دشيراز اودخېبر مقابله ده
پښتو وګوره چې ګل يم ستا دسترګو
(هاشمي)
پوهان پدې نظر دي چې،مينه ژوند دى،ماشومان په مينه روزل کيږي او مينه دانسان لومړنې حق دى .لکه چې حضرت عبدالرحمن بابا وايې:
داجهان دى خداى له عشقه پېدا کړى
دجمله وومخلوقاتو پلار دى دا
حمزه شينوارى چې په اوسني وخت کې دپښتو دغزل بابا او پلار په لقبونو سره ياد او وياړل شوېدى ،په فطري توګه شاعردى.زموږ دغه نوښتګر شاعر دخپل صوفيانه خوی او طبيعت له امله خپله عقيده داسې څرګندوي :
دحقيقت اظهار صفت دهر انسان دى
بله منشا خو دغزل په اشاعت کې نه وي
خبره داده چې،که مونږدحمزه بابا شاعري په غور سره وګورو ،نو وبه وينو چې،که زړه دده دغزلونو په باغچه کې دښاربڼه لري ،نو ددغه ښارد دروازې دوې پلې،غبرګې پښتنې سترګې دي.که څوک وغواړي چې،داستاد حمزه له نظره دښايست معيار مالوم کړي ،نو بايد چې دپښتنو سترګو په باب يې دهغه له خياله پيل کړي او داپدې برخه کې دتورې او قلم له نامتو اتل حضرت خوشال خان خټک نه راوروسته دويم لوى پښتون شاعر دى چې، دپښتنو سترګو دښکلا راز ته يې ډير پام شويدى .خوشال خان خټک وايې :
چې داوسپنې زمري تړي په زلفو
اوس يې سترګې زورورې ندي څه دي
ګڼ شمير تجربو داثابته کړېده چې،پېغلې په خپلو ښايسته سترګو دځوانانو دزړونو ښکار کوي او ځوانان په خپلې خوږې،پستې او وريښمينې خولې سره کولی شي چې،يو شمير دپام وړ پېغلې تر لاس ونيسي او له ځانه سره يې غره ته په مخه کړي .
دپښتو دغزل شهنشاه غني خان بيا دخپل جانان په سترګو کې يو نوى عاطفي جهان ګوري او څه ښه وايي.
سترګو دجانان کې زما ښکلي جهانونه دي
وادېخله دونيا زه وږى ستا ددونيا نه يمه
ددغه ټکو په استناد سره ويلی شو چې،دپښتنو سترګو دښکلا مسله ديو روايت په توګه زموږ په پښتو شاعرۍ کې په پرله پسې توګه او په يو نه شليدونکي تسلسل سره پالل شوې ده .که تاسې بيا پدې برخه کې دپښتو ولسي ادبيات او په ځانګړې توګه لنډۍ وګورۍ ،نو زياتره دانسان دسترګو په ستاينه او زړه وړو ډکې دي.
سترګې دې بې اجله مرګ دى
په بې اجله مرګ مې مه وژنه ميئنه
داستا په سترګو کې پيريان دي
چې په تا راشي غوټې ماته راکوينه
ما دسترګو په برخه کې دحمزه بابا ګڼ شمير غزليز بيتونه وکتل او دې پايلې ته ورسيدم چې،دهغه دغول لمن دپښتنو سترګو له اداګانو ډکه ده
دغه غزلبول بابا دپښتنو سترګو دومره ښکلی بيان او تفسير کړى چې،هيڅ مې تنده نه پرې ماتيږي .دده غول لکه دشاتو دکان په څير دى چې،په غيږه کې بې شميره او قيمتي خوندونه لري .
