ويل كيږي چې د ملا نصرالدين اصلي ټاټوبى اوسنۍ تركيه ده. خو د ده خوندورې كيسې په منځنۍ اسيا او شمالي افريقا كې د ډيرو هيوادونو د شفاهي ادبياتو يوه لویه برخه ګرځېدلې ده.
د ملا نصرالدين د ژوند په اړه دوه ډوله څرګندونې موجودې دي : لومړى دا چې نوموړى د څوارلسمې پېړۍ په شا و خوا كې ژوندى و، چې دادوره د اول بايزيد، تېمور او كرماني دوره ده.دویم داچې نوموړى د ديارلسمې پېړۍ، يانې د "علاوالدين سلجوقي" په دوره كې ژوندى و.
د "اوليا چلبي" په سفر نامه كې د ملا نصرالدين او تېمور د هغو ليدنو كتنو يادونه راغلې چې په حمامونو كې تر سره شوي دي. خو په پخوانيو قلمي نسخو كې نوموړى د"شياد حمزه" سره په ېوه دوره كې ښوول شوى دى، چې د سلطان علاوالدين غوري دوره ده.
د ملا نصرالدين قبر د"اق" په ښار كې دى. د نوموړي پر شناخته د ده د مړينې نېټه( ۱۲۸۴او ۱۲۸۵) مېلادي كلونه ليكل شوې دي.
 ((د حسن افندي ))له څرګندونو سره سم ملا نصرالدين په "خورتو" كې چې "سوره حصار" ته نژدې دى،په(۱۲۰۸_ ۱۲۰۹)ميلادي كلونو كې زېږېدلى او په هغه ځاى كې يې د خپل پلار پر ځاى ملايي غوره كړې ده.
همداراز نوموړی په (۱۲۳۷_ ۱۲۳۸) مېلادي كال كې د "آقچه" ښار ته لاړ، چې د ژوند تر وروستۍ شېبې پورې هملته و.
ملا نصرالدين د خپل ذهانت، ساده ګۍ او انساندوستۍ لـه كبله په منځنۍ آسيا او شمالي افريقا كې يو منل شوى شخصيت دى. په چين او تركستان كې ورته د احترام په توګه "افندي" يانې محترم، يا بابا وايي چې كوچنيان او غټان ټول له نوموړي سره ډېره مينه لري او كيسې يې په ډېره مينه اوري.
د ملا نصرالدين د ټوكو لومړنۍ مجموعه په( ۱۸۳۷)م كال كې چاپ شوه، چې( ۱۲۵) ټوكې په كې راغلي. بله بيا د ((محمد توفيق)) نسخه ده چې په
( ۱۸۸۳) كال كې چاپ شوې ده. چې( ۷۱) كيسې په كې دي. د دغي مجموعې نوم "بوادم" دى، يانې "دا سړى" چې مطلب يې ملانصرالدين دى.
((كونوس)) په ايدين او د قونيه په منځنۍ علاقو كې له عامو وګړو څخه د ملا نصرالدين په اړه ډېرې كيسې او ټوكې را ټولې او په( ۱۸۹۹)م كال كې چاپ كړې.
دملانصرالدين يوه بشپړه قلمي نسخه چې د تركيې په بهايي ژبه ليكل شوې، په( ۱۹۲۶)م كال كې د څلورم ځل لپاره چاپ شوه چې تقريباً څلور سوه ټوكې ټكالې په كې دې.
په شلمه پېړۍ كې د ملا نصرالدين ډېر اثار په وار وار چاپ شوي او د نړۍ په بېلا بېلو ژبو ژباړل شوي دي، چې په هغو كې انګرېزي، پښتو، روسي، يوناني، هنګري، سربو، كروټ، بلغاريايي او داسې نورې ژبې شاملې دي.
د يادونې وړ ده چې دملا نصرالدين كيسې ځينو جرمني، روسي او تركي شاعرانو په خپلو نظمونو كې هم راوړي دي.

             
له taand.comڅخه.