نوم: راني
تخلص: مكرجي
د زيږيدلو نيټه: د ١٩٧٨ کال د مارچ ٢١مه
کورنى ژوند: مجرده ده
دا هيڅ هيجاني خبره  نه وه چې راني مکرجي د جوهو مکرجي کوپر د ښوونځي څخه له فارغيدو وروسته د ممبئ ښار ته په فلمونو کې د برخه اخيستنې لپاره لاړه.
د هغې پلار يو تقاعد شوى فلمي لارښود، مور يې سندرغاړې او ورور يې د فلمونو توليدوونکى وو.د هغې له کورنۍ څخه يوه بله ، د هغې د تره لور)ديباشري روى(هم يوه مشهوره بنگالۍ فلمي کارکوونکې ده. خو د هغې د ښکلا، ښه شخصيت او کورنۍ تاريخچې سره سره هغې ونه شو کړلى په لومړي سر کې بريالۍ شي. د هغې لومړني دوه فلمونه،)بادل او حد کردى آپ نے(ناکام شول خو باهمته راني دې کار پرځاى ونه دروله.
د هغې فلمي نړۍ هغه وخت د بريا په لور وخوځيده کله چې د غوره ستوري شاه رخ خان سره د باليووډ په څلورو ډيرو کاميابو  فلمونو)وېرزارا،چلتے چلتے،پهيلى اوپه دې وروستيوو کې، کبهى الوداع نه کهنا!(کې  راڅرگنده شوه.
نوموړې په يوه تازه مرکه کې وويل.))زه د شاه رخ چې زما د ښوونکي په شان دى، منندويه يم او د هغه سره مينه کوم. هغه ما سره د يوه زده کوونکي په شان چلند کوي او راته ښیي چې څرنګه د کمرې په مخ کې تمثيل وکړم. هغه زما يو داسې ملگرى ممثل دى چې د ځان په پرتله ماته ډېر پام کوي او ډير مرستندويه دى)) هغې زياته کړه ((زه چې د هغه سره هرقسمه تمثيل کوم هغه ځانگړى وي او خلک مو يو ځاى سره خوښوي....که شاه رخ خان واده نه وو کړى ما به ورسره د واده لپاره خبره کړې وه.((
د هغې وړوکى شپږ کلن هنري ژوندپه ډېر شمېر جايزو ښکلى دى. دهغې شهرت د دې لامل شوچې د تېر کال د اپرېل په مياشت کې د هند لومړي وزير من موهن سنگ د پاکستاني ولسمشر جنرال پرويز مشرف په درنښت شوې د نوي دهلي په اشوکا هوټل کې د ماښام ډوډۍ ته راوغوښته. ولسمشر پرويز مشرف چې پخپله هم د هغې له مينه والو څخه دى، نوموړې ته وويل.))ته زما په هيواد کې ډېر نوم لري.((
په فلمونو کې د کار کولو ترڅنگ، راني مکرجي خپل نوم او اغېز د يو شمېر خيريه کارونو د پرمختگ لپاره هم کارولى دى، چې پکې د معلولو خلکو لپاره د کارموندنې  د هند ملي مرکز سره همکاري شامله ده.
راني مكرجي دلته په افغانستان کی هم په زرگونو تنه مینه وال لري او فلمونه یې د ډیرو پېغلو د خوښې وړ دي .