د hairan hairan لخوا خپرې شوې لیکنې
د غزل مشاعره که د پېريانو جاله (١)
شمشېر هېواد د مئ ٢٠٠٦ء په نهمه نېټه د شپې په اتۀ نيمو بجو وخت کښې د ښاغلي ميا فاروق فراق صېب له خوا غوږخبر راغئ. ښاغلي سره مې دعا سلام جوړ تازه نه پس د خېر خېريت خبر واخيست. ويل ئې هېواد صاحب نور خو خېر دى او د ستاسو د ټيلي فون نمبر ((غوږخبر)) نومره مې په ډېرو خوارو پېدا کړه. ما ويل چې خېر وي نور به کېږي. خدمت وايه. نوموړي ووئيل چې سبا ته په دوه بجې ماسپښين پي. ټي. وي. پېښور سټېشن صدر کښې د غزل مشاعره ده نو ما ستاسو نوم هم د پروګرام انچارج ښاغلي مجيد الله خل
زه د چا زړګى يمه ما مه چېړه
نصرت الهام زه پښتون زلمى يمه ما مه چېړهزړه لرم ژوندى يمه ما مه چېړه ما د احساساتو په اور مه وژنه مات به شم بنګړى يمه ما مه چېړه خداى يې وهي ماته ، چې بد وګوري زه د چا زړګى يمه ما مه چېړه ستا په پلونو ښار ته رسېدلى يمسم د غره سړى يمه ما مه چېړه زړه مې د داغونو په خالونو پټ اوښکو کې مسکى يمه ما مه چېړه زه الهام د غم په سيند کې لامبمه هسې لېونى يمه ما مه چېړه
جانانه ربه
ديدار باغي خپله مست خپله نشه يمخپله مړ خپله ژوندى يمزه مختار ددې هرڅه يمکله خر کله سړى يم په بل ځاى کې مې وجوددىدغه لږه مې حصه دهمتاثر ، چې شم له چانههم هغه ته مې سجده دهپه جذباتو کې راټولهد مستۍ او عشق کيسه دهددې ګل خاورې کېدو کېڅه خو پټه فلسفه ده مېلمانه ټول د فنا ديکه دا شونډې که ګلان ديبس يو ته شوې راته پاتېنور په منډو دي روان دي بس يو ستا مخ دى جانانهنور د اوره دي نور
غزل
سليم بنګښ يوه قاتل چاړه ده ايښې د هر چا په غاړهچېرته موسى ورته راولېږه عصا په غاړه بلها ښايست لرې بلها درپسې وکړېدومونږ مينه څه وکړه مونږ واخيسته بلا په غاړه داسې محشر کې زه جزا وته ولاړ يمه چېتوبه مې ده قبوله شوې او ګناه په غاړه په دې مېدان کې خلک اوس هم بې ګناه قتلېږييو قاتل اوس هم دى دېره د کربلا په غاړه يو څوک يې وژني هم يو څوک ځانونه خپله وژنييو جنګ روان دى د فنا او د بقا په غاړه
غزل
امان اپريدى لمر چې څرک وهي زه مخې ته ډيوه ږدمپه څپو د امېدونو اندېښنه ږدم کله کله ځان له ځانه هم ګټل ويپه سنګېر ځمکه رديف او قافيه ږدم دا په ((لا)) مين چې برېتو کې موسېږيد عشاقو په قطار کې يې نامه ږدم د خېبر په سر که جلت ستورى راوخوتيو څو څاڅکي د زړګوټي صدقه ږدم بس يو دا علاج مې شته نه چا راوښودد کالدارو په بدل دستار ګاڼه ږدم لويه خدايه د تنکيو څه قصور دىور په سر چې د بارودو عمامه ږدم امان څه چې د ملت تکيه په تا د
غزل
فېصل فاران وچ ګلونه مې د مات ګلدان سينګار شوهغه ستړي لاروي چرته ايسار شو ته به کله راځې جانه سپرلى دروميتور توتان له ګورو څانګو راغوځار شو پاڼې پاڼې شو ګلونه د بکياڼوستا د ياد مارغان هم زړه کښې په قلار شو د افق پېچومۍ ورکې شوې لوګو کښېشنه طوطيان د خپلو لارو نه بې لار شو خراړې بېرته راستنې نه شوې فارانهپه
محمد الله ارمان – يو تکړه او نازکخيال شاعر
