لیکنې


دپښتوپه معاصرشعرکې،جانان،یار اواشنا

جانان، يار، اشنا درې واړه مترادفې کلمې دي چې زموږ د اوسني پېر د ځوانو شاعرانو په شعرونو کې په تکرار تکرار ليدل کيږي. يار او اشنا په ورستيو وختونو کې د پښتو په شعر کې را ټوکيدلي خود)جانان( کلمه بيا ډيره لرغونې ده چې نه يوازې په کلاسيک ادب کې، بلکې زموږ د ژبې په فولکو ريک ادب کې هم زياته تر سترګو کيږي. په ځانګړې توګه په لنډيو کې ډيره کارول شوې ده: جانان مې سر په وطن کېښودپه تار د زلفو به کفن ورته ګنډمه جانان زما زه د جانان يمکه په بازار مې خرڅوي ور سره ځمه جانانه لاړې اسماني شو

19.01.2009 laman

په اولس رغونه کې دادبي ټولنوونډه

افغاني ټولنه چې څومره دخپلو ارزښتونوپه لرغونتيا او دهغو په ټينګتيا وياړلې وه،له بده مرغه هماغومره دې درې لسيز ناورين دتس نستيا ښکار کړه.په دغه ارزښتونو کې له ټولنيزه نيولې. چې دملي يوښت دپياوړتيا بنسټ يې ؤ، بيا تر ديني،سياسي،کلتوري او آن ادبي ارزښتونو پورې له څېرمې يا ړنګ او يا مسخ شول. ددغوړنګيدليو او شړيدليو ارزښتونو دبيا راژوندي کونې ادعا ډير خپل او پردي ځان ته دڅه ويلو مدعيان زيات کړل.هرچا دې ملي ناورين ته ددرملنې سياسي او ساينسي نسخې پر دې ناورين ځپلي اولس وازمېيلې.ددې رنځوراولس ددرملنې

19.01.2009 laman

طبيعي شتمني جمع كلتوري شتمني مساوي ملي شتمني

د يوه هيواد ملي شتمني په دوو برخو ويشلاى شو: ۱- طبيعي شتمني. ۲ - كلتوري شتمني.غرونه، ځنګلونه، سيندونه، دښتې، ورشوګانې، څاروي،كانونه او نورې هغه شتمنۍ چې په يوه هيوادكې موجودې وي دا طبيعي شتمنۍ دي چې د يوه هېواد په ودانولو، وده او پرمختګ كې كار ترې اخيستل كېږي. كله چې پر دې شتمنيو لاس ووهل شي او د انسان د تصرف نښې په كې وشي نو بيا دا طبيعي شتمني په كلتوري شتمني واوړي او د يوه هېواد په تاريخ كې د دې هېواد د اوسېدونكو د ذهني ودې او استعدادونو ښكارندويي او څرګندويي كوي. زموږ ګران

18.01.2009 laman

دشاعر او شېخ نه پوخلاکيدونکى دريځ!

که دختيز دادب سترتوکى)شعر(وکتل شي، نو له بابا ادمه تر دې دمه سره چيرې شيخ او شاعر پوخلا شوي نه دي، او بيا په پښتو شعر کې خو دغه بهير ډېر څپاند ښکاري. شيخ چې ومري،څه ترې پاتې نه شي،خو شاعر دا دتورو ټکو قلندر تر محشره توره په لاس ښکاري. ځکه تور ټکي ښه ميراث دى، او هغه دچا خبره چې خداى)ج(له نور هرڅه خبرې ښې ګڼلي، ځکه له اسمانه دلومړي ځل له پاره خبرې راولېږل شوې،که نه؟ دخداى سره خو سره او سپين هم ډېر وو.شاعر ته خبرې ابديت وربخښي. بشري تمدن هم دټکيو او تورو په وسيله تر موږ رارسيدلى، که نه خداى )ج

