نن سبا چې په هېواد کې دبې بندوباره دیموکراسۍ په سیوري کې دهنري افراطیت کومه لوبه روانه ده په ترڅ کې یې په ډېره سپین سترګۍ زمونږدخلکوملي اواسلامي سپېڅلي روایات اومقدسات ترپښو لاندې کیږي.
دلویدیځ په لباس کې دنغښتې دیموکراسۍ له برکته،دپرمختګ اوآزادۍ ترعنوان لاندې دحقوقودرعایت اوتحفظ شعارونو درسنیو بازارښه تود کړی دی.
زمونږټولنه چې ځانګړي عنعنوي اوسپېڅلي ارزښتونه لري په دیني ارشاداتو،مذهبي اواخلاقي معیارونو ولاړه ټولنه ده.حیا،پت،عزت اوریښتوني اخلاق زمونږدخلکوځانګړنې دي.
خوله بده مرغه پدې وروستیو کې چې دبیان دآزادۍ دافراطیانو ډګر ښه تود شوی ځینوضعیفنفسه کسانوپه بېلابېلوبڼودڅرګندې بې باکۍ اوګمراهۍ آوازونه اوچت کړي دي .
اوس اوس چې دفلم اوسینماپه نوم دغیراخلاقي اوغیرکلتوري پرمختګ کومه نوې څپه پیل شوې له بده مرغه چې په ډېرې بې شرمۍ سره زمونږ ځوانان دهنریت په پلمه دګناه اوفسادډګرته راښکل کیږي اودافغان ستوري یا(ستاره افغان) په نوم ویاړل کیږي.
نن سبا چې په بازارونوکې دسندرغاړي(شکیب همدرد)دماشاالله په نوم کومې سي ډي ګانې پلورل کیږي لدې نه به بله لویه ګناه چېرته وي .
پدغوسي ډي ګانوکې داسلامي روایاتو خلاف نارواسندرې اونغمې دماشالله په نوم ثبت شوي اوبازارته وړاندې شوي.
که وکتل شي نولدې څخه په ښکاره داخبره روښانه کیږي چې دماشاالله لفظ لیکل داسلامي ارزښتونو ښکاره سپکاوی دی.
دماشالله معنا داده چې که دخدای خوښه وي نودالله خوښه اورضایت هېڅکله هم په ناروااونامشروع کارونوکې نشته.
بله دتعجب خبره داده چې بیاهم زمونږمسلمان خلک په ډېره بې اعتنایۍ اوبې پروایۍ دداډول نامشروع اوناروحرکتونوپه وړاندې چوپه خوله پاتې دي اوهېڅ عکس العمل نه ښيي.
خدای مکړه که په راتلونکې کې هم داډول اسلامي اومذهبي ضدعملونه دوام وکړي نولرې نده چې زمونږدیني،اسلامي اوملي ارزښتونه به لمنځه ولاړ شي اوبیابه اوبه له ورخه تېرې وي.
پکار ده چې دافغانستان حکومت هم ددې ډول کړنو په وړاندې خپل ایماني اوملي رسالت سرته ورسوي اوپه راتلونکې کې ددغه ډول ستر جنایت مخه ونیسي.
لیکنې