ليکنه د: نصرت الله الهام محمد الله ارمان د پښتونخوا دچارسدې د ولسوالۍ د رزړو دکلي دى چې ډېره ښايسته شاعري لري . يو تعليم يافته شاعر دى ، په انګلش کې يې ايم اى کړې ده او ، ايم بى اى يې په نيوهيمپشاير ماننچيسټر ( امريکه ) کې کړې ده . درې کتابونه يې ( صرف مينه ) ( دجندي غاړه ) او ( چېړنې ) . چاپ شوي دي او يو منظومه افسانه ( درکړې درکړې ) يې ناچاپ کتاب دى . بايد يادونه وکړم چې دغه اخيري چاپ کتاب (( چيړنې )) يې د نن نه دولس کاله مخکې چاپ شوى دى چې د ښاغلي ارمان عمر
غزل
اکرام الله ګرانزړۀ دى نو ارمان به خامخا لريمينه او جانان به خامخا لري ژوند کۀ خاورې خاورې دى په زمکه پروتخيال د لوړ اسمان به خامخا لري عشق په دغه پُوله چرې لاړ نۀ شوعقل سود او زيان به خامخا لري زۀ هم يو منزل په تصور لرملار، نوم او نښان به خامخا لري چا چې د بلبلو نغمې زده کړلېپوئي دې شي زندان به خامخا لري
"غزل" مذکر دى کۀ مؤنث ده
سحر کتوزىد غزل د تذکير او تانيث په حقله ګڼو ليکوالو خپلې خپلې رائې څرګندې کړې دي او د خپلو خپلو دليلونو په رڼا کښې ورته چا مذکر وئيلي دي او چا مؤنث. د مثال په توګه څوک وائي چې اردو ژبه کښې غزل مؤنث استعمالېږي نو مونږ له هم پکار دي چې مؤنث ئې وګڼو. څوک ئې د تانيث په حقله دا دليل پېش کوي چې جمع ئې "غزلې" ده چې مؤنث ټکى دى، له دې وجې نه غزل مؤنث اسم دى. ځينې خلق دا وائي چې غزل د ښځو سره خبرې کولو او د ښځو د حسن ستائنه کولو ته وائي خو چونکې په پښتو شاعرۍ ک
غزل
جلبل اشنغرىما چې د خپل زړه نه بهر په خوښه نه پرېښودههغه زما د زړه کنډر په خوښه نه پرېښوده ملګرو ولې او په څه مې دومره ډېر ګرموئحالات سنګين شو ما دلبر په خوښه نه پرېښوده تورمخى باب دى او ناشونې ناکړدې د تاريخمونږ دا تضاد د لر او بر په خوښه نه پرېښوده يو وخت طوفان داسې راځى چې ارادې ماتوىګنې نو ما خو پېښور په خوښه نه پرېښوده
زه او ته
مبارز ساپى راځه چې سره وسپړو دا زړونه زه او تهرازونه زه او تهخيالونه زه او ته تر څو به وي لانجې او کړکېچونه زه او تهجنګونه زه او تهمرګونه زه او ته ټول تن ټپي ټپي شو غوښې وشلېدې له نوکوجګړه ده په هډوکوژړاوې دي په کوکود بل چا په لمسون زغمو ټپونه زه او تهدردونه زه او تهرنځونه زه او ته بېل بېل دي دوزخونه د بېل بېلو ځواکونو
غزل
فېض الوهاب فېض ته که له ګوتې شې پناه او که د غره نه پناهجانانه چرې به مې هم نه شې د زړه نه پناه شيرين اواز دې په ما خور کړي کېفيت د نغمېد خيال ليلا چې راته ودرېږې د وره نه پناه چې تصور کومه ستا پکې راګډ شي رقيبجانانه غواړم تا سره ددې سپېره نه پناه هغه خبره به سبا په دېوالونو ليک ويکومه خبره چې نن کړي د ديواله نه پناه
غزل
اکمل لېونى دروغ وايي رښتيا خبره کوم ده چې چا وکړهښه سپينه او صفا خبره کوم ده چې چا وکړه ما وى درته جانانه! ځه په خپله چې پخلا شوترمينځه زما ستا خبره کوم ده چې چا وکړه د ځان دپاره هر سړى پښتو کوي پښتون دىد خوارې پښتونخوا خبره کوم ده چې چا وکړه د کرکې د نفرت خبرې هر طرفته اورمد مينې د وفا خبره کوم ده چې چا وکړه
غزل