18.01.2009 laman

راني مکرجي،ټیټکۍ اوجزابه پیغله

نوم: راني تخلص: مكرجيد زيږيدلو نيټه: د ١٩٧٨ کال د مارچ ٢١مهکورنى ژوند: مجرده ده دا هيڅ هيجاني خبره  نه وه چې راني مکرجي د جوهو مکرجي کوپر د ښوونځي څخه له فارغيدو وروسته د ممبئ ښار ته په فلمونو کې د برخه اخيستنې لپاره لاړه.د هغې پلار يو تقاعد شوى فلمي لارښود، مور يې سندرغاړې او ورور يې د فلمونو توليدوونکى وو.د هغې له کورنۍ څخه يوه بله ، د هغې د تره لور)ديباشري روى(هم يوه مشهوره بنگالۍ فلمي کارکوونکې ده. خو د هغې د ښکلا، ښه شخصيت او کورنۍ تاريخچې سره سره هغې ونه شو کړلى په

18.01.2009 laman

سپینه پکړۍ

په موټر سايكل سپور سړى چې د دولتي ودانۍ مخې ته رانږدې شو، نو د ملي اردو له غبرګو موټرو يو د ودانۍ د اوسپنيزې دروازې په لوري ور كوږ شو، په موټر سايكل سپور د هغې لارې منځته ور ورسېد چې د ملي اردو لومړنى موټر به پرې د جلال اباد او تورخم له لويې لارې ودانۍ ته ننوته، سپور ورخطا شو، په لږه شېبه كې يې د اړخته كېدو ټولې لارې تر نظر تېرې كړې، خو چې فيصله يې كوله، نو بيا خړ موټر تر خپلې سينې لاندې كړى ؤ.مازيګر نږدې و، موټر د ښار له ګڼې ګوڼې وتلى و چې يوې دولتي ودانۍ ته څېرمه چلونكي موټر په نورو ولاړو

18.01.2009 laman

دنورستان ددنګوغرونښترته دسپین غره دڅیړۍ لیک

دنورستان ددنګوغروزخمي او سوى لوى نښتره!سلامسلام پرتا اوستاپرهغوتاندو ريښوچې دزمانې اوسپنيزوږليويې فرعوني سرته ستاهسکه غاړه په سجده نه کړه اولايې څرګنده کړه چې دې سرله تقديره له يو رب پرته چاته سر نه دى ټيټ کړى .ماليدل چې ستاپرڅانګودزمانې سوغات دسرو غوښوجنډې تړلې.ما ليدل چې اوسپنيزې مرغۍ راغلې او ستاتر شنو څانګو لاندې خوبولې ماشومې سترګې يې وتخنولې اودزلميتوب تنکي خوبونه يې ترې غلا کړه.ماليدل چې تنکي لاسونه شنه اسمان ته لپه شوي وواوستا دسلامتۍ دوعا يې لوسته.هغه شيبه مې هم وليده چې په دې ت

14.01.2009 laman

شعرونه اوشعارونه

وايي چې)شعريوازې دشاعر داحساس بيان نه دى دهغه نوروکسانو داحساساتوبيان هم دى چې دشاعر سره پکې څه ناڅه شريک دي خو شعر نشي ويلی(او همدغه پخې وينا ته په پام سره موږپه ډيرومشاعرو کې ډيرى ګډونوال وليدل چې شاعران نه وي خو پورته پورته غورځي،لاسونه پړه کوي،شور جوړوي او د)بيا يې ووايه،بيا،بيا......(نارې وهي. که څه هم چې دغه شعرونه دشعر په واقعي مانا شعرونه نه وي خو عوام په دې نه پوهيږي چې دا شعرونه دشعري ارزښتونو) ښکلا ،تخيل ،فکر، خيال،احساس او عاطفې( له مخې څومره په تول پوره او کره دي.خو چې دکوم ګ

