دمجاهدينو دبرياليتوب په ړومبيو،کې يوه ورځ ګران (ازمون) دجلال آباد په ښکلي ښار کې پر يوه دوکان وربرابر کړم .هلته  مۍوريجې ږيره ،په صورت اوسيرت متشرع،يوخوش خويه خندا پرخوله ېوڅوک ناست و .دا ړومبۍ مخامخېدنه دومره په زړه پورې او راښکونکې وه چې بيا به زما غوندې ډيرو لټوخلکوهم هلته تګ راتګ کاو.دادوکان نه و،دمرحوم (خليق صېب)دقصه خوانۍ ديره شوه.مبالغه يې مه ګڼۍ ولسي شاعر پتنګ هم ليدلی وه ،خو عجيبه داوه،چې لدغه ټول تکلف سره سره کله هم دکوربه تندى ګونجې نه شو،داډېر مينه ناک شخصيت، شاعر او ليکوال عبدالغني هاشمي وچې پرې خداى (ج)دحج لورينه هم کړېده.
خو هاشمي صېب اوس په هماغا بڼه او کچه نه ښکاري ،ماته يې شاعري ددیموکراسۍ په خنجر وژل شوې برېښي هاشمي شته،اوخداى(ج)دې ترډېره ژوندى لري ،خودعواطفو دغه غږيې ما بيا کله نه په مشاعره،نه کومې ورځپاڼې او نه مجله کې وليد:
ما هاشمي ته مسافر مه وايۍ
زما خو ځاى دهرچا سترګو کې دى
افسوس! چې هاشمي اوس ځان دهرچا له سترګو نه راټول کړى ،بس ځان له يې خپله مېنه غوره کړې ،اوپه هماغې کې اوسيږي.داکار چاوکړ؟راځۍ! چې پړه يې پردې ديموکراسۍ ورواچوو،ځکه چې تر ټولو مخکې يې زموږله ځوانانو غيږ چاپېره کړه،نور ولس په تندر هم نه ولي .دکار خلک خو همدا دي .
زما په خيال (هاشمي)همدغسې مشتعل شوى،او په ضدراغلى دى ضدخو هم دپښتون ضد دى .نور هېواد پرېږده يواځې په ننګرهار کې یې فرهنګي،ادبي اوژورناليستي ټولنو ځوانان څومره سره وويشل ،بس دکار خبره داده چې څوک څومره لاسته راوړنې لري ،څنګه مجله چاپولی شي،اوبيا پرې دکومې فلمي ښاپېرۍ انځورلګوي .داخو لاپرېده،چې په ځينو شعري ټولګو هم دښکلو ښاپېرو عکسونه راوړي چې دا څومره نا مناسبه او بې ضرورته چلند دى.
يوه کوم،بله را ياديږي،سږکال دننګرهار پوهنتون دژبو اوادبياتو په پوهنځي کې له برياليومحصلينو نه دپښتوڅانګې له پاره اختصاصي ازموينه واخيستل شوه،ادارې يې لامل داوښود،چې زياتره محصلين غواړي،پښتو او انګليسي څانګې ولولي .موږچې په ټولګېو کې له محصلينو وپوښتل،دهغوى غبرګون داووچې له دې لارې ډالر ښه ګټل کيږي ولې دا آزمون،مياخيل،وفا، همدرد.....
او نور نه ګورې ،ټول له پښتو څانګې فارغ،استادان او خبرنګاران هم دي استاد(يون)همداسې درواخله ،چې کله دشورا منشي او کله په صدارت کې پر کومه لويه چوکۍ ناست وي.که رښتيا ووايم،له هيچا سره ددې ځواب نه و.ځکه شعر او ادب بيا هم وسيله ده.خو ماته دخپلو دغې ساده وطنوالو عکس العمل دشهيد سيد يوسف(ميړني)خبره راياده کړه.
دپنځوسو کلونو په داودخاني دور کې دخپل ډېر قدرمن ملګري دهغه وخت (آصف) اوددې وخت د(صميم)دسيمابي شخصيت له کبله به کله کله له پوهنتونه (ميړني) صيب ته ورتلو.هغه ته خداى(ج)پر علم وادب سربيره ظرافت هم ډالۍ کړى و.
