د hairan hairan لخوا خپرې شوې لیکنې
C.L.I.
افضل شاهټيليفون چې په کړنګا شوريسيور به مې اوچت کړويو ريښمين اواز به راغىزما زړه به په درزا شوټول ماحول به سُر او ساز شوخو يو نوې بلا راغلهټليفون کولى نه شويار ته يار ويلى نه شوC.L.I. مو رقيب شواوس مې تنده نه ماتېږياوس په خيال باندې تېرېږيستا خبرې مې يادېږيخپل نمبر خپله ميلاو کړماوس د ځان سره ګورېږمخو اوس چرته مشغولېږمستا اواز چې پکې نه ويسُر او ساز چې پکې نه ويټيليفون راته بلا شو
اقرارِ جرم
ننګيال يوسفزى، کراچۍ زه خپل استاد د خپلې ژبې او تاريخ لرې ساتلى ومزه خپل شاعر د شعور د کور نه شړلى ومزه خپل اخبار د ناخبرۍ په خوږ رګ اوده کړى ومزه خپل ملا د ترقۍ نه منکر کړى وماوما خپل وروڼه په پردي جنګ کې وژلي دي
غزل
عارف تبسم تورى د ښايست له انتسابه څخه باسمڅنګه دې د مينې له کتابه څخه باسم نه دې يادومه، نه دې نوم اخلم له ځان سرهتا به زه د ژوند له هر حسابه څخه باسم څو به مضطربه په يادونو کې وسېږې تهڅنګه دې زړه خواره! له عذابه څخه باسم ځان ته به يې بل کړم او تيارې به پرې رڼا کړمستوري د اسمان به له عتابه څخه باسم ډېر مې په خواريو څه ګوهر و ځان ته وموندلپرې مې ږده چې سر اوس له دريابه څخه باسم بيا نن په وجود کې
غزل
نبيله غزل ډکې پيمانې په بله واړويسترګې پښتنې په بله واړوي کړې بهانې په بله واړويتللې زمانې په بله واړوي ځان کړي ورښکاره لکه د قدر شپهزړه د ايينې په بله واړوي مونږ يې د غليم غشي ته سپر نيسودوی ورنه سينې په بله واړوي پرېږدئ چې غزل د ارماني ژوندونسوې ترانې په بله واړوي
غزل
صاحب شاه صابر د پرهر ژبه مې هغسې ګويا دهخو د زړه درزا مې ستړې ده ساه ساه ده د مئينو زړونه مۀ ماتوئ خلکهپه دې ښار کې دغه لږه شان رڼا ده ما د مينې دنيا ومونده غني شومخلکو وې چې په دنيا کې خو دنيا ده چې د زړونو ائينې پکې زنګ اخلييره! دا لا څنګه ښار څنګه هوا ده د رقيب په خوله کې څنګ ښکلى تاثير دىهر څوک وايي چې مئ
غزل
تکل عبدالرحيمزى دا دلته د چا زور دی دروازې دي ټولې بندې داڅنګ خلک راټول دي دا کوڅې دي ټولې بندې ورځئ چې مخکې ورشو ويې ګورو چې څه حال دی؟ کاروان ګورﺉ تېرېږي، قافلې دي ټولې بندې مزل زموږه سُست دی د منزل ګامونه تېز دي ډېر ستړي يو ستومانه خو دمې دي ټولې بندې دا چا ورته خبر د لېونو د راتګ کړﺉ منګی مات دی، رباب نشته، حجرې دي ټولې بندې موږ څوک پېژني، څوک يو، خدای خبر چې څه به غواړو؟ غوښتنې زموږ نشته فيصلې دي ټ
غزل
شېر ولي سبا مينه څه دى زړه چاودون دىسوی رنګ غم کې ژوندون دى چې کامياب شي زړه يې صبر چې ناکام شي بيا مجنون دى يا غږېږي له اسمانه يا يې خاؤرو کې سکون دى په يوه خندا يو ځای شي په يوه سهوه بېلتون دى خپل عادت ورته ښه ښکاريبل چې ښه کړي وايي جنون دى ښه پوهېږي ښه عاقل دىفلسفه کې افلاطون دى خپل قسمت دى رارسېږيسبا ولې ځيګر خون دى شېرولي سبا
د خضر امسا
