتو او وړو ژبو ته يې لار ومونده. پښتو ته هايکو د اردو ژبې له لارې راغله او د لږ ډېر کوښښ څخه وروسته ورسره خلک اشنا شول. ويل کېږي چې د پښتو لومړۍ ښې هايکو د کوزې پښتونخوا د هزارې د سيمې شاعر اسماعيل ګوهر ليکلې دي. د هغه يو
غزل
غزلفياض شاداب څه عجيبه غوندې مې کار کړى دىچې په قاتل مې اعتبار کړى دى د انتظار اذيت زه پېژنمما په کلونو انتظار کړى دى راشه سپرلى دى چې ګلونه درکړملکه د زخم مې سينګار کړى دى د کاينات غېږه زانګو ځکه دهستا شرابي سترګو خمار کړى دى د وخت حاکم تمغه هغو له ورکړهچا چې په خپلو پښو ګوزار کړى دى
حال دا دى
حال دا دى (لنډه کيسه) عبدالهادي حيران د تورخم د لويې دروازې څخه شل پنځه ويشت قدمه شاته د کوم زوړ هوټل مخې ته چې زه ولاړ وم، هلته نۀ يواځې د خواوشا ټول دوکانداران، مزدوران او تلونکي راتلونکي مساپر بلکې په ډيوټۍ ولاړ ملېشې والا هم راټول شوي وه او ټولو مخامخ د شمشاد غر په لور داسې په توجو کتل لکه سېنما هال کې چې د يو ښۀ فلم اخري منظر ته ساه نيولي ناست وي او په دې تلوسه کې وي چې اوس به څۀ کېږي. په هغه
کره کتنه اؤ د هغې زغمل
کره کتنه اؤ د هغې زغملدروېش درانى ويل کېږي چې کارګۀ (کارغۀ) چې کله لۀ خپل بچي سره مينه کوي نو ورته وائي رانزدې شه زما سپين کوټى زويه. کۀ څۀ هم د کارګۀ بچى سپين نۀ وي خو دى ئې په دغه نامه ځکه يادوي چې اولاد ئې دى. دغه ډول يوه هنري ليکنه هم د ليکونکي معنوي اولاد وي. هرډول چې وي دۀ ته پخپله ښه ښکاري. مګر بل څوک خو ئې نو بيا د دۀ په سترګو نۀ ګوري، پخپل
غزل
درنو لوستونکو!دا ځل مو د ځلمي شاعر محمد اسماعيل "عندليب" دا غزل د دې لپاره خوښ کړى چې تاسې يې کره کتنه وکړئ. محمد اسماعيل "عندليب" د حاجي محمد ادريس ځوي د ننګرهار ولايت اوسېدونکى او د اسلام اباد د نړيوال پوهنتون زده کوونکى دى. د کره کتنې دې پاڼې ته يې خپل شعر په دې هيله راکړى دى چې د نظر خاوندان دې يې په خلاص مټ کره کتنه وکړي. په مينه او درناوي مو دې غزل ته رابولو: تور د سپينې خولې دې څنګ له ځانه واړوماوس سترګې له دنيا
نعت
نعتسليم بنګښ منم احد دى خو په څنګ کې يې احمد هم دىدواړه په عرش دي خو د دواړو مېنځ کې حد هم دى زما نامې سره تړلى دى ستا نوم مبارکزما ايمان دپاره بس دغه سند هم دى زه خو بې شکه چې رحمان رحيم الله منمهخو رحمت اللعالمين مې محمد هم دى هغه درود ورباندې وايي او سلام پرې کويڅوک چې خالق،
غزل
غزل حېران مومند چې د غربت خېټه مړه ساتمهبيا د اظهار ژبه وړه ساتمه ستا بې رُخۍ سره بلها لويه شىګيله په زړۀ کښې که وړه ساتمه کوؤم چې غېرو سره جنګ د تهذيبزۀ به پښتون وجود تکړه ساتمه دا خو بس ته يې ياران نوى نيسېزه زړۀ کښې ستا مينه زړَه ساتمه د خلکو زړونه رغوؤم مومندهکۀ
ادب که له حد نه زيات شي بې ادبي ده !!!
ادب که له حد نه زيات شي بې ادبي ده!!! انجينير ستانه مير زهير د دانش خپرندويه ټولنې په دفتر کې ناست وم ،په پښتو ژباړل شوی پخوانی مشهور اثر چې د بيا چاپ په ګاڼه سينګار شوی و ، لاس ته راغی . د تعامل سره سم مې لومړی تر هر څه دمخه د کتاب په عنوان سترګې ښخې کړې . ليکل شوي و : ګيتا نجلۍ ، ليکوال ټاګور ، ژباړن _ فاضل استاذ عبدالروف بينوا سمد لاسه مې په ذهن کې وګرځيدل ، څو
قلندر او "رڼايي"
قلندر مومند په "رڼايي" کې د سعد الله ميوند ليکنه څه ته چې د وېنا لپاره خوله نۀ جوړېږي او هغه "څه چې" زما کمزوى قلم يې له تفسير څخه وېره لري هغه د فن او هنر په پراخه سارا کې د ارواښاد قلندر مومند د خيال او فکر هغه ملغلرې دي چې د هغوى هنري خلاقيت او نابغه استعداد سره راغونډې کړي دي او اوس د "رڼايي" په نوم کتاب کې د نظمونو او غزل په جولۍ کې زمونږ د نظر په وړاندې پرتې دي. د شعر تر ټولو