مين يوازې د ځان  لپاره ژاړي او د ځان لپاره لېونى وي، مګر شاعرد بشري ټولنې لپاره عموماً  او د ملت لپاره خصوصاً نارې وهي او له غمه یې لېونى وي.
مين د خپلې موهومې معشوقې يا د يوې ښكلې نجلۍ د مينې په سبب پر لويه صحرا او بيابان د مجنون غوندې سر برمنډ او پښي برمنډ آزاد ګرزي ...
مګر شاعر ډېر ځله د خپل ملي آيده ال او لوړ مقصد لپاره جېلخانې او محبسونه ګالي او د قوم د لوړتيا لپاره د زړه وينې خوري.
مين په شپو شپو د يو ښكلي مخ له غمه ويښ وي، خوب نه ورځي، مګر شاعر د يوه قوم او ملت د ويښولو په غم كښې په شپو شپو ويښ وي او فكرونه وهي.
مجنون مين و، مګر هوګو شاعر
مين ته نور لار ښيي او سمې لارې ته یې رابولي، مګر شاعر نورو ته لارښوونه كوي !
لكه مينتوب او عشق چې شعر نه شو بللاى. همدارنګه د مين لپاره ضروري نه ده، چې شاعر وي، او نه بايد هر شاعر مين وبولو.
مينه او عشق په دوو زړونو لوبې كوي، مګر شعر ملتونه له يوه حاله بل حال ته اړوي.
مينه او عشق له زړه سره كارلري !
مګر شعر له روح سره !
كه مينه تش كالبود وبلل شي، شعر هغه ته ژوند او دوام وركولاى شي.
مګر شعر بې عشقه هم ژوند لري ...
د مينې انجام لېونتوب دی !
اما د شعر انجام ويښتوب ...
مين دې ژړوي ...
اما شاعر دې هم خندوي هم ژړوي ...
مين د ښكلا او جمال سره ازدواج كول غواړي، مګر شاعر یې ستايي او ننداره یې كوي.
مين د اجتماع او ټولنې څخه تښتي ...
مګر شاعر خلك پر ځان  راغونډوي او له احساساتو څخه یې د بشر د سعادت لپاره كار اخلي !.

 له taand.com څخه