ارواښاد(ميړني)يوه ورځ په خبرو کې وويل :چې يوه ملګري مې هيله څرګنده کړه ،چې سازو سرود زده کوم،ما په حيرانۍ ترى وپوښتل ،چې ولې؟
ځواب يې راکړ ،چې ذاخېل پکې څومره موټرې او بنګلې واخيستلې.ما ورته وويل،چې بې عقله!دادبخت وطالع خبره ده،که نه استاد (اولمير)پکې خپلې کرتۍ خرڅې کړې ،او موړ نه شو.خداى دې ټول وبخښي.دپښتو څانګې دمينه والو دهيلو غوټۍ دې خداى ګل کړي. دى ډالر باران له څوک ټينګيدلې شي،له هر چا نه لار ورکه ده ،چې آخر زه څه شې شوم ،دنصير احمد (ښاد)خبره داپښتو څانګه خو موږهم لوستلې ده.ښايې همدغه تاثر،پېغور،سيالي او طعنې وې،چې اسدالله دانش، استاد يون او ځينې نورپدې وتوانيدل ،چې زموږ دوخت له هر ډول شرايطو نه سرغړوونکی او باغي شخصيت استاد (صميم)يې په کشولو کشولو رڼا ته راوست.ماته خو دايوه شعوري هڅه ښکاري ،چې په ديموکراسۍ کې بايد څوک ناپيلی پاتې نشي .داچې محترم استاد(صميم) به څومره پاتې شي ،دا به تقدير ته پريدوخوددستار سړي په دريم ټوک کې ددې پرځاى چې په موضوع اړونده اداره خوشاله کړي برعکس مخاطب او لوستونکي ته عذر کوي .خو که دبقا او نه بقا پوښتنه يې راولاړيږي  ،نو واکمنو ته دا غيرت هم وراچوو ،چې صميم صيب ته خلکو داپېغور هم ورکړى ،چې تاسو ورسره بې وفايې ونکړۍ(چې په ښو ښو مېړنو دې اودس مات کړ، افرين دې په همت ظاهر قديره) دا خو دچا په اصطلاح هسې (جمله معترضه)وه دشعر له نړۍ نه ديو ښه شاعر غيابت او زما غوندې خلک له يو ښه دوسته بې برخې کيدل خو يو معنوي زيان وي،چې په مادي ډول يې بيا جبران نشي کيدلی ،زه به دخپلې ادعا دثبوت لپاره دښاغلي هاشمي يو بېت راوړم ،ماته خو پدې شعر کې بيخي عارف ښکاري چې دزړه په معبد کې له تزکيې او مشاهدې وروسته موږ ته مخاطب دى .
کله تور رنګ هم کاروي نقاش ښکلا ته دنقش
ستا په رنګونو کې به حل شمه که ستا خوښه وي
نه پوهېږم،زما غوندې خلک به دې شعر ته څومره خوشاله وي ،او څومره روحاني لذت به يې ترې اخيستى وي،او که هاشمي ونه پيژني ،نو سمدستي به ووايې ،چې دعرفان وحدت الشهود په ډير هنري اسلوب سندريز شويدى .
يوه ورځ دمخابراتو څلور لارې له اخوا هوټل نه مو دمخابراتو درياست تر څنګ کتل ،چې هاشمي صېب يو انګريز پلی مخکې کړيدی .پدې ټول ملګري خپه شول ،چې دلويديځ په ټولو پړسېدلو کې ددرانه هاشمي په برخه داسې مفلس انګريز ورسېد ،چې پلی ګرځي .ځکه له يوې خوا دهاشمي صېب درنښت او له بلې خوا دانګريزافلاس چې البته داسې نه وه ،ځکه ډير خلک دناروغۍ له کبله هم کله کله پلی مزل کوي .او بيا څرګنده شوه چې هاشمي ته هم ديو فرهنګي مرکز مشري ورسيده که زه يې پيرنګی نوم غلط نه کړم (مديوتيک) يې بولي چې پخوا يې يوه ښکلې مجله هم چاپوله ،اوس نه يم خبر .
په فرهنګي دوستانو مو نيوکه داده ،چې ستاسو تر منځ دومره لوى واټن او وېش خو کوم فکري بنسټ نه لري ،ځکه دټولو باطلو فلسفو له ماتې وروسته به هيڅکله هم کوم افغان له اسلام پرته بل څه ونه مني .نو که خبره ددنيا وي ،خداى په لاس درکړې،لږه ارامه او په چل يې وخورئ دا خو موسمي څپه ده ،نن به وي سبا به نه وي زموږ فرهنګيان ډېر ملامته نه دي،داخبرې پخوا هم وې .
يوځل دکوزې پښتونخواپښتونپال اديب عبدالاکبرخان اکبر له مولانا عبدالقادرسره چې بيا وروسته دپېښور دپښتو اکاډمۍ مشر هم شو ،پتيلې وه ،چې کومه فرهنګي خپرونه به رامنځ ته کوو،مولانا مرحوم همدغه وخت په هندوستان کې د(نن پرون)مدير شو ارواښاد اکبر ورته بيا يو منظوم ليک وليږه چې:
خيټه ليونۍ ده سړى هر طرف ته بيايې
صراف وي دمشکڼو خو پردي څاروي به پيايې
يو ځل نيم او هغه هم په کومه غونډه کې چې دهاشمي صيب پر کتنه برلاسی شوی يم،هغه دعواطفو غر هاشمي راته تريخى.تريخى څرګند شوى ،چې دمينې پر ځاى دنيوکو تيزاب شيندي .