14.01.2009 laman

شعرولیکوکه نثر؟

د  روان کال  د  اوړي  په موسم  کې يوه ورځ په کابل کې   افغان ادبي بهير ته لاړم ، د بهير د سټيج  په سر  په دې موضوع  تود  بحث روان و چې  شعر وليکو که نثر ؟  لومړی شپون صيب  په دې اړه پوره رڼا واچوله  او بيا  ښاغلي منلي  صيب د شپون صيب د خبرو په تاييد زياته کړه  : هر هغه څوک چې د ښو شاعرانو په څېر د بيلګې په توګه د پسرلي صيب او کاروان  صيب په څير شعر نه شي ويلی ، نو ښه به وي  چې شعر ونه وايي ،ما

14.01.2009 laman

طنزدانسان لویه لاسته راوړنه

طنزيو ادبي او هنري خوتر څنګه يې نيوکه لرونکى فکر دى.طنز تل دنيوکې بڼه لري او د)چرنيشفسکي (په وينا طنز دنيوکې وروستى پړاو دى.طنز په ټاکلي ځای او شيبه کې په مالګينې خندا سره دانسان او ټولنې دننه او دباندې تضادونو په هنري انځور وړاندې کول دي. ښه طنز ليکوونکى پوهيږي چې په يوه ټاکلې شيبه کې دتضادونو وړاندې کول ناشوني دي خو دطنز چاپېریال ټولنيز ژوند دى.هغه چاپېريال چې تل ددننه او دباندې تضادونو کوربه وي.په ځانګړې توګه له يوتاريخي پړاو نه بل ته دتېريدو پرمهال چې دا تضادونه خورا ښه راڅرګنديږي او دطن

14.01.2009 laman

ادب اوژورنالیزم

ځينې خلك ژورناليزم او ادب يو صنف ګڼي. كېداى شي دغه خلك د خپل عامه فكر لپاره ډول، ډول دليلونه ولري، ولې ځينې داسې برخې شته چې پكې ژورناليزم او ادب له يو بل سره ورته موخې لري. د بېلګې په ډول ژورناليزم كېداى شي د يوه خاص دور تاريخ وګڼل شي چې د اوچتې پايې ادب هم همدا ځانګړتيا لري. همدارنګه كه د ناخوالو پر خلاف ژورناليزم غږ پورته كړى، ادب هم چوپ پاتې شوى نه دى او په يو ډول يې د ظالم پر خلاف څه ويلي ،مظلوم يې ستايلى او د ظلم پر خلاف په هڅو يې پر شا ډبولى دى.په افغانستان كې د شوروي د يرغل پر مهال ك

24.06.2008 laman

دسيال مومند په کلياتو کې دوطن دوستۍ او انسان دوستۍ انعکاس

ارواښاد ميراجان سيال هغه ټولنيز ،سياسي او ادبي شخصيت دى چې په لره او بره پښتونخوا کې يې ډيرى قلموال او سياستوال لږ او ډېر پېژني،ځکه خو دهغه دشخصيت په اړه دڅه ليکلو اړتيا نه ليدل کيږي، خو که بيا هم څوک غواړي چې دارواښاد ميراجان سيال مومند دژوند په اړه بشپړاوهر اړخيز مالومات تر لاسه کړي ، نو کولای شي چې دسيال مومند په کلياتوکې دعبدالله خدمتګار بختاني،اجمل خټک، حاجي فريد سيال او ببرک مياخېل هغه ليکنې ولولي چې دکليات په سر کې يې دهغه دشخصيت په بېلابېلو اړخونو ليکلي او په بشپړه توګه يې دهغه ټولنيز

24.06.2008 laman

نارنج ګل اوپه هېوادکې نورې دودیزې مېلې

كلتور، فرهنګ، ثقافت، او دخلكو ګډ دوددستور دهر  ولس او قام د تل پاتې والي نښې دي، يو عالم وايي چې ((د ځېنوخلكو  تر تاريخه دهغوى كلتور يا  فرهنګ ډېر ارزښت لري)) داخبره سمه او پرځاى ځكه ده،چې دنړۍ اکثره ولسونه دهغوى د كلتوري ارزښتونو په هېنداره كې ليدل كېږي او د يو ولس د پېژندنې لپاره دغه آرونه خورا ښې بېلګې دي. كلتور ي شتمني  دهرې ټولنې دكړو وړو،تجربو،  ذهني او فكري هستېو مجموعه ده. دنړۍ ډېر قامونه او ولسونه دهغوى د كلتوري يا فرهنګي تشخص په هېنداره كې پېژندل كېږ

