د hairan hairan لخوا خپرې شوې لیکنې
د پښتنو اصل نسل (١)
(اوله برخه) خړې اوبۀ وړاندې د دې نه چې دا سوال د لوستونکو په زړۀ کښې راشي بهتره به دا وي چې زۀ ئې د اول نه جواب ورکړم.سوال دا دى چې زۀ خو د تخليق د مېدان سړى يم نو د تحقيق مېدان ته مې ولې ورودنګل؛ بې غمه به مې خپلې ډرامې ليکلې، شاعري به مې کوله او په کالمونو کښې به مشغول وم، هسې برناحقه مې ځان په يوه ډېره ګرانه او خطرناکه لاره ورواچولو، سره د دې چې نۀ خو يو سکه بند محقق يا څېړنوال يم، نۀ مستند دانشور يم او نۀ څۀ سنديافته عالم يم. کار مې څۀ وۀ چې
يو سفر د جنوبي پښتونخوا
د سفر خيال د دوه زره اتم کال د جون په دويمه نېټه مونږ په لواړگي کې نادرخان کلي ته په يو واده کې د گډون لپاره لاړو. د واده په سبا زه د لواړگي بازار – چې د سيمې خلک يې ((سراى)) بولي – ته لاړم او د خلکو سره مې په څو تازه موضوعاتو خبرې وکړې. دغه خبرې په دې ډول وې:سيخانو والا:- ياره يو سيخ په څو دى؟- په پنځه روپۍ.- ښه! پېښور کې خو په لس روپۍ دى. ته يې دلته ارزان ولې ورکوې؟- يره دلته خو يې څوک په پينځه هم ناخلي، گراني دومره
د لنډو کيسو ټولګه په ليکه شوه
د دې وېبلاګ د ليکونکي عبدالهادي حېران د لنډو کيسو ټولګه ((تنده مې ماته شوه)) چې څو مياشتې وړاندې خپره شوې وه، د ښاغلي عبدالله احسان په زيار او مننه د لر او بر وېبپاڼې په کتابتون کې په ليکه شوه. لوستونکي د دغې ټولګې د کيسو په اړه په همدغې وېبپاڼې کې تبصرې هم ليکلى شي.
د تورخم په لور مې وتړله کډه!
د کډوالۍ ژوند خو هر چا ته معلومه ده چې په ژوند حساب نه وي، خو د افغانانو کډوالي تر دې هم پسې زياته عجيبه ده. يو ځل، دوه ځل، درې ځل نه بلکې څو څو ځل، يا به دا ووايم چې کډې ګرځول د افغانانو ژوند جوړ شوى دى. له کوم وخته چې افغانستان د نړۍ د سيالو ځواکونو د جنګونو په ډګر اوښتى، له هغه مهاله افغانان کله د جنګونو او کله بيا د جنګونو له خېټې زېږيدلي فقر او غربت د لاسه کډه په سر دي. دوى د ټوپک په مبارزه په افغانستان کې دننه ډېرو سترو ځواکونو له جنګونه وګټل خو ځان له يې هيڅ ونه ګټلاى شول
لۀ ديبله تر کابله (٧)
اومه برخه (شپږمه برخه دلته وګورئ) يوه بجه وه چې مونږ کابل ته ورسېدو او د هرکلي ساين بورډ مونږ ته کابل ته ښه راغلاست ووې. دا د پول چرخي اډه وه. د جلال اباد او تورخم دپاره ګاډي تيار ولاړ وو. ښاري ژوند ښه پکې ښه په درز کې روان و. د ايساف نه چې مونږ لږ وړاندې تېر شو نو اسد دانش ملګرو ته ووې چې هاغه مخامخ دېوال چې ښکاري دا د پول چرخي مشهور جېل دى. دا د کابل انډسټريل ايريا ده. ګو چ
مرکه
ځينې خلک ورته "معرکه" هم وايي، ځکه چې د قلندر مومند په ژوند به ډېر تاوده بحثونه پکې کېدل او د تحقيق او تنقيد د دنيا معرکې به پکې سر کېدلې، خو اصلي نوم يې "د ساهو ليکونکيو مرکه" دى، چې د تېرو څه د پاسه څلوېښتو کلونو راهيسې په پرله پسې توګه اونيزې غونډې کوي او ورځ ښه وي که بده، ګډونوال لږ وي که ډېر، خو دا "مرکه" خامخا کېږي، ځکه نو چې د نړۍ د هر ګوټ نه کوم پښتون شاعر او ليکوال پېښور ته راشي او د ليکوالانو، شاعرانو سره د ليدلو تنده لري نو "مرکې" ته خامخا ځان رارسوي. د دې مرکې بنسټ قلندر
پښتونخوا نوم
نسیم ستوری
