د hairan hairan لخوا خپرې شوې لیکنې
دوه شعرونه
اباسين يوسفزى هر څوک ما غوندې ساده نۀ وي چې زيار وباسيخلک پښتو مښتو په تندر ولي کار وباسي دوى هر منزل ته په لنډو د رسېدو قايل ديپښتانه ځکه په سمسور پټي کې لار وباسي
غزل
خوشال خان خټک د ګلونو قدر چا زدهيا بلبلې يا بورا زده په جهان کې به يو يو ويچې هنر يې د کېميا زده که جهان درخبر نۀ دىما په تا زده تا په ما زده ته ښادي کړه زه به غم کړمتا خندا زده ما ژړا زده رنګ دې ښه دى خوئي دې بد دىزه "خوشال" يم ما رښتيا زده
زه رحمان د خداى و کړو وته حېران يم
زه رحمان د خداى و کړو وته حېران يم( د رحمان بابا په طرحه ) د دې وخت د اسلامي ملک حکمران يمجنګ عراق کې دى زه دلته په لړزان يم د اسلام هر مجاهد مې دهشت ګرد کړوخو الحمد لله زه هم " مسلمان " يم اقتدار لره اسلام اسلام کوومهبيا په خوښه د واجپايي بوش روان يم ايټم، غوري دى شاهين که ابدالي دىزه يې صرف څوکيدار يم نګهبان يم هسې يومِ آزادۍ ته خوشحالېږمنور غلام د امريکې يم بنديوان يم کربلا کې د سرو
د پښتو پرون، نن او سبا
(اخري برخه) IX د پښتو د پرون اؤ نن نه پس اوس مونږه د دې سبا ته منتظر يو. نورو ژبو سره پښتو يؤ داسې سبا طرفته روانه ده چې د هغې خدوخال لا پخپله هم واضحه نۀ دي. خو چې څۀ لږ ډېر انځور ئې رامېنځ ته کېږي په هغې به خپل نظر وړاندې کړو. البته دا خبره کول به بې ضايع نۀ وي چې د دې سبا خدوخال لا زيات واضح کېدو په شکل کښې زمونږه دا تجزيه هم کمي زياتي سره مخامخ کېدى شي. دا حالات دوؤ ډلبنديانو کښې ويشلى شو:( الف):&n
پښتو موسيقي اؤ سندره
پښتو موسيقي اؤ سندره غازي سيال سندره زمونږ د پښتو د عوامي شاعرۍ يؤ زوړ اؤ غوره نوم دى چې زمونږ د پښتون قام پېژندګلو ده.اؤ زمونږ د پښتني تهذيب اؤ رواياتو سره ژور تعلق لري اؤ زمونږ د ثقافت اؤ ادب نۀ ختميدونکې سرمايه ده.ټپه د پښتو موسيقۍ د فولکلوري سندرې هغه برخه ده چې د دنيا د نورو ژبو د فولکلور نه د شکل په لحاظ جدا ده. فولکلور چې د هرې سيمې وي د هغې سيمې د عقايدو اؤ د اخلاقو ترجماني کوي.
څلوريځه
څلوريزې دجهاد دفتر په لاس راغلی يارانو لس په سلو کي سوچه مسلمانان نوي نور يې بې خبره دي له ځانه څه يې غله څه په کاسه د پاکستان * * * دجهاد دفتر مي پرانيست په لندن کي لس په سلو کي پردي ، نوي افغان جنګيالي يې خړ خټګر او طالبان امامان يې سرتر پايه پرنګيان * * * دجهاد دروژه ماتي په محال څه روټۍ او په کاسه کي مو شنه دال
" په زنځير تړلى خوب" ته يوه کتنه
" په زنځير تړلى خوب" ته يوه کتنه يعقوب شاه غرشين، پښين " په زنځير تړلى خوب" د مشر او نوموړي لنډه کيسه ليکونکي طاهر اپريدي د لنډو کيسو ټولګه ده. طاهر اپريدى د پښتو ادب د اسمان ځلاند ستورى دى ځکه د هيڅ پېژندګلو محتاج ندى. پښتو لپاره د ده ادبي خدمات په ټولو پښتنو يو غټ پور دى. د ده د پور ادائيګي زما په خيال يواځې په دې صورت کېدلاى شي چې مونږ د ده د خدمتونو اعتراف په وازه خوله وکړو او ده