09.04.2008 laman

دچاپی رسنېو ډولونه

دژورنالستيکو آرونو له مخې رسنۍ په درې برخو ويشلای شو.۱- چاپي خپرونې (پرنټ ميډيا)۲- غږيزې او تصويري خپرونې (راډيوتلويزيون)۳- برېښنايي خپرونې (انټرنېټ،وېب پاڼې)دلته تر ټولو لومړى غواړو پر چاپي خپرونو وغږيږو.چاپي خپرونې ديولړ ځانګړنو له مخې په لاندې برخو ويشلای شو:  - ورځپاڼه- رساله- کتابونه- دېوالي جريده( اونيزه،١٥ورځنۍ،مياشتنۍ )- خبرپاڼه- فصلنامه- پوسټر - بولټن- مجله (مهالنۍ،مياشتنۍ،دوه مياشتنۍ، درې مياشتنۍ،شپږمياشتنۍ،کلنۍ)١

07.04.2008 laman

له اسلام سره دلوېدیځو رسنېوچلند؛ رسنیزتهذیب تر پوښتنې لاندې راولي.

دا مهال اروپا او لويدیځ په نړيواله کچه د تهذىب بېلګې ګڼل کيږي، په تېره بېاهغه هېوادونه چې د دریېمې نړۍ د هېوادونو په نامه ياديږي . دغه هېوادونه که څه هم د اروپا او لويدیځ تهذيب تر نورو ډېر ښه پېژني او په اړه يې معلومات لري، خو له دې امله چې څه يې په لاس کې نشته او واکمنان يې هم د همدغې نړۍ لاسپوڅي دي، په دې اړه څه نه شي ويلاى. اروپا دامهال له خپلو ټولو بې تهذيبېو سره سره په نړۍ کې داسې ځاى خپل کړى، چې هر څوک يې د متمدنه ژوند د تر لاسه کولو لپاره په دوستۍ وياړي او ترڅنګ يې هغه څه کوي،

07.04.2008 laman

حمزه بابا سل کلن شو!

دروان کال دليندۍ دمياشتې په ۲۴ نېټه دننګرهار پوهنتون په مټ دپښتو غزل دبابا ابوالمراد حضرت امير حمزه شينواري دزوکړې سلمه کاليزه ديوعلمي سيمينار په ترڅ کې دجلال آباد ښارپه شاهي ماڼۍ کې ولمانځل شوه .په دغه سيمينار چې په کې دهيواد له ګوټ ګوټ څخه پر پوهانو ،څيړونکو ، ليکوالو او شاعرانو سربېره دکوزې پښتونخوا او دګاونډي هېواد تاجکستان ځينو پوهانو برخه اخيستې وه دننګرهار پوهنتون سرپرست رئيس پوهندوی ډاکتر عطا الله شينواري پرانست.نوموړي دخپلې پرانستونکې  وينا په يوه برخه کې وويل دحمزه دغزل

30.03.2008 laman

دپښتونوښتګرسندرغاړی رحیم شاه

دپښتوولسي سندر غاړی رحیم شاه وایي چې هغه موسیقي ته په مینه سره پېدا شوی خو له بدغه مرغه چې کورنۍ یې دهغه له سرشاره ذوق اولېوالتیا سره مرسته ونکړه اوترټولو عجیبه داچې نوموړی یې دڅوکلونو لپاره ددې کار په خاطرترسختو انتقادونولاندې راوست.آن تردې چې دخپل نیکه لخوادکورڅخه وشړل شواوهغه مجبورشو ترڅو دهندوانوېومعبدته پنایوسي.بلاخردهغه ورورمنځګړیتوب وکړاوهغه یې دخپلې کورنۍ سره بېرته پخلا کړ.رحیم شاه دخپل ورورددې لورینې اومنځګړتوب څخه سخت خوشحاله شواودخپل ورورنوم یې ځانته غوره کړ.لدې وروسته

