لیکنې
سپینه پکړۍ
مازيګر نږدې و، موټر د ښار له ګڼې ګوڼې وتلى و چې يوې دولتي ودانۍ ته څېرمه چلونكي موټر په نورو ولاړو موټرو پسې ودراوه، په موټر كې ناستو خلكو په بې صبرۍ د دولتي ودانۍ مخې ته په راټولو خلكو پسې غړۍ پورته پورته كولې چې څو كسو د پېښې له ځايه يو سړى ښارته په روان موټر كې واچاوه، عمر به يې نږدې پينځه څلوېښت كاله و، سپينې جامې يې پر غاړه وې چې اوس پرې سرې ليكې لږې لږې ډېرېدلې، هغې خپلې تورې اوږدې ږيرې سره څڼې هم همداسې خپل سرې پرېيښې وې، د هغه د ژوبلې او مړينې هيڅ اټكل نه كېده، له ولاړو خلكو ځنې يوخواخوږى ورسره په موټر كې سپور شو او بل ژر د ملي اردو د موټر له مخې پروت موټر سايكل لرې كړ، موټرې ودانۍ ته دننه شوې ،او د هغه ژوبل كس سپينه پګړۍ لا د پېښې له ځايه لږه وړاندې د سړك پر غاړه پرته وه چې ولونه يې اوس په بشپړه توګه وران شوي وو.
موټرو چې اوس يې د سړك دواړو غاړو ته اوږده ليكه جوړه كړې وه، حركت وكړ، زموږ موټر ته د پېښې له ځايه يو تن راپورته شو، هغه پېښه له نږدې ليدلې وه، خو لويه خبره يې دا وه چې يو هم ګرم نه و، په موټر سايكل سپور لار وركوله، خو سرتېرو پرې د ځان مرګي ګومان وكړ او په دې پار چې هغه يې له ځانه مخكې كړى وي، تر سينې لاندې كړ.
د هغه كس د دې لنډو خبرو سره په موټر كې چوپتيا خپره شوه، خداى)ج( پوهېږي چې په موټر كې نور ناست خلك په كومو فكرونو كې لاړل، خو ما سره ډېرو اندېښنو، پوښتنو او ناهيليو يو جنګ شروع كړ...
ماته د هغه ليدونكي پر خبره چې ( يو هم ګرم نه ؤ) خندا راغله، هغه نه پوهېده چې اوس ټوله ګناه په سپين رنګ كې ده، دې تور بازار سپين رنګ ناچله ګرځولى او بيا د سپين رنګ پګړۍ په دې تور بازار كې ول په ول له بارودو ډكه ده، خو سپين رنګ ته دا تاوان او بلاخره پدې تور بازار كې نه ارزښت خپله د سپين رنګ مينه والو ور اړولى، د سپين رنګ د مينه والو لويه خامي دا ده چې دوى له سپين رنګ نه هغه څه ته ډېر ارزښت وركوي چې سپين رنګ لري، دا د سپين رنګ مينه والو خپله په ځان وكړل چې لږه موده وړاندې به هره ورځ د دُرې په زور څو وخته لمانځه ته وړل كېدل، خو كومو خلكو به چې د سپينې پګړۍ او دُرې په زور د سپين رنګ لېوني مخكې كړي وو، نو په هغو سپين پګړيو كې ډېر داسې وو چې خپله به په لمانځه هم نه پوهېدل.
دا هم سپين رنګ ته د سپين رنګ د مينه والو د ژمنتيا له امله وه چې يو انګرېز په يوه جومات كې څلوېښت كاله د سپين رنګ ساده مينه وال په ځان پسې ښكته پورته كړل.
د سپين رنګ د هغه درنښت له امله چې خلك يې ورته لري، سپين رنګ ته اوسنى وروستى، خو لوى تاوان دا ور اوښتى چې اوس مهال د هر ناځوانه كار )داغ(په سپين رنګ لګېږي او دا ځكه چې ملا سپين رنګ ټول په ځان كې راټول كړى او د سپين رنګ د مينه والو ګناه هم دا ده چې سپين رنګ او د سپينې جامې لرونكي ته يې يو ډول ارزښت وركړى، د سپين رنګ مينې چې دا خلك څلوېښت كاله په يوه انګرېز پسې ښكته پورته كړل، نو اوس داسې څنګه نشي كېداى چې څو بې لارې او پردي خلك دې د سپين رنګ په لرلو د اسلام تر سپين توغ لاندې صفونو په نامه داسې كړنې تر سره كړې چې د اسلام ډېرى ارزښتونه دې د زړه تورۍ له ګواښ سره مخ كړي.
ما له ځانه سره د پوښتنو، اندېښنو او ناهيليو جنګ روان كړى ؤچې په موټر كې يوه ناست كس د ښكته كېدو غږ وكړ، خلك لكه ټول چې له خوبه پاڅېدلي وي، سره وخوځېدل، هغه كس ښكته شو، ما خواري كوله، خو د اندېښنو، پوښتنو او ناهيليو هغه جنګ بيا ونه نښته، مګر د موټر په لومړي سيټ كې د پاخه عمر لرونكي سړي، چې د غټوالي له امله ځانله په سيټ ناست و، د خپل عمر په څېر داسې پخه خبره وكړه، لكه هغه چې هم دا دومره شېبه همدې فكر وړى و، د هغه دا خبره زما په ذهن كې د اندېښنو، پوښتنو او ناهيليو د ساړه شوي جنګ برى ؤ، چې ويل يې:اوس دې نو د سپينو جامو پر ځاى تورې جامې دود شي، بيا كه ملا هم وي، نو خلك به پرې غږ كوي چې :
)) زما د تورو جامو ياره!!((