د پښتو پرون، نن او سبا
(دوهمه برخه)V کۀ يؤ لوري ته دنيا کښې پښتون ادب ځان په نړيوال ادب کښې د شاملېدو جوګه کړو نو بل لوري ته د دغه وخت ادبي خلا د پېدا کېدو ډکون د انګرېز په ضد د پښتنو د مبارزو په شکل کښې دوام وموندلو. د پښتنو په ضد انګرېز ډېرانسانيت سوز مظالم هم وکړل چې په مقابله کښې ئې پښتنو هم تورې ته لاس کړو اؤ هغه کارنامې ئې وکړې چې د نړۍ توجه ئې اوس د تورې په ميدان کښې ځان ته مبذوله کړه. په نور هند انګرېز ته په قبضه
" ترافيک مې کنتروړ کړى دى"
" ترافيک مې کنتروړ کړى دى" عنايت الله ضياء ما ويل جوړې کومه غټه پېښه شوې ده. سړک بند ؤ او د موټرو، رېړو ټانګو يو لوي قطار لګېدلى ؤ. د هارنونو شور ؤ، رکشې دوکانونو ته ختلې وې، ټانګو والا بېل چابکونه خوځول. څلورلارې کې په يو مخ هم د تلو لاره نۀ وه. چې پوښتنه مې وکړه نو معلومه شوه چې پېښه نده شوې. حېران وم چې بيا دا موټرې ولې په ځاى ولاړې دي. چې ورمخکې شوم نو د څلورلاري په مېنځ کې مې چابک په لاس د ترافيکو پوليس وليدو. په غيض و
پښتو ادب اؤ تصوف
پښتو ادب اؤ تصوف عمرګل عسکر ادب د انساني ژوند اؤ ژواک سره چې څومره تعلق لري د هغې اندازه د دې نه هم لګېدلى شي چې ادب د انساني ژوند هره موضوع په ځان کښې رانغښتې ده. ګويا د انسان جذبات، احساسات، خيالات اؤ معاملات چې د ژوند د کوم يؤ اړخ سره تعلق لري د ادب په ذريعه ئې اظهار کېدلى شي.په انساني ژوند کښې تصوف هم يوه داسې موضوع ده چې په څۀ نا څۀ صورت کښې هم، اؤ بِالاراده هم، د ادب په ذريع
چې واده ونکړې
چې واده ونکړې ابراهيم شاه صابر کوېژدن دې وکړه خو اوس تښته چې واده ونکړېمونږه ليدلې ده دا سخته چې واده ونکړې نه به دې ناز وي بيا په کور کې نه به قدر وي ستاڅوک به دې نه ګوري بيا مخ ته چې واده ونکړې د غټ غويي پشان "عاجز" کړو واده خاورې ايرېسهار ماښام يې وهي په لښته چې واده ونکړې
ښايسته ښځې
ښايسته ښځېوالټ ويټمېنله انګليسي ادب څخهژباړه: محمود اياز ښځې دي ناستې يا روانې لکه زرکې د خيالځينې په څېر د ډوبېدونکو سايوځينې پشان د غوړېدونکي سپرليڅومره دى ښکلى غوړېدونکى سپرلىخو دا ښکلاد ډوبېدونکو سايود دې سپرلي نه زياته ځوانه ښکاري
غزل
غزل شاهد علي شاهد سترګې لېونۍ دي مينه هم کوي، شر هم کويزوړ زخم ګنډي ګرانه، خو نوى پرهر هم کوي خداى زده چې ګل چين دى، که د ګل مالي يې وګڼموينم چې ګلونه رېژوي، ولې کر هم کوي ماته يې په ژبه او په زړه کې لوي تضاد ښکاريلاس مې په سر هم ږدي، خو سودا مې د سر هم کوي څنګه خپل خاطر د يار په ستغو سپورو دروند کړمهپټه پټه ما سره ياري د نظر
د پښتو پرون، نن اؤ سبا
د پښتو پرون، نن اؤ سبا ډاکټر ميا سهېل انشاء (لومړۍ برخه) I ژبې په څو کورنيو کښې وېشلې شوې دي. په دېو کښې يوه د لرغوني هندواروپائي ژبو کورنۍ ده. چې د دنيا د نيمو استوګنو مورنۍ ژبې په دې ستره کورنۍ کښې تشکيل شوې دي. دا کورنۍ د ژبنيو کورنيو په قطار کښې ټولو کښې ستره اؤ لويه کورنۍ ده . په دې کورنۍ کښې يوه ذيلي کورنۍ د هندي، ايراني، يوناني اؤ ارمينائي ژبو احاطه ک