30.03.2008 laman

دارواښادې ترورشوې شاعرۍ شاعر

دمجاهدينو دبرياليتوب په ړومبيو،کې يوه ورځ ګران (ازمون) دجلال آباد په ښکلي ښار کې پر يوه دوکان وربرابر کړم .هلته  مۍوريجې ږيره ،په صورت اوسيرت متشرع،يوخوش خويه خندا پرخوله ېوڅوک ناست و .دا ړومبۍ مخامخېدنه دومره په زړه پورې او راښکونکې وه چې بيا به زما غوندې ډيرو لټوخلکوهم هلته تګ راتګ کاو.دادوکان نه و،دمرحوم (خليق صېب)دقصه خوانۍ ديره شوه.مبالغه يې مه ګڼۍ ولسي شاعر پتنګ هم ليدلی وه ،خو عجيبه داوه،چې لدغه ټول تکلف سره سره کله هم دکوربه تندى ګونجې نه شو،داډېر مينه ناک شخصيت، شاعر او ليکوال عبدا

30.03.2008 laman

مېن اوشاعرفرق لري

مين يوازې د ځان  لپاره ژاړي او د ځان لپاره لېونى وي، مګر شاعرد بشري ټولنې لپاره عموماً  او د ملت لپاره خصوصاً نارې وهي او له غمه یې لېونى وي.مين د خپلې موهومې معشوقې يا د يوې ښكلې نجلۍ د مينې په سبب پر لويه صحرا او بيابان د مجنون غوندې سر برمنډ او پښي برمنډ آزاد ګرزي ...مګر شاعر ډېر ځله د خپل ملي آيده ال او لوړ مقصد لپاره جېلخانې او محبسونه ګالي او د قوم د لوړتيا لپاره د زړه وينې خوري.مين په شپو شپو د يو ښكلي مخ له غمه ويښ وي، خوب نه ورځي، مګر شاعر د يوه قوم او ملت د ويښ

02.03.2008 laman

ملانصرالدین څوک وه؟

ويل كيږي چې د ملا نصرالدين اصلي ټاټوبى اوسنۍ تركيه ده. خو د ده خوندورې كيسې په منځنۍ اسيا او شمالي افريقا كې د ډيرو هيوادونو د شفاهي ادبياتو يوه لویه برخه ګرځېدلې ده.د ملا نصرالدين د ژوند په اړه دوه ډوله څرګندونې موجودې دي : لومړى دا چې نوموړى د څوارلسمې پېړۍ په شا و خوا كې ژوندى و، چې دادوره د اول بايزيد، تېمور او كرماني دوره ده.دویم داچې نوموړى د ديارلسمې پېړۍ، يانې د "علاوالدين سلجوقي" په دوره كې ژوندى و.د "اوليا چلبي" په سفر نامه كې د ملا نصرالدين او تېمور د هغو ليدنو

02.03.2008 laman

دسپوږمۍ شپه کې دګهیځ شاعري

دسپوږمۍ شپه دښاغلي حيات الله ګهيځ دشعري پانګې لومړۍ خزانه ده چې په دې وروستيو کې مومند خپرندويې ټولنې دشفيع الله تاند په زيار اوهڅو په دوه زرو ټوکو کې تر خپل يادښت وروسته دمحمد آصف صميم،استاد فضل ولي ناګار او سرحدي ځواک دسريزو او دشاعر ديوې يادونې په ملتيا له ننګرهاره خپره کړې .دا ټولګه که څه هم غزليزه ده خو دشاعر څلوريځې، ليکنې،قطعو،آزاد شعر، چارپاره نظم او ځينو ټوټه شعرونو بيلګې هم په ځان کې لري چې منځپانګه يې تر ډيره پورې دوخت ،حالاتو او کليوالي چاپيريال له انځورګرۍ،انسان پالنې او جان

