دسپوږمۍ شپه دښاغلي حيات الله ګهيځ دشعري پانګې لومړۍ خزانه ده چې په دې وروستيو کې مومند خپرندويې ټولنې دشفيع الله تاند په زيار اوهڅو په دوه زرو ټوکو کې تر خپل يادښت وروسته دمحمد آصف صميم،استاد فضل ولي ناګار او سرحدي ځواک دسريزو او دشاعر ديوې يادونې په ملتيا له ننګرهاره خپره کړې .دا ټولګه که څه هم غزليزه ده خو دشاعر څلوريځې، ليکنې،قطعو،آزاد شعر، چارپاره نظم او ځينو ټوټه شعرونو بيلګې هم په ځان کې لري چې منځپانګه يې تر ډيره پورې دوخت ،حالاتو او کليوالي چاپيريال له انځورګرۍ،انسان پالنې او جانان پالنې،هيوادنۍ مينې،له ژونده ګيله،له بې وسۍ څخه سرټکونه او دېته ورته خبرو جوړه کړې چې په دې لنډه ليکنه کې به يې ځينې خواو ته په لنډيز سره کتنه وکړو او دپيل لپاره به يې دوخت اوحالاتو يوانځور ګر بيت ولولو:
آ مړشو خو له مرګه يې تر مرګه لاس وانخيست
لاپاتې يې په کلي کې انځور دې خلک وژني
که پورته بيت ته زما له انده وګورۍ نو له څو لسيزو راهيسې دهيواد ديوې پيژندل شوې خو بد نومې څيرې دژوند،کړنو،مړينې او تر مړينې وروسته دهغه ددرنښت او درناوي انځورونه درښئي هغه چې تر مرګه يې دخپلو څو پلورل شويو ورته کسانو سره په شخړو کې په زرګونه بې ګناه افغانان ووژل خوترمرګ وروسته يې دوخت دواکمن نظام دعادلانه پريکړې اوانصاف (!)  له امله دملي اتلولۍ مقام وګاټه او ددرنښت لپاره يې دغاليو نه انځورونه جوړ او دښار په واټونو او لارو کوڅو کې وځړول شول چې ليدل يې رښتيا هم دهر رښتينې افغان تر مرګ لوړه ده. چې دلته يې يادونه زموږ دشاعر داخلاقي او وجداني رسالت تر سره کونې نښه ده چې له احساساتو او کومې نوم اخيستنې پرته دکنايې په ډول ديوې داسې چارې تر سره کول ديو ښه شاعر کار ګڼل کيږي له دې پرته ښاغلي ګهيځ دحالاتو ځينې نور عيني انځورونه هم دشعر په ژبه کښلي لکه.
څو ستړې،ستړې راغلې اوس پر تورو غرونو اوړي
څوپيغلې له کابله په دې ټکنده غرمه کې
اويا:
جنګ نه وجهادوچې هم دښتو او هم غرووکړ
اوس چې نوم دشخړو او جګړو شوموږته پاتې شو
دکليوالي چاپيريال انځورګري او جانان پالنه که څه هم ددې ټولګې ترټولو لويه او ښکلې برخه ده خو دلته به پرې لږ وغږيږو،شاعر وايې:
ته مې څارلې چې پر کومه ځې پرکومه لاره
په تاپسې ياره له دنګ چناره ولوېدمه
په دې بيت کې شاعر لومړی دخپل پښتني چاپيريال او دودونو خبره کوي چې له مخې يې په ښکاره ډول خپل يار څارلې نشي او بيا دخپلې مينې لپاره خپله قرباني يادوي چې ديار دتګلورې او تګ ځاې دپيژندلو لپاره دنګ چنار ته خيژي چې زما په اند دګهيځ پورته بيت دښه نوښت او انځور لرنې له امله ددې ټولګې په ترټولو ښو بيتونو کې راتلی شي.بل ځاى وايې:
دزړه پرهره!درد ونکړې چې راويښ مې نکړې
نن مې ياد کړى خامخا به جانان خوب کې راځي
دګهيځ دشاعرۍ هغه ځانګړتيا چې ماته يې دبري راز ښکاري داده چې تر خپله وسه په شعر کې دنوښت راوستنې هڅه کوي ،دتقليد پر ځاې له خپلو تجربو کار اخلي او که عام تشبيهات او انځورونه هم کاروي نو دنوښت مالګه پرې شيندي لکه په دې بېلګوکې.
