په زېږنتون كې يوې مېرمنې ماشومه وزېږوله، ډاكټرې ښځينه نرسانو ته دزيږول شوې ماشومې دسنبالښت په اړه سپارښتنه كوله، هلته يوه نرسه ليدل كېدله چې دناروغې مېرمنې دخدمت چارې يې تر سره كولې، لا هم د مېرمنې د (آخ) او (واى) فريادونو پر خونې سيورى كاوه، چې دمناسب قد يوه نرسه راغله، دمېرمنې سر ته ودرېده او له موسكا په ډكه خوله يې ورته وويل : (( مُبارك دې شه، ډېره ښكلې او صحتمنه جلۍ ده.))
مېرمنې شور جوړ كړ: (( كومه جلۍ؟ سترګې  دې خاورې شه،  بې شرمې، غومبورې دې وخورې،  لكه چې زوى دې رانه پټ كه، ماته مې خپل زوى راوړئ، ما خو اوس زوى وزيږاوه، پلشتو بازاريانو...))
 نرسه لكه كومه ګوناه يې چې كړې وي، حېرانه ولاړه وه، نه پوهېده چې ناروغه ولې په ګډو وډو سر شوه.
ډاكټره په قار شوه: (( وركه شه لېونۍ، بګوې، بد اخلاقې، دا چټيات بند كه، تا لور زېږولې، هلك دې ندى زيږولى، په روغتون كې تر اوسه د چا ماشوم ندى بدل شوى))
مېرمنه په چپركټ كې نېغه كېناسته ، لكه لېونۍ بيا يې چېغې پورته شوې مخ وهي  او دخپلو وېښتانو په شكولو لګيا شوه: (( تباه شوم، برباده شوم، خداى دې دا سورمخې ډاكټرانې وشرموي، له زوى يې خلاصه كړم، ماته مې زوى راولئ، دا لور دبل چا ده، دا سوغات رانه لرې كۍ)) كه څه هم دولادت په خونه كې چېغې او فريادونه ورځنى معمول و، خو ددې مېرمنې شور  او كريغوټول روغتون پر سر واخېسته، نرسانې او ډاكټرانې دولادت خونې ته ورشېوه  شوې.
ډاكټرې امر وكړ چې دعقلي ناروغېو متخصص ورته راولي، يوه نرسه په منډه په دې كار پسې ووته، ډاكټرې له ځانه سره وويل: (( ښايي دې مېرمنې ته دډېپرېس ( ژورخپګان) ناروغي ورپېښه وي، ښايي كومې بدې اندېښنې يې پر ذهن سيورى كړى وي، ښايي پوسټ پارټم سايكوزس(له ولادت نه وروسته دشعوري حالت له لاسه وركول) ولري.
مېرمنه له خونې دباندې ووته، چېغې وهي: (( په شرمو پټې شئ، بازاريانو، زما د ګل په شان زوى ام راته بدل كه، لعنتيانو كه مې سرونه درباندې وچ ونه خريل زيارت بي بي به نه يم، سپۍ به يم.))
داوخت زيات شمېر نرسانې، ډاكټرانې او دناروغانو پايوازان راغونډ وو، ټولوهڅه كوله چې په كيسه ځانونه پوه كړي، يوه مشره ډاكټره چې استاتيسكوپ يې پر غاړه پروت و، له كتنځي راووتله غږ يې كړ: (( دا ښځه څه اپلتې وايي؟ څه خبره ده؟))
 نرسانې يې تر خوا ورغونډې شوې   ورته يې ماته ګوډه  كيسه وكړه، ډاكترې  ناروغه له لاسه ونيوله ورته يې وويل: (( ولې چېغې وهې، څه شوي؟))
مېرمنې بغارې وهلې: (( وركه شه شلاټې، شانډۍ،  ته لا وايې چې څه شوي، نور نو څه وشي، دشپږو لوڼو دپاسه خداى زوى راكه، هغه رانه تاسې بې شرمو ډاكټرانو پټ كه)) دا وخت يې كړيكې كړې او په بد حال له زېږنتونه دوتو په حال كې وه. دباندې يو شمېر انتظار كوونكي راټول وو،دا وخت يې ولاړو ښځينه نرسانو ته بدبد وكتل، تابه ويل چې هره يوه يې ددښمنۍ په نېت جلا جلا نښه كړه.
سرطبيب وويل: (( تاسې څه شواهد يا دتلويزيوني معايناتو پاڼې لرئ، چې ستاسې دنارينه ماشوم په باب دثبوت بېلګه وي؟))
هغه پوه نه شو، نه پوهېده چې ډاكټر ورنه څه غواړي وېې ويل:
(( ډاكټرصېب!  شل قرانه درته كوم، چې زما نارينه اولاد ستاسې دغو نرسانو پټ كړى.))
ډاكټر هڅه وكړه خپله پوښتنه ساده او اسانه كړي ويې ويل: (( له كومه ځايه دا خبره كوئ چې ماشوم مو په روغتون كې پټ شوى يا چا بدل كړى دى.؟))
: ((ويم په پير بابا مې دې قسم وي چې داكار شوى، زما زوى پټ شوى ))
سرطبيب سر وڅنډه: (( وه وروره، وه وروره! زه درته څه دنبوره غږوم؟!
 لږ خو غوږ شه همدا يكرنګه خپله خبره كوې او دبل نه اورې،  وايم تا سره څه علم غېب  دى چې   وايې دښځې په خېټه دې نارينه اولاد و؟))
انځرګل توند شو: (( په غېبو باندې يوخداى پوهېږي، ماته شېخ سلطان تاويز كړى راته يې ويل چې كه دا ځل مې ښځې نارينه اولاد رانه وړ، خپل ټول كتابونه به په سين لاهو كي.))
ډاكټرانو غر وهل، يو وويل: (( وه ساده ګله!  دا خو دخداى كار دى چې جنۍ دركۍ كه هلك دا په شېخانو    پورې څه اړه لري، داسې چې شېخانو دا كار كولى شو اوس به په دونيا كې دواده لپاره  جلۍ نه پېدا كېده.))
بل ورپورې بله ټوكه جوړه كړه، ډاكټرانو ورپورې ملنډې شروع كړې:
 (( خوار شې لېونيه، بدبخته،  روغتون دې په سر اخېستې لنډه غره.))
 له  انځرګله واروپار خطا و، سرطبيب يې پر اوږه لاس كېښود ورته يې وويل: (( ګرانه! موږ دچا ماشومان نه پټوو، ورځه هغه لېونۍ  مېرمنه دې له لاسه ونيسه او خپله ماشومه دې كور ته يوسه.
سرطبيب د امبولانس موټروان ته اشاره وكړه چې له انځرګل  سره تر كوره لاړ شي. دا وخت  دښځينه نرسانو په اننګو كې وينې وچلېدې او لكه لوبه يې چې په ګټه تمامه شوې وي خپلو خونو ته په ستومان حالت ستنې شوې.