خبره داده چې،دانسان دبدن هر اندام ډير ښکلی،مګر سترګې خو بيا سترګې دي .نه يوازې انسان پرې دخپلې معشوقې ديدن کولې شي ، بلکې له هغېسره په سترګو کې خبرې کولې شي او له دې خبرو بيا نورې خبرې پيدا کيږي .مانا دا چې يو انسان دبل انسان په زړه کې پرې دمحبت تخم کرلی شي .حمزه بابا په خپله خوله اعتراف کوي چې،زما دغزل موزون والى دپښتنو سترګو دښکلا له برکته دى.څه ښه وايې:
څو دپښتنو سترګو دميو مخمور نه وي
هيڅ دغزل شعر مې موزون نشي کيدى
کله ناکله حمزه بابا خيال کوي چې،دده دسترګو خوي دزړه له خوي نه مختلف دى او بيخي يې دوه جلا جلا انځورونه وړاندې کوي:
خوي دستا دسترکو ستا دزړه نه جلا ښکاري
بل يو زړه دې هم شته ددې زړه نه مختلف
څرنګه چې،حمزه بابا ځانته غزليز سبک لري اودده غزل له پښتني عناصرو نه ډک دى.دده دغزل په نغمو کې دزړه سوز اوګداز او په هر تار کې دشاعر دزړه اواز اوريدى شي.حمزه بابا که هرڅومره دمينې او عشق په ليوني بازار کې ژړلي ،نو هغه زياتره دپښتنو سترګو له لاسه دي::
ستا دتورو خومارو سترګو په غم کې
ټوله شپه مې لکه پرخه ژړا وکړه
کله چې موږ اوتاسې دحمزه بابا په غزل کې دسترګو مقام ګورو،نو بايد موږ هغه ديوداسې عاشق په توګه ووينو چې،دسپيڅلې مينې سوداګري يې کړې ده.دغه شاعر پخپله هم وايې :
که مې څومره تجارت وکړ دمينې
هيڅ پرې زياته کمه نشوه زما پانګه
آن حمزه بابا دمينې په سوداګرۍ کې دخپلو سترګو بدلولو ته هم حاضر او چمتو دى،نو ځکه له خپلې معشوقې سره دخپلو سترګو دبدلولو غوښتنه کوي:
سترګې کړه ماسره بدلې اشنا
چې هغه وګوري چې يې زه ګورمه
پوښتنه داده چې ،حمزه دمينې په بازار کې له سترګو ولې پېل کوي؟
دغې اساسي پوښتنې ته په خپله داسې ځواب ورکوي :
دتږو سترګو نه مې ډار مکوه
دتا په سترګو کې اوبه ګورمه
دپښتنو سترګو دښکلا راز په دغه بېت کې بيان شوی او هغه داچې،هغه ډيرې حيا ناکې دي او دغه حيا ناک حالت يې له عادي سترګو نه ښکلا څو چنده زياته کړېده.که تاسې دهر شاعر شاعري وګورۍ ،نو هغه دمينې سوداګر مالوميږي او حمزه بابا هم دسترګو په برخه کې له خپلې محبوبې سره دسترګو دبدلون په برخه کې سر په سر سودا ته تيار دى،مګر موږ فکر کوو چې،شاعر پدغه سودا کې باقيدار مالوميږي ،نو ځکه وايې.
ته خو په کسيو کې نظر يې زما
زه دې په کسيو کې نظر نه شومه
داسې مالوميږي چې،دحمزه بابا سترګې په هر حالت کې له پښتنو سترګو نه خونداخلي او پدې برخه کې دمينې شرط داسې ږدي:
پلو دې دمخ اخلم پښتنې خو دامې واوره
زمرۍ غوندې په ګورې شرميدل به پکې نه وي
خو ددې ټولو سره دده پښتون غروردومره لوړاو اوچت دى چې،آن په مينه کې هم افغان پاتې شوی او خپله پښتنه حيا يې داسې ساتلې ده:
ماکوز ورته ليمه کړه زما سر نه ټيټيده
شايد چې په الفت کې هم افغان پاتې کيدم
داسې مالوميږي چې حمزه بابا دپښتو غزل له پښتني رواياتونه داسې ډک کړى،لکه انار چې له دانو نه ډک وي،نو ځکه دسترګو دبڼودخبرو په باب هم خپل شاعرانه برداشت داډول وړاندې کوي:
ستا دبڼوخبرې نيغې وي تل
داسې وي تل دپښتنو خبرې
او ياپه خواږه غزل کې ،دپښتنو سترګو دجرګې تصوير څومره ښايسته وړاندې کوي:
نن په ټيټو سترګو ارمانونو مې
ستا په پښتنو سترګو جرګه وکړه
لنډه داچې ،دحمزه بابا غزل له وړ وړخوندونو،ښکلاوو او پندونو نه ډک دى اوپدغه لړ کې دده په لوړه او اوچته شاعرۍ کې دپښتنو سترګو مقام هم ډير مهم دى.که موږدده دشعر په فصلونو کې شااوخوا نظر واچوو،نو دتصوف اوحقيقي مينې په څنګ کې دمجازي مينې فصل هم زرغون او له شنوخاطرو ډک دى.اصلي خبره داده چې،سترګې دانساني جذباتو دبيان په وخت کې دخولې په پرتله صادقې او رښتينې دي او ډير ځله هغه څه چې زړه يې پټوي ،سترګې دهغو رښتينی بيان کوي نو ځکه زموږ دغه غزلبول شاعر يو بل ځاى څه ښه وايي:
وکړه تپوس يې دحمزه له سترګو
هغه خبرې چې په خوله پاتې دي
ښايې يو شمير کسانو ته به دحمزه باباپه شعر کې دسترګو دمقام ځاى ځايګې عجيب اوغريب مالوم شي ،مګر هغه پخپله په ډاګه وايې .
زه په هغه پښتني حسن مين يم
چې هوسۍ وي خو کاته يې دزمري وي
ما يوه ورځ له يوه ويجيترين(سبزيخور) نه وپوښتل چې،دتا ولې دحلالو څارويو او مرغانو له غوښې نه پرهيز دى ؟هغه په ځواب کې راته وويل چې،ميوې او سابه سترګې نلري خو مرغان او څاروي سترګې لري ،نو ځکه هغه خورم او دا نه.اوس نو دحمزه بابا پدې بیت خپله لیکنه رالنډوم چې :
وروځې ليمه سترګې باڼه پښتانه
څنکه يوځاى شول پښتانه پښتانه