غزل
غزل عزت الله شمسزى سپوږمۍ د ورځې لاس ته راشي رانه بېرته تښتيلپه مې ډکه له ښکلا شي رانه بېرته تښتي جانانه اوس چې توره شپه کې کله لار ورکومسترگې دې يادې کړم رڼا شي رانه بېرته تښتي زړه کې مې ډېرې گيلې شته خو زړه مې تاسره دىلږ څه مې ذهن کې پيدا شي رانه بېرته تښتي دجانان وصل وي يوه شېبه بېلتون سر او کالمياشت کې يو ورځ نيمه پخلا شي رانه بېرته تښتي
د پښتو ادب زرين دور
د پښتو ادب زرين دور پروفېسر ډاکټر راج ولي شاه خټک پښتو اؤ پښتون قام کۀ هر څومره زوړ دى ولې د ادب تاريخ يې دومره په تحقيق نۀ دى ليکلى شوى. د زر دولسو سوو کالو دا تاريخ لۀ هغه ځايه شروع کېږي کله چې د اسلام د راتلو نه پس په څۀ نا څۀ رنګ کښې د ادبي تاريخ د اثارو محفوظولو هڅې شروع کړاى شوې دي. د دغه اثارو لۀ مخه د پښتو د ادب تاريخ د امير کروړ ځينې شروع کېږي چې د پټې خزانې په روايت په ١٣٩هـ کښې ژ
د پښتو مشاعرې او شاعران
د پښتو مشاعرې او شاعرانالعين د ابو ظهبۍ رياست يوه وړه شان ښاريه ده. دلته لوړ دنګ بلډنګونه نشته. هر عمارت درې چته دى. ما غوښتل چې العين ووينم خو زما دغه تګ په توره شپه کې ؤ. هغه د چا خبره چې د مېلمه واک د کوربه وي اؤ بيا کوربه چې شاعر هم وي نو بيا به پکې څوک څۀ ووايي. ملګري په يوه دېره کې زمونږ په انتظار ناست وه. د العين د دېرو حال د دوبۍ نه ډېر ښۀ دى. دلته ښې صفا ستوره کوټې دي اؤ کرايه ګانې يې هم مناسبې دي. مونږ چې ورسېدو نو مشاعره شروع شوه.
غزل
غزلعزت الله شمسزى جانانه ژوند دی چا ته ژاړم چا ته وخاندمه تياره کې ناست يمه خپه، رڼا ته وخاندمه ستا د ښايست قدر به ياره دومره بس وي که نه چې ستا د هر ظلم بدل کې تاته وخاندمه د شپې شبنم غوندې ورېږم پر ګلونو باندېسهارکې ستورى شم فاني دنيا ته وخاندمهچې ماته ګوري لږ موسکۍ شي سترګې مړې واړويزړه کې مې پټ د جانان دې جفا ته وخاندمهزموږ دکلي منځ ته راشي بل ته لاس ورکويله ډېره غمه د يار دې سزا ته وخاندمهاوس درته لاس
سپوږمۍ
سپوږمۍ ای د سپينې سپوږمۍ عکسه کۀ دې څومره کړمه هېرهبېا د زړۀ پۀ دروازه کې تۀ شې غلې غوندې تېره محبت به خلکه څۀ کړم نوم يې هم اخيستې نۀ شمدا غزلې هم ليکمه ټولو خلکو نه پۀ وېره دا سلګۍ به مې شي کړېکې اسويلي به مې سور اور شيتړمې اوښکې به سېلاب شي که مې زړۀ کړم را برسېره پاس د هسک ستورو ته ګوره پلوشې د سپوږمۍ شمېرهد ناصر مومند زړګي کې لۀ دې مينه ده هم ډېره ناصر مومندشمالي کلېفورنيا
غزل
غزلسليم بنګښ لا خو مې ارمان نۀ دى وتلىزړۀ نه مې جانان نۀ دى وتلى هر څو يې که هر څومره ښۀ وويستعکس د تا پۀ شان نۀ دى وتلى پښو نه مې که ځمکه وي وتلېلاس نه مې اسمان نۀ دى وتلى ما ويل چې يواځې پاتې شوى يمچا ويل چې کاروان نۀ دى وتلى ستا پۀ سپيناوي مې يقين راغى خوزړۀ نه مې ګومان نۀ دى وتلى سترګې مې دي تا پسې وتلېسترګو نه