چرته سړې دي که تودې راټولې کړي يې دي
بيا يې ګهيځ غريب ته نوم پرې دژوندون ايښی دى
يا:
وايې مامينه کړې نوره هيڅ ګناه مې نشته
څوک ليونى راته شليدلى ګريوان خوب کې راځي
يو بل ټکی چې دګهيځ په شعر کې څه ناڅه ډير ليدل کيږي دژوند په اړه دهغه دريځ دى چې ديو څو ورځو شى يې ګڼي ،هر انسان ته په کې خپلواکي غواړي ،ددرداو غم لرل او زغمل پکې حتمي ګڼي او کله ناکله ترې سرټکوي داټولې خبرې په لاندې بيلګو کې بېل خوند لري:
بيابه ژوند،ژوند وي چې داوس هومره ناکام نه وي
هر يو سړى ازادوي،يوسړى غلام نه وي
چې ليونى شي سړى ځان يې نه وي درديې نه وي
چې درد ونلري هغه شمار په ژوندو نه دې
اويا:
دې نړۍ ته په راتلو باندې پښېمان يم
خواوس څه وکړمه اوس پکې ودان يم
دمزل لاره مې دې لارو کې نشته
که نه ناست نه يمه شپه او ورځ روان يم
دغه رازددې ټولګې (دتندي کرښې)نومې يوازينۍ چارپاره نظم هم پرهمدې موضوع څرخي .شاعر په يو نيم ځاى کې دخپل شعر درنګينۍ لپاره دپښتو ټپو له منځپانګو نه هم کله،کله ګته اخيستې لکه په (٥٩)مخ کې دراغلې څلوريځي دابېت:
پر سر واورې په لمنو کې ګلونه
تورو غرو باندې دپاک الله نظر دى
چې له لاندينۍ ټپې څخه يې پکې کار اخيستې:
په تورو غرو دخداى نظر دى
په سر يې واورې وروي بيخ کې ګلونه
که پورتنۍ ښېګڼې او رنګينۍ پر خپل ځاى پريږدو نو دهرې شعري ټولګې په څېر پدې ټولګه کې هم دلاس ګوتو هومره څو نيمګړتياوې موندلې شو لکه ددې ټولګې په(١٨)مخ کې دراغلي غزل مطلع ده :
چې لمر پريوځي راځي له رنګه تور دی خلک وژني
زموږنيمايې عمر سړي خور دى خلک وژني
دپورته مطلعې په لومړۍ مسره کې تر لمر پريوتو وروسته شاعر ديو توررنګه سړي دراتلواو خلکو وژلو خبره کوي خو په دوهمه کې بيا خپل نيمايې عمر هم په سړي وژونکو کې راولي چې ماته پکې ددواړو تر منځ همغږي او پخلاوالی نه تر سترګو کيږي ښايي دلته کومه چاپي تيروتنه شوې وي.يو بل ځاې کې يو خيال په لږڅه توپير سره په دوو بيتونو کې ليدل کيږي لومړى داتم مخ لومړى بيت دى چې:
پخوا به ښار کې ليوني شو نو په غرو به سرشو
اوس چې په غره کې ليوني شي اول ښار ته راځي
په دويم ځاى کې داخيال په(٥٩)مخ کې د(لاره)په نوم څلوريځه کې ځاې شوى دى:                                                                                                           
چې راخطا شي نو ښار ته راشي
له ليونو نه خطا ده لاره
دغسې په (٢٠)مخ کې راغلي څلور بيتونه زماپه اند دګهيځ دنورې شاعرۍ په پرتله ډيرکمزوري دي که ددې پر ځای ښاغلي ګهيځ خپل کوم بل ناچاپ شوى شعر راوستی واى ښه به وه ددې بيتونو يو دوه داسې دي:
وتې له خبرو ستړې ستړې ده
نوره له سندرو ستړې ستړې ده
شپې او ورځې کډې پرې روانې وي
لارله مسافرو ستړې ستړې ده
دپورتنۍ ښوېدنې تر څنګ ددې ټولګې په(٧)مخ کې راغلى غزل هم راته پورتنۍ بيلګې ته ورته ښکاري چې تر مطلعې اولومړي بيت وروسته بيتونو راوستلو لامل يې ښايې دګهيځ لخوا دخپلې ټولګې دنه نظره کيدل وي له دې غزل څخه که له مطلعې او لومړي بيت وروسته بېتونه ليرې شوي واى نو ېوه ښه دا څلوريځه ترې جوړېده:
غوږ ته مې لاس که،توبه له جنګه
کوز مې ټوپک که،له خپله څنګه
يابه پکار شي ،ګرد به ترې پو کړم
يابه شي خاورې ،دځان له زنګه
که خبرې رالنډې کړو او په لنډه توګه ددې ټولګې پر ارزونې وغږيږو نو ويلی شو چې دښاغلي ګهيځ داټولګه دپښتو شعر دځوانو ويناوالو په ټولګو کې دښه ځاى نيولو حقدار او يوه ښه بيلګه ده زه په تلو ،تلوکې ښاغلې ګهيځ ته ددې نوښت او وياړ مبارکي وايم او خپلې خبرې دهغه پردې بيت رانغاړم چې:
زاړه روايتونه يې رانغښتي په پلو کې
ګهيځه!په غزل دې کړې رايادې زمانې
دده دلاښو پنځونو دپنځېدو او خپرېدو په هيله.