طنزونه
پسات وشو!
په زېږنتون كې يوې مېرمنې ماشومه وزېږوله، ډاكټرې ښځينه نرسانو ته دزيږول شوې ماشومې دسنبالښت په اړه سپارښتنه كوله، هلته يوه نرسه ليدل كېدله چې دناروغې مېرمنې دخدمت چارې يې تر سره كولې، لا هم د مېرمنې د (آخ) او (واى) فريادونو پر خونې سيورى كاوه، چې دمناسب قد يوه نرسه راغله، دمېرمنې سر ته ودرېده او له موسكا په ډكه خوله يې ورته وويل : (( مُبارك دې شه، ډېره ښكلې او صحتمنه جلۍ ده.))مېرمنې شور جوړ كړ: (( كومه جلۍ؟ سترګې دې خاورې شه، بې شرمې، غومبورې دې وخورې، لكه چې زوى دې رانه
ایشته پیشته هېڅ شی نیشته
زياتره وخت چې زموږ له خلكو سره دڅه كولو لپاره څه نه وي نو ددې ناروغۍ درملنه بيا په دې كوي چې يو په بل انتقاد شروع كړي.عام خلك خو څه چې زموږ زياتره سيا ست مداران هم دغه تكليپ لري البته په فارغ وخت كې.كه څه هم زموږ سيا ست مداران فارغ خلك دي خو موږ ورته فارغ ځكه نه شو ويلى چې موږ له خپلو سياست مدارانو سره مينه ده اوفارغ بنده خو خلك لوفر ته وايي.ولې ددې سره سره زموږ خلك يو په بل انقاد كوي.ښه مثال يې دادى كله چې زموږ خلك فارغ شي نوپه كور كې تلويزون ته كيني او دتلويزون له ليدو سره سم په