خيالونه لېوني مې مشغولا راڅخه غواړيپه توره نيمه شپه کې خپل اشنا راڅخه غواړي په دې نېسته نېستۍ اوقيمتۍ کې د خوبانوشنې سترګې خو لا څه چې قد رسا راڅخه غواړي سپين مخې او پۍ مخې چې يې لمر نه وي ليدلیوفا خو پکښې شرط ده با حيا راڅخه غواړي دا ټولې خو منم خو سخته داده يه ملګرو!په خټه پښتنه ښکلې لېلا راڅخه غواړي په دې فکر کې نه دی چې دا چېرې پيدا کېږيبس نا ست سونګټ وهي خضر امسا راڅخه غواړي پا څون مې لېونو او پښتنو خيالونو کړیګرېوان مې
غزل
ناصر مومند شمالي کلېفورنيا ځورېدلى زما ژوند دى کړېدلى زما ژوند دىکله څوک ترېنه خبر دي چا ليدلى زما ژوند دى؟ زۀ به اوس هم څنګه خلکه د ژوندون تمه پيدا کړمتورې خولې د بدبختۍ ته ور لويدلى زما ژوند دى ما د ژوند پۀ هره لاره ځان تللى پۀ خپل بخت دىهره تله د قسمت کې کم ختلى زما ژوند دى بس پۀ پچه مې ختلي بدې ورځې تورې شپې ديهر يو
اختر
غني خان غني وخوړ داسې غمنۀ دارو لري نۀ دمکُل جهان دى سترګې سترګېنشته سترګې د صنمخلک وئي اختر اختر دىماته ښکاري محرمچارچاپېره ساز او شرنګ دىما له سوز، ژړا او غمچې جمدون په کمېدو شوشو هر څيز ورسره کمد شهوت نه وحشت لاړود نېکۍ سرور شو کمد ګناه نه مزه لاړهپيکه خوله شوه د صنمنۀ په بام د ليلا مست شومنۀ سايه کې د حرمخلک وئي اختر اختر دىماته ښکاري محرم
د سفرنامې شوق
سعدالله جان برق هسې خو خداى شته دى چې بدې ورځې په ما هر کار وکړو. د مزاح نه ترمرثيې پورې مې شاعري هم وکړه د ريډيو نه تر ټيلي ويژن پورې ډرامې بلکې رنګارنګ بګتې مې هم وکړې. د پښتو نه ورپسې اردو ته هم ورووتم. افسانې تکلونه الا بلا هرڅۀ خو يوه سفرنامه مې ونۀ ليکلاى شوه او نۀ دې حکومت نېک بخت چرته جېل ته ولېږلم چې يوه هفته مې هم پکې تېره کړې واى نو د خپلو تمامو شعرونو او نظمونو د لاندې به مې بې غمه سنټرل جېل پېښورليکلو خو .د چا دومره حوصلې د
کله دا او کله هغه
سبحان الله "نصرت يار" کله اور ته په سجده يم کله سر ږدمه شيـطان تهکله کله ناگهـانه ستـــــا ثناء راشي زبـــان ته کله مړى راژوندى کــړم کله ړوند سړى بنـــــا کړمکله لاړ شمه پناه شــــــــــــم کله بيا راځم جــــهان ته کله سرو شګو کې سوزم ټول بدن مې شي تــڼاکېکله شپه نه ســــــبا کېږي وي ماتل زما آذان ته کله زه دومره محـــبوب يم هر عمل زما سنت ويکله يم د خـــــــــــــــاورو لاندې کله ځمه لا مکان ته
غزل
ننګيال يوسفزى چې راغلى يمه، پروت يمه پرکالهستا د کلي خيال مې نه وځي له خياله عجيبه د درد خبر په دېوال ليک دىخلک وژني خپل بچي به ټول سبا له ملا نورې څه خبرې دې هم زده دي؟؟؟که بس قاله، قاله، قاله، قاله، قاله بل د هيڅ يوې بلا مې وېره نه شيخو وېرېږمه د زړونو د دېواله د يو والي نارې ټولې بې معنې ديچې تقسيم يُو په
غزل
سيد انتظار خادم كله سلګۍ وي كله بيا د ژړا غږ اورمهكه ميين نه وي نو د چا د ژړا غږ اورمه ټول كلى ګرڅي د مجنون لپار ه كاڼي ګوري د بې وسۍ نه د ليلا د ژړا غږ اورمه د بل لپاره شنه خالونه ږدي د يار په جبين د هغې پېغلې په خندا د ژړا غږ اورمه په مخ مې لارې تړمو اوښكو تر ګرېوانه كړلې د پښتا نه دوده پيدا د ژړا غږ اورمه