02.03.2008 laman

ماشاالله

نن سبا چې په هېواد کې دبې بندوباره دیموکراسۍ په سیوري کې دهنري افراطیت کومه لوبه روانه ده په ترڅ کې یې په ډېره سپین سترګۍ زمونږدخلکوملي اواسلامي سپېڅلي روایات اومقدسات ترپښو لاندې کیږي.دلویدیځ په لباس کې دنغښتې دیموکراسۍ له برکته،دپرمختګ اوآزادۍ ترعنوان لاندې دحقوقودرعایت اوتحفظ شعارونو درسنیو بازارښه تود کړی دی.زمونږټولنه چې ځانګړي عنعنوي اوسپېڅلي ارزښتونه لري په دیني ارشاداتو،مذهبي اواخلاقي معیارونو ولاړه ټولنه ده.حیا،پت،عزت اوریښتوني اخلاق زمونږدخلکوځانګړنې دي.خوله بده مرغه پدې

26.02.2008 laman

دحمزه باباپه شاعرۍ کې دسترګو مقام

دشيراز اودخېبر مقابله دهپښتو وګوره چې ګل يم ستا دسترګو(هاشمي)پوهان پدې نظر دي چې،مينه ژوند دى،ماشومان په مينه روزل کيږي او مينه دانسان لومړنې حق دى .لکه چې حضرت عبدالرحمن بابا وايې:داجهان دى خداى له عشقه پېدا کړىدجمله وومخلوقاتو پلار دى داحمزه شينوارى چې په اوسني وخت کې دپښتو دغزل بابا او پلار په لقبونو سره ياد او وياړل شوېدى ،په فطري توګه شاعردى.زموږ دغه نوښتګر شاعر دخپل صوفيانه خوی او طبيعت له امله خپله عقيده داسې څرګندوي :دحقيقت اظهار صفت دهر انسان دىبله منش

26.02.2008 laman

وروستی عقله کاشکې چې ړومبی وې

 دپښتو ژبې وينااوپه ځانګړي ډول متلونه پخې خبرې او هغه دچا خبره دکاڼي کرښې دي او دهرې خبرې تر شاه يې دپندونو خورا درنده غوټه پرته ده .نوماهم پېل له داسې يوې په تول پوره خبرې نه وکړ او غواړم تر دې نامه لاندې په هغه څه له تاسې سره خبرې وکړم چې پيل يې ددې پرځاى چې کلونه وړاندې شوى واى اوس شويدی .دليندۍ دمياشتې په دویمه نېټه په پلازمينه کابل کې دافغان کلتوري ټولنو دګډې جرګې په نوښت د(پښتو او دژباړې اړتيا) تر سرليک لاندې يو ورځنی علمي سيمينار جوړ شوی و چې زه هم ددى سيمينار يو ګډون وال وم .

17.12.2007 laman

دپښتوکتابونو دپښتۍ طرحې

تاسې به په دې خبره کې له ما سره هم نظره یاست چې، خواړه دلوښي له مخې خوړل کېږي. دغه ټکی یوازې د خوړو نه، بلکې د کتاب دپوښ په برخه کې هم صدق کوي.په نړۍ کې د پوهانو له خوا وروستۍ څېړنې دا ښیي چې،په وروسته پاتې ساتل شویو هېوادونو کې۷۰ فیصده کتابونه، د هغو د پښتۍ له مخې خرڅېږي. له دې امله ویلی شو چې، دکتابونو د لومړي مخ د دوتنې طرحه یوه ډېره ارزښتناکه موضوع ده.تاسو به زموږ په هېوادکې د کتابونو د مخ کتنې او کره کتنې په ادبي غونډو کې ډېر ځله  لیدلي وی چې ، په هغه دښه یا بد قضاوت دکتابون

17.12.2007 laman

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more