جهانګير عربزى فـــــــکر مې مړ نه دى يــاغي شــور لا پــکې شــــــتهژبه مې ګــــونګۍ نـه ده ســـــور اور لا پــکې شــــته سهوه شوې زندانه سر ټيټ څنګه شي چې ساه لري؟مــات مــات نــه دې پرې نه دې چې زور لاپکې شته يا د اســـرافيل په شــپــېلۍ ټـول جهان ته حــال وايــويـا بـه ميــــنه پــټه ســاتـــو پـېــغـَور لاپـــکې شــــته خېر که شو ټوټې ټوټې
لغمان کې
داشعر په جلال آباد کې څو شاعرانو په فى البديه ډول ليکلى دى . ټول لغمان کې يو دانش دى يو آرش دى چې فرياد صيب ورنه لرې کړې نور تش دى شمسزى هم کله ناکله خواته را شي چې سړى شي دده هم دغه کوشش دى خداى دې وبښي ننګيال صيب ښه سړى و نقل قول مې راخيستى له ګردش دى د ازمون لاسونه زور کړي يون ته لاړشي ټول خبر دي هاشمي صيب سره برش دى د دربار ډوډۍ يې ټوله کړله خلاصه هېواد مل صيب اوس ښايسته ماشين دکرش دى بيا به يې وروسته
غزل
جهانګير عربزى د ورځومياشتو او د کال قيصه کې نه يمهزه جانان غواړم د جمال قيصه کې نه يمه ښه ترې خبريم د انجام پروا يې نه ساتمهمينه کومه د وبال قيصه کې نه يمه زه له حالاتوحادٍثو د خلاصون لاره ګورمزه ځم سبا پسې د حال قيصه کې نه يمه ته د اظهار، ته د دستور د ماتېدو ووايهځواب دې غواړه زه د سوال قيصه کې نه يمه ستاپه لمن راته داغونه د زغملو نديګنې د ور او د دېوال قيصه کې نه يمه د عشق
غزل
اسير منګل سپوږمۍ ته ګورمه، ګلونه به څارم درپسېزه مسافر يمه ملکونه به څارم درپسې ته پټوه په تورو زلفو کې رڼا د رخسارزه لېونى يمه دا غرونه به څارم درپسې د قبر خاورې چڼوم ايرو کې ګوتې وهمته زما خوښ يې کنډرونه به څارم درپسې د ښار غرمې چې لنډوم ستا د اوربل سيوري تهتا راولم ړنګ دېوالونه به څارم درپسې منګله! ته چې کومو
سګ جنګي!
اټک يوسفزی د پرديو الوتکو له درنو درنو بمباريو نه ايله يو څو ورځې وروسته په ټول هېواد کې د ديموکراسۍ او ازادۍ د چيغو او شعارونو سره سم چا پوړني له سره غورځول او چا هم پګړۍ او خولۍګانې د تېرو واکمنو سخت چلند د خلکو زړونه دومره پړسولي وو چې ان نايي په يوه چړه له شل مخونو نه ږيرې توږلې. په هم دې ترڅ کې د چرګانو،زرکانو، مړزانو او د سپيو شوقيانو هم د چرګانو، مړزانو،زرکانو او سپيو د جنګولو اعلانونه وکړل٠خو تر ټولو عج
کابل ته
جلال امرخېل هلته چې خلك نه رقيب او نه جانان پېژنيهلته چې خلك نه سپرلى او نه خزان پېژني هلته چې هېڅوك د بل چا په غم كې نه دي شريكهلته چې خلك بس يو ځان پېژني ، ځان پېژني په توره شپه كې چې په غلا په مرګ پسې راوتيد اميدونو د سبا په مرګ پسې راوتي هلته چې خلك په تورتم كې زندګي خوښويهلته چې خلك د رڼا په مرګ پسې راوتي هلته چې خلكو ته د مرګ سيورى پر سر ولاړ دىژوند په بانه لكه د ژمي مازيګر ولاړ دى هلته چې هر ل
پښتانه مترقي کېدو ته اړتيا لري
زمونږ ژبه چې تراوسه پورې کوم ادب لري دا يواځې د شوقي ليکوالانو تخليق دى، د ضرورت تر مخه يو فيصد کار هم نه دى شوى. تر څو پورې چې دا ژبه د خلکو ضرورت نه وي ګرځېدلى تر هغې يې هيڅوک ويلو ته نه تيارېږي، او چې کله دا د خلکو ضرورت شو، خلک به يې پخپله په ويلو پېل وکړي، او بيا به وګورئ چې دا ژبه کوم ادب او کومو ليکنو ته اړتيا لري، او څومره تشې لري هغه په څو مياشتو کې پوره کېږي او کنه. د بشپړه مرکې د لوستلو لپاره په لاندې پېوند کېکاږئ http://www