ستا په ليدو مې زړه لمبه لمبه شو
طاهر بونېرى، بونېر پښتونخوا د دې وطن په طبقاتي نظام کېزمونږ او ستاسې دومره فرق نۀ ؤخو ستا چې دوه وروڼه يورپ ته لاړلنو بيا د ژوند ټوله نقشه بدل شوهاو پخواني تلي راغلي کم شوخو دې کې ستا دومره قصور هم نۀ ؤما هم بې شماره منصوبې جوړې کړېخو زما مور به زما پلار ته ويلزما بچي به ما سره اوسېږيپه کومه ورځ چې ډېر باران ورېدهنو ما له دې غمه بړستن واغوستهچې خلک څه کوي او مونږ څه کوو!چې ته زمونږ په کور راننوتېتا ويل په س
د اوښكو اعتكاف
عبد الاحد پېغام چې مې د خيال لمبې د حسن تراسمانه رسياوس مې دردونه په نغمو كې تر جانانه رسي نن مې د غم په ښاركې اوښكو اعتكاف كړى دىچې هر يو څاڅكى يې د ښكلو تر ګرېوانه رسي كاشكې شبنمه! زه هم ستا په شان د ځان قاتل واىچې جنازه دې د ګلاب تر زنخدانه رسي ستا د ښايست د رڼا داسې توپان واخيستمهچې مې لاسونه اوس د نور تركهكشانه رسي
د مينې جام
ناصر مومند د کرکې ژوند نه تېر شه او د مينې جام اوچت کړهژوندون به پۀ موسکا وايي چې يار راسره شته کۀ زر راسره نشته خو د ښکلې مينې خان يمدولت داحساساتو د اظهار راسره شته زۀ څومره بختور يم چې تخريب نه لېرې تښتمجذبې د جوړولو او د کار را سره شته کۀ څۀ هم د شډلو غرونو پېغلو نه ځارېږمخو جام پۀ لاس کې حوره نن د ښار راسره شته دا خيال چې مې پۀ بره بره ځي نو پرې پوهېږئ؟ساقي راسره شته دى ابتکار راسره شته پۀ هر و
شاعري
غني خان د سګرېټو بېخ مې وښکۀسر مې خُوږ کۀ په ګرولوډېر سُرونه مې راياد کړليو هم نۀ دى د يادولونۀ ټپه شوه نۀ چاربېتهنۀ غزل نۀ نيمکۍ شوهنۀ قيصه شوه نۀ بدلهنۀ ساقي شو نۀ کوکۍ شوهشاعري هم يارانه دهنۀ په زور نۀ په زارۍ شينۀ په چل نۀ په هنر شينۀ په مال نۀ په خوارۍ شيشاعري لکه باران دىکله تندر ګړزهار شيناګهانه داسې شړق شيچې صحرا هم سمندر شيکله نرم نرم پشمپوست نازک نازک ريښمين
اور
اور عنايت ساپى د کندهار په زړه کې بيا بمونو اور اخيستىانډيوالۍ کې مې جانانه وينو اور اخيستى يوهلمندي ماشوم سهار په چيغو چيغو ژړلښوونځى مو سوى، معلم مړ، کورونو اور اخيستى ناترسه ياره لکه ستوري شان ياران مې وژنېشين سترګي نه مري خو زمونږه پلونو اور اخيستى ظالمه اوس به دې په سيمه کې غښتلى مټ وایخو ل
وجه
(لنډه کيسه) عبدالهادي حېران پېښه داسې وه چې دډېرو ورځو نه زۀ د اوسېدو لپاره د يوکوارټر په درک کې ووم. په پېښور کې د کرايې په کوارټر پسې ګرځېدل ماته د خودکشۍ کولو نه زيات ګران کار ښکاري. خلک دومره سپين سترګي دي چې تۀ به ولاړ ئې او کنځلې به درته پېل کړي: " کوارټر چرته دى وروره! د کرايه دارو دې خداى بېخ وباسي دومره ډېر شوي دي چې په خپلو کورونو کې مو هم نۀ پرېږدي". يا به په ظاهره ډېر په نفرت سره ووائي " يره د دې کابليانو د لاسه کوارټر خالي چرته پاتې کېږي. دوى خدا