دا وګړي ډېر کړې خدايه
د بيټ نيکۀ دې خداى ټول جنتونه په نصيب کړي، د دوعا نه يې داسې معلومېږي چې د معيار په ځاى د مقدار پلوى و. خېر، کله چې مقدار کم وي، بيا خلک په معيار پسې نۀ ګرځي، خو کله نا کله د معيار خبره ورسره تازه کوي خامخا. نو بيټ نيکۀ کېداى شي د پښتنو وګړيو د ډېرېدو تر څنګ د دوى د ښۀ کېدو دوعا هم غوښتلې وي، مګر داسې ښکاري چې دوعا يواځې د ډېرېدو قبوله شوې وي، او ډېرېدۀ هم داسې چې د دنيا هر ګوټ ته رسېدلي دي او په زياتو ځايونو کې هغه کارونه کوي چې د نورو خلکو نه پاتې وي، خو بيا هم د کندهار نه تر سواته پورې چې
لۀ ديبله تر کابله (٦)
شپږمه برخه (پنځمه برخه دلته وګورئ) مونږ واپس د حاجي ظاهر ځاى ته راغلو. زۀ، رياض، رازق فهيم، امجد شهزاد او عمران د موبايل سيم اخيستلو پسې بهر راووتلو. دغه وخت باچا صېب بهر د خپل ګاډي سره ولاړ و او د تللو لياره يې کوله. هغه چې مونږ وليدو نو يو تن يې راسره کړو چې دوى سره لاړ شه او خپل کارډ يې هم راکړو. د دغه وزيټنګ کارډ په يو ګوټ باندې د افغانستان د بېرغ د درې واړو رنګونو نه علا
پېښور، ګرمي او وېره
رحمان بابا ډېر پخوا ويلي وو چې: په سبب د ظالمانو حاکمانواور او ګور او پېښور درې واړه يو دي هسې خو د دې حاکمې طبقې نه په هر ځاى کې د خلکو زړه ټق چاودلاى دى، خو داسې ښکاري چې رحمان بابا له يې بېخي زيات زړۀ خوړين کړى و. او د حاکمانو چال چلند چې نننۍ زمانه کې هم هماغسې دى نو په دې کې سړى پرېکړه نشي کولاى چې د پېښور حاکمانو د تمدن په لور تراوسه پورې کوم قدم ندى ايښى او که د رحمان بابا شاعري د دې ښار د ژوند د هرې دورې ترجماني
د نويو موضوعاتو افسانې
قيوم مروت يو ملګري کتاب راکړو، چې د عبدالهادي حېران تصنيف دى او نامه يې ده "تنده مې ماته شوه". د عبدالهادي حېران ليکونه خو ما دې نه مخکې لوستي وو خو د هغۀ افسانه مې چرته نۀ وه لوستې. دې وخت ما سره لس دولس کتابونه داسې پراتۀ دي، چې د تبصرو متقاضي دي، خو د دومره کتابونو مطالعه کول هم يو کار دى، او بيا په هغې تبصره کول خو د دې نه هم زيات. ما د دې کتاب اولنۍ افسانه په هغه ساعت لوستل شروع کړل او د دې افسانې "تنده مې ماته شوه" په لوستو مې تنده ماته نۀ شوه
عبدالهادي حېران او افسانې ئې
محمد اشرف غمګين "تنده مې ماته شوه" (لنډې کيسې) د عبدالهادي حېران په مارچ ٢٠٠٨ء کښې د افغان خپرندويه ټولنه څخه اجراء شوه. لس کيسې او يو سل څلور مخونه لري. تړون يې په ښه انداز شوى دى، وائي: په ګران وطن کښې د فکر او وېنا د ازادۍ په نوم. د مذکوره کتاب د ړومبۍ افسانې نوم ئې د زيات روايت مطابق د اثر
لۀ ديبله تر کابله (٥)
لۀ ديبله تر کابله (٤) مونږ قريباً دوه نيمې بجې د جلال اباد په ښار ورداخل شو. دا عيدګاه جومات دى، دا ميډيکل کالج دى. دا امير شهيد باغ دى. دغه شان د اسد دانش په ښودنه په لارو کوڅو کې چې ښې ودانۍ يې لرلې روان وو چې د حاجي ظاهر د حجرې مخې ته ګاډى ودرېدو. د ننګرهار د پخواني ګورنر او شهيد ملت حاجي قدير غټ عکس پرې لګېدلى و. حاجي ظاهر د حاجي قدير زوى دى. حاجي ظاهر په خپله په څه دولتي کار د ج
ليکوالان دې خټکي خرڅول شروع کړي
