زياتره وخت چې زموږ له خلكو سره دڅه كولو لپاره څه نه وي نو ددې ناروغۍ درملنه بيا په دې كوي  چې يو په بل انتقاد شروع كړي.عام خلك خو څه چې زموږ زياتره سيا ست مداران هم دغه تكليپ لري البته په فارغ وخت كې.
كه څه هم زموږ سيا ست مداران فارغ خلك دي خو موږ ورته فارغ ځكه نه شو ويلى چې موږ له خپلو سياست مدارانو سره مينه ده اوفارغ بنده خو خلك لوفر ته وايي.
ولې ددې سره سره زموږ خلك يو په بل انقاد كوي.ښه مثال يې دادى كله چې زموږ خلك فارغ شي نوپه كور كې تلويزون ته كيني او دتلويزون له ليدو سره سم په تلويزون انتقادونه شروع كړي يو وايې ياره داخو د دوه پېسو تلويزون هم نه دى بل پرې راخېز كړي وايې ته وګوره داتلويزون هيڅ كومه طنزيه  يا مزاحيه خپرونه
نه لري.چې سړى دې لږ وخندوي.
كه څه هم هره شپه دغه خلك دهمدې تلويزون ( خبري سرويس) ښه په غور اوري او هيڅ  قضايې پكې نه كوي.
زه ځان ته دقضاوت كولوډېر حق هم نه شم وركولى خو دومره وايم چې ددغه تلويزون ټولې خپرونې دومره په زړه پورې دي چې څوك يې مثال نه شي پېداكولى او زموږ دخلكو دافطرت دى چې دکوم شي  مثال نه شي پيدا كولى نو هغه كم ګوري.
همدغه وجه ده چې موږله خلكونه دباندنيو چېنلونو دكتلو لامل هم نه شو پوښتلى خو زما خو پخپله داكوشش وي چې زه دې د RTA تلويزون داسې كومه خپرونه ضرور وګورم چې هغه دې دمعلوماتو سره سره مزاحيه اوطنزيه هم وي.
كه څه هم زه خپله هم ددغه تلويزون خبري سرويس هېڅ نه قضا كوم .
ددغه تلويزون په كتلو كې يواځې دا  ېوه ګټه نه  ده چې طنزيه اومزاحيه خپرونې لري ددې ترڅنګ يې يوه ګټه داهم ده چې دكور دټولو غړو ديوځای  ته دراټولولو سبب هم ګرځي او ټول په شريكه خبري سرويس ګوري .
پاتې شوه خبره دنوروخپرونو هغه  خو خلك يو ځای نه شي ليدلى او ځنې خلك خو ورته ..........خپرونې وايې.
خو زه بيا هم ځان ته فيصلي كولو حق نه وركوم يواځې دومره وايم هغې ته بايد هر څوك پخپله  كوټه كې كيني او وه يې ګوري.
ځینې خلك پرې دا نيوكه هم كوي چې پردي فلمونه اوډرامې خپروي خو زه بيا هم دې سره موافق نه يم او هغه داسې چې كه دغه كار هم ونه كړي نو بيا خو هغه دماشو مانو خبره  (ايشته پيشته هيڅ شى نيشته)