(يادونه: دا ليک د برېښناليک له لارې کره کتنې ته رارسېدلى دى) نن (د اپرېل دوه ويشتمه) مې د پېښور په وحدت ورځپاڼه کې د ښاغلي مصور قرېشي د کالم په دې سرليک نظر پرېوت چې "موسيقي د قران او سنت په رڼا کې" نو لږ ورته ځير شوم. د دې لپاره نۀ چې ګوندې زه د موسيقۍ په پلوۍ يا خلاف بحث سره کومه علاقه مندي لرم، بلکې د دې لپاره چې وګورم په دې موضوع باندې د دې ښاغلي د بحث سويه څومره په اوبو کې ده. او په لومړي پراګراف کې پوه شوم چې ښاغلى قرېشي په ګډو وډو سر شوى دى. هغه داسې
انټرنېټ او د کتاب ارزښت
څه موده وړاندې د بي بي سي لخوا په يوه مذاکره کې د ګډون لپاره وربلل شوى وم. د مذاکرې سکالو وه چې د انټرنېټ په راتګ او عام کېدو سره د کتاب ارزښت کم شو او د کتابونو خپرېده اغېزمن شو که نه. زما دليل دا و چې انټرنېټ خو د کتاب ارزښت نور هم پسې زيات کړ ځکه چې که تاسې وګورئ چاپي کتابونه چې په کوم هېواد کې خپاره شوي وي نو د هم هغه هېواد يا خواوشا څو نورو هېوادونو د لوستونکو لاسونو ته ورسېږي، خو کوم کتابونه چې په ليکه (ان لاين) شوي وي هغه د نړۍ په هر ګوټ کې د لوستونکو کمپيوټرونو ته په ډېره اسانۍ سره ور
پښتنو ته د رڼا ډېر ضرورت دى
غواړم ستا يوه خندا ډېر ضرورت دىانکار مه کوه اشنا! ډېر ضرورت دى زلفې واړوه د مخ نه چې سبا شيپښتنو ته د رڼا ډېر ضرورت دى هغه ورځ خو دې جانانه تُوره وکړهيم يواځې نن دې بيا ډېر ضرورت دى ستا خوږې خبرې ښې دي ملا جانهتا ته اوس هم د حلوا ډېر ضرورت دى محبت علاج د هرې ناروغۍ دىورته دلته د هر چا ډېر ضرورت دى نن خو لاړو په بمونو کې حېرانهاوس خېر غواړه د سبا ډېر ضرورت دى
عجبه رنګيني شوه (غزل)
راغلې پسرليه! ښايستونو سترګې تورې کړېعجبه رنګيني شوه سرو ګلونو سترګې تورې کړې اوس به د افغان خاوره هم وويني مستي لږهځوانانو پټکي وتړل او جونو سترګې تورې کړې ګورو به رقيبه چې نفرت که محبت ګټيباروتو سترګې خړې، قلمونو سترګې تورې کړې دا د ګل اندام جانان د مينې کمال دى که نه؟غم لاسونه سرۀ کړل چې يادونو سترګې تورې کړې د عشق په جل وهليو د رحمت باران کېدونکى دى
لۀ ديبله تر کابله (٤)
لۀ ديبله تر کابله (٣) دا تورخم و. ګاډي ودرېدل. ماشومانو د سامان د وړلو لاس ګاډۍ زمونږ په لور راوزغلولې. مونږ خپل خپل سامانونه، بېګونه په دغو لاس ګاډيو کې واچول او د ډېورنډ د کرښې په لور روان شو. دې دوران کې چې د چا سره پاسپورټونه وو اسد دانش د وېزې لګولو دپاره د هغوى نه واخيستل او د ځان سره يې بوتلل او چې د چا سره اجازت نامې وې هغوى يې په مخ روان کړل. زما او د اکبر سيال اجازت نامې د
لۀ ديبله تر کابله (٣)
لۀ ديبله تر کابله (٢) درې (دره ادم خېل) ته چې راورسېدو نو رياض تسنيم راته ووې چې هلکه څو کليمې درځي که نه؟ دلته ګورى طالبان دي په سړي کليمې تېروي. ما ورته ووې چې ماما غم يې مه کوه شپږ واړه کليمې به ورته تېرې کړم خو ورته وايم به چې استاذ مې دا دى. بيا يې که درباندې سورت يسين تېر کړو او که په قل هو دې ترې ځان خلاص کړو. قسمت دې خپل دى. "سحر مو په خېر سفر مو په خېر کوم ځاى ته را
وجه څه ده؟
د بي بي سي د يو راپور له مخې، د غوره وېبلاګ جوړولو په موخه په کابل کې يو روزنيز ورکشاپ جوړ شوى دى چې "موخه يې په افغانستان کې د وېبلاګ جوړولو پراختيا او ښه والى ښودل شوى دى